د حماس غورځنګ مشرانو تل ویلی زمونژ د بچیانو، اولاد ونو وینه د غزی د خلکو له وینی قیمتی نده

مۍ 7, 2026 - 16:27
 0  3
د حماس غورځنګ مشرانو تل ویلی زمونژ د بچیانو، اولاد ونو وینه د غزی د خلکو له وینی قیمتی نده

ځینو ص.هیونستي پلوه عربي رسنیو هڅه کوله، نړۍ ته دا وښيي، چې د ح.ماس غورخنگ مشرانو زامن په ماڼیو، هوساینې او نعمتونو کې ژوند کوي، او پلرونه یې د جګړې لامل دي. خو حقیقت بیا بیا ثابته کړې چې داسې نه ده.

د حماس غورځنګ مشرانو تل ویلی زمونژ د بچیانو، اولاد ونو وینه د غ.. زی د خلکو له وینی قیمتی نده .

 پرون چهارشنبه د غزې په ختیځ حی الدرج کلی کې اس. رائیلي الوتکو په برید کې د حماس غورخنگ اوسنی مشر خلیل الحیه خلورم زوی عزام الحیه سخت تپی حالت روسته په ش. هادت ورسیدو . تر دې وړاندې یې هم درې وروڼه د اس. رائیلي بریدونو له امله په غزه او دوحه کې ش هیدان شوي وو.

د هغه ورور حمزه په ۲۰۰۸ کال کې د غ.زې پر تړانګه د اسرائیلي بمب.ارۍ له امله ش.هید شو. همدارنګه اسامه په ۲۰۱۴ کال کې پر غ زې د اس رائیلي بریدونو پر مهال ش هید شو، او بل ورور یې همام هم په ۲۰۲۵ کال کې پر دوحې د برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بی له شکه د دوی شعار «د الله په لار کې مرګ زموږ تر ټولو ستر ارمان دی» یوازې د احساساتو پر مهال ویل کېدونکې جمله نه وه، بلکې داسې ژوره عقیده وه چې په زړونو کې یې ځای نیولی و. همدې عقیدې داسې نسل وروزاوه چې قرباني یې ویاړ، ټینګ درېدل یې ایمان، او ش هادت یې ژوند ګاڼه، نه مرګ.

له همدې امله یې خپل زامن، وروڼه او د زړه ټوټې په داسې ټینګ عزم قربان کړل چې هېڅ سختۍ یې نه شوای لړزولای. داسې ښکارېدل لکه زړونه یې له ډبرې جوړ وي؛ نه مصیبتونه پرې اغېز کولای شول او نه وینې د هغوی اراده کمزورې کولای شوه. ځکه هغوی باوري وو چې د الله لاره یوازې په صبر، استقامت او قربانۍ هواریږي، او هغه څه چې له الله سره دي، تر هر څه غوره او تلپاتې دي.

غزه داسې ځای دی چې که حاجیان هم په پلي ډول د انسانانو اوږده کړۍ جوړه کړي، ور رسېدای شي. خو اوس د ژوند له سختو ستونزو سره مخ ده. داسې ښکاري لکه طبیعي افتونه او ص.هیونیستان یو ځای شوي وي، او د خلکو په وژلو او ځورولو کې هېڅ رحم نه کوي.

له بریدونو او د اوربند له ماتولو نیولې، تر سیلابونو او د موږکانو او ملخانو په څېر د جونده‌ګانو تر خپرېدو پورې، د خیمو لاندې ژوند د دې مبارزو خلکو لپاره لا ډېر سخت شوی دی. داسې ازموینو سره مخ شوي چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، او دا هر څه د مسلمانانو د کمزورۍ او بې‌وسۍ په وخت کې تېرېږي، څو موږ د دنیا او آخرت پر وړاندې شرمنده یو