مهم ترین های امروز سه شنبه

جوونی 7, 2026 - 17:23
 0  1
مهم ترین های امروز سه شنبه

🖌️: ‏تیم ملی فوتبال افغانستان شب دوشنبه در نخستین دیدار خود در رقابت‌های چهارجانبه بین‌المللی، تیم مالدیف را با نتیجه ۱ بر صفر شکست داد.

‏ملی‌پوشان کشور در دومین و سومین دیدار خود در این رقابت‌ها به مصاف تیم‌های بنگله‌دیش و پاکستان خواهند رفت.

‏رقابت‌های چهارجانبه بین‌المللی فوتبال با حضور تیم‌های افغانستان، مالدیف، بنگله‌دیش و پاکستان به میزبانی مالدیف در شهر ماله آغاز شده است.

🖌️: ‏در پی یک رویداد ترافیکی در ولایت پروان، ۸ نفر جان باخته و ۱۶ نفر دیگر زخمی شده‌اند.

‏فضل‌الرحیم مسکین‌یار، سخنگوی فرماندهی امنیه پروان، می‌گوید این رویداد بامداد امروز (سه‌شنبه) در مربوطات ولسوالی شینواری این ولایت رخ داده است؛ زمانی که یک موتر نوع «فلان‌کوچ» از جاده منحرف و واژگون شد.

‏به گفته او، قربانیان این رویداد از باشندگان ولسوالی شینواری هستند. در میان جان‌باختگان و زخمیان، چهار کودک نیز شامل‌اند. زخمیان برای درمان به شفاخانه ملکی پروان انتقال داده شده‌اند.

🖌️: ‏اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری افغانستان اعلام کرده است که هیأتی از این اتاق امروز (سه‌شنبه) برای اشتراک در دومین گفتمان بین‌المللی ترمذ عازم اوزبیکستان شده است.

‏در اعلامیه این نهاد آمده است که هیأت افغانستان افزون بر اشتراک در این گفتمان، با مقام‌ها و بازرگانان اوزبیکستانی درباره تقویت تجارت، سرمایه‌گذاری و همکاری‌های اقتصادی منطقه‌یی دیدار و گفت‌وگو خواهد کرد. گفتمان بین‌المللی ترمذ از چهارم جون به مدت دو روز در شهر تاشکند، اوزبیکستان، برگزار می‌شود.

🖌️: ‏محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه امارت اسلامی افغانستان، در دیدار با مسوولان شرکت‌های قراردادی شاهراه سالنگ‌ تاکید کرده که تمامی کارهای پلان‌شده برای سال جاری باید پیش از فرارسیدن فصل زمستان تکمیل شود.

‏بر بنیاد خبرنامه وزارت فواید عامه، در حال حاضر کار عملی بازسازی این شاهراه در بخش سالنگ جنوبی جریان دارد و ماشین‌آلات، تجهیزات و امکانات تخنیکی مورد نیاز برای دو بخش دیگر نیز به ساحه منتقل شده است.

🖌️: ‏افغان او سوریه‌يي چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

‏سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو رییس، عبدالحق وثیق، په سعودي عربستان کې د حج‌ مراسمو په څنډه کې د سوریې، د کورنیو چارو له وزیر، انس‌حسن خطاب او د استخباراتو له رییس، حسین‌ سلامه سره لیدلي دي. د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

🖌️: ‏حامد کرزی، رییس‌جمهور پیشین افغانستان، در واکنش به اظهارات کایا کالاس، نماینده اعلای اتحادیه اروپا در امور سیاست خارجی و امنیتی، مبنی بر حق پاکستان برای دفاع از خود و شهروندانش بر اساس قوانین بین‌المللی، گفته است که وضعیت کنونی و چالش‌های امنیتی پاکستان، نتیجه سیاست‌های آن کشور در پشتیبانی از «افراط‌گرایی و استفاده از آن به‌عنوان ابزار سیاست خارجی برای تحقق اهداف خصمانه علیه افغانستان» طی چهار دهه گذشته است.

‏او با اشاره به روابط «صمیمانه و دوستانه» و تعامل «مثبت و سازنده» افغانستان با کشورها و نهادهای اروپایی با پیشینه یک قرن، ابراز امیدواری کرده که خانم کالاس با درنظرگرفتن «واقعیت‌های عینی» و این‌که افغانستان و مردم آن قربانی تروریزم برخاسته از پاکستان بوده‌اند، به عوامل اصلی و ریشه‌های بحران جاری در منطقه توجه کند؛ بحرانی که به گفته او، موجب تلفات گسترده انسانی و ویرانی تاسیسات عامه در افغانستان شده است.

‏کرزی همچنین افزوده است که مردم افغانستان ضمن قدردانی از همکاری‌های دوامدار کشورهای اروپایی و نهادهای بین‌المللی، خواهان تحکیم و گسترش هرچه بیش‌تر روابط دوستانه با اروپا هستند.

‏پیشتر، کایا کالاس در یک نشست خبری مشترک با اسحاق دار، وزیر امور خارجه و معاون نخست‌وزیر پاکستان، در اسلام‌آباد تاکید کرده بود که پاکستان حق دارد مطابق با قوانین بین‌المللی از خود و شهروندانش دفاع کند.

🖌️: ‏دین ‌محمد حنیف، وزیر اقتصاد، در دیدار با رابرت انزیکوا، رئیس حمایوی و سرپرست شورای پناهندگان ناروی، درباره رسیدگی به مشکلات بیجاشدگان داخلی، وضعیت کنونی برنامه‌ها، کمک‌های عاجل و اضطراری به نیازمندان، و چالش‌ها و نیازمندی‌های موجود گفتگو کرد.

🖌️: ‏د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وايي، چې نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د سخت توپان، ږلۍ او تېز باران له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

‏د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې د ښکلا او اقراء په نوم راډیوګانو پايي، سولرونه او ځینې نور اړین توکي هم زیانمن شوي دي او پر دې سربېره ګڼې کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو ته هم زیان اوښتی.

🖌️: ‏رضایی: از دیدگاه ایران لبنان در توافق نهایی با آمریکا باید مورد توجه قرار بگیرد.

‏سخنگوی کمیسیون امنیت ملی و سیاست خارجی مجلس ایران گفت که دیدگاه وزارت امور خارجه این کشور مورد توجه قرار گرفتن لبنان در توافق نهایی است چرا که لبنان بخش جدایی ناپذیر آتش‌بس است.

🖌️: ‏شمار جان‌باختگان بر اثر حملات اسرائیل به لبنان از دوم مارس تاکنون، 35 نفر افزایش یافته و به 3 هزار و 468 تن رسید.

🖌️: ‏الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی چې بحرین خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران او عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي.

‏راپور کې امنیتي وضعیت د دغې پرېکړې لامل ښودل شوی دی.

🖌️: ‏د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د حکومت ضد لاریونونه تاوتریخوالي ته اوښتي او معترضینو د ځینو حکومتي چارواکو کورونو ته اور اچولی دی. راپورونه زیاتوي، دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې حکومت د یوه لوکس سیاحتي ریزورټ د جوړولو لپاره د خوندي ځمکو د پلور اجازه ورکړه.

🖌️: ‏د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لبنان په اړه د اسراییلو د پوځي اقداماتو له امله د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې سخت غوسه شوی او نوموړي ته یې ویلي دي "ته بالکل لېونی یې که زه نه وای، ته به اوس په زندان کې وې. زه دې ژغورم اوس ټول خلک له تا کرکه کوي. د همدې کارونو له امله ټول له اسراییلو کرکه کوي."

‏په راپورونو کې راغلي، چې ټرمپ د اسراییلو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییلو اقدامات به په سیمه کې د امریکا روانې ډیپلوماټیکې هڅې له خطر سره مخ کړي.

🖌️: ‏د روسیې مشهور مسلمان لوبغاړی خبیب نورماګومیدوف د خپل حج د تجربې په بیانولو سره ویلي: "هر ځل چې کعبه وینم، داسې احساس کوم لکه دا چې لومړی ځل وي."

‏نوموړي د کعبې شریفې لیدل یو ځانګړی او ژور روحاني احساس بللی دی.

🖌️: ‏د لبنان حکومت اعلان کړی: د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ لنډمهالی اوربند ټینګ شوی، چې موخه یې د کړکېچ کمول او د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی؛ خو دا هوکړه د جګړې د پای ته رسېدو معنا نه‌لري.

🖌️: ‏د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ مرکز، رییس رستم حبیبولین وړاندیز کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دې د ویزې شرط لغوه شي، څو د سوداګرو او پانګه‌والو تګ راتګ اسانه شي.

‏هغه ویلي، د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او تخنیکي همکارۍ پراخې شوي او روسي شرکتونه دا مهال د افغانستان د نفتو، انرژۍ او کانونو په برخو کې فعالیت لري.

‏د راپورونو له مخې، دواړو لورو د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه هم لاسلیک کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې د روسي جوړو شویو چورلکو او وسایطو د ترمیم او تخنیکي ملاتړ چارې ترسره کېږي.

🖌️: د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې اور لګېدلی دی.

‏د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اور لمبې په ډېرې چټکۍ سره خپرې شوي او له ۲۰۰ زیات د استوګنې کورونه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي. د پېښې له ځایه خپاره شوي تصویرونه د جاکارتا د مرکزي بازار له سیمې  د لوګي پورته کېدل او تېزې لمبې ښيي.

🖌️: ‏هندي رسنیو راپور ورکړی، ټاکل شوې د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربتوب د روان کال په سپټمبر میاشت کې د شل‌اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.

‏دغه لوبې د هند نوې ډیلي کې کیږي.

‏د افغانستان او هند کرېکټ بورډ ادارو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. دواړو لوبډلو له دې مخکې یوازې یو ځل د هند په کوربتوب د شل اوریزو لوبلړۍ کړې ده. ها خوا افغان لوبډله اوس په هند کې ده او د دواړو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره چمتووالی کوي.

🖌️: ‏د روانې جون میاشتې له ۴ تر ۶مې به د اوزبېکستان په ترمز ښار کې د «ترمز ډایلاګ» دویمه غونډه د «سوله، نښلونه او پاېښت؛ د ګډې هوساینې بنسټ جوړول» تر سرلیک لاندې جوړه شي.

‏په دغه غونډه کې به د افغانستان، منځنۍ او سویلي اسیا، اروپا او نورو سیمو د حکومتونو، نړۍوالو سازمانونو او څېړنیزو بنسټونو استازي ګډون وکړي او د سیمه‌ییز اتصال، امنیت، اقلیمي بدلون او له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا به خبرې وکړي.

‏په پاکستان کې د اوزبېکستان سفارت هم دا معلومات پر خپله وېبپاڼه خپاره کړي دي.

🖌️: ‏اوکراین کې د روسیې په پراخو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.

‏دغه بریدونه د کییف، خارکیف او ډنیپرو په ګډون پر څو لویو ښارونو شوي دي.

‏د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بریدونه داسې مهال شوي چې له څو ورځو راهیسې د مسکو د احتمالي لوی برید په اړه خبرداری ورکول کېده.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، ښایي واشنګټن او تهران راتلونکې اوونۍ د اوربند پر غځولو او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو هوکړه وکړي.

‏ټرمپ له ای‌بي‌سي نیوز سره خبرو کې ویلي چې په دې برخه کې یوه ستونزه رامنځته شوې وه، خو په خبره یې، دا ستونزه حل شوې او خبرې لا هم روانې دي.

‏هغه زیاته کړې چې له ایران سره د سولې احتمالي هوکړه ښایي له پوځي بریا هم غوره وي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ترینګلتیاو له امله دې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي.

🖌️: ‏افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ وایي، اسلام‌اباد کې یې افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي دي.

‏د یو شیاویونګ په خبره، په دې کتنه کې یې د چین په کوربتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورمچي د مذاکراتو په اړه رغنده خبرې کړې دي.