افغانستان؛ د عقیدې جګړه که د حق د ورکېدو تراژیدي؟

جوونی 7, 2026 - 17:47
 0  2
افغانستان؛ د عقیدې جګړه که د حق د ورکېدو تراژیدي؟

د تاریخ په اوږدو کې ډېرې جګړې د عقیدو، قومونو، سلطو او ګټو په نومونو ثبت شوې دي، خو ځینې جګړې داسې هم وي چې ظاهراً د عقیدې جامه اغوندي، خو په باطن کې د حق د نه پېژندنې او عدالت د نشتوالي زخمونه پټوي. د افغانستان اوږده او خونړۍ جګړه هم له هغو پېچلو واقعیتونو څخه ده چې د «اسلام او کفر» تر شعارونو ورهاخوا د ژور فکري او ټولنیز تأمل غوښتنه کوي.

اسلام د انسانیت د هدایت هغه لمر دی چې وړانګې یې د کوم قوم، قبیلې، دولت او یا جغرافیې په دېوالونو کې نه بندیږي. دا الهي ارزښت د بشر ګډ میراث دی؛ هر څوک کولی شي د خپل ظرفیت، پوهې او اخلاص په اندازه له دې روښنايي برخمن شي. د لمر رڼا د هیچا شخصي ملکیت نه وي؛ څوک چې سترګې پټوي، له رڼا محرومیږي، نه دا چې لمر له ځلېدو پاتې کیږي.

له همدې امله د اسلام لپاره د فنا او نابودۍ وېره یو فکري تناقض ښکاري، ځکه الهي حقیقتونه د زمانو او قدرتونو په توپانونو نه ورکیږي. هغه څه چې له خطر سره مخ دي، د انسان د حق پېژندنې حس او د عدالت د تأمین اراده ده. کله چې حق تر پښو لاندې شي، عدالت کمزوری کیږي، او کله چې عدالت مړاوی شي، ټولنه د بحران، تشنج او جګړې کندې ته لوېږي.

د اسلام بنسټ حق دی او د حق مېوه عدالت. خو کله چې مسلمانان د همدې اصل له پامه وغورځوي، نو د عدالت ونه وچېږي او د اختلاف، تعصب او بې باورۍ اغزي راټوکیږي. په افغانستان کې د جګړې ډېری اورونه له همدې ځایه لمبه شوي دي. دلته ستونزه یوازې د عقیدې نه لرونکو کسانو شتون نه دی، بلکې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې ولې یوه اکثراً مسلمانه ټولنه د خپل منځ حق نه شي پېژندلی؟

په حقیقت کې، هغه ملت چې د عدالت تله یې له لاسه ورکړې وي، د بهرنیو لاسوهنو لپاره د تیارې ماڼۍ حیثیت پیدا کوي. بهرنیان یوازې هغه دروازې پرانیزي چې دننه یې قلفونه له وړاندې مات شوي وي. که په کور کې د انصاف څراغ بل وي، د پردیو سیوري دومره اوږد نه شي غځېدلی.

سیاسي واقعیت هم دا ښيي چې هره بهرنۍ مداخله هغه مهال اغېزمنه کیږي چې داخلي کمزوري موجوده وي. که افغانان د یو بل حقوق وپېژني، د قانون او عدالت درناوی وکړي او د دین روح له شعارونو څخه عمل ته راولي، نو د جګړې ډېر دلایل به خپله له منځه ولاړ شي. ځکه ملتونه د توپک له زور نه، بلکې د عدالت له ځواک څخه ثبات مومي.

افغانستان نن هم د عقیدې د کمښت قرباني نه دی؛ د حق د کم رنګېدو قرباني دی. دلته جوماتونه شته، اذانونه شته، عقیدې شته؛ خو هغه څه چې کله ناکله کم ښکاري، د همدې عقیدې عملي تجلي ده چې د حق پېژندنې او عدالت په بڼه راڅرګندیږي.

نو د افغانستان د ستونزې اصلي پوښتنه دا نه ده چې «کفر او اسلام څوک دي؟»؛ بلکې دا ده چې «حق څوک پېژني او عدالت څوک تأمینوي؟» ځکه هر ځای چې حق ژوندی وي، عدالت غوړیږي؛ او هر ځای چې عدالت غوړیږي، جګړه د سولې پر وړاندې سر ټیټوي.

الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د عقیدې تر شعارونو وړاندې د حق او عدالت رسالت درک او ادا کړو، ځکه د امت عزت د حق په پېژندنه او د عدالت په اقامه کې نغښتی دی.