ډارک سائکالوجي

مارچ 24, 2026 - 15:13
 0  20
ډارک سائکالوجي

د نفسياتو يوه برخه ډارک سائکالوجي ده - پۀ دې کښې ماهر خلک د بل انسان پۀ قوت فېصله اثر انداز کيږي - پۀ دې نفسياتو کښې دوه مهمې نظرئې دي او دواړه پۀ وېره يا لالچ ولاړې وي -

يوه د داخلي تضاد نظريه ده - پۀ دې کښې ماهر انسان د بل د فېصلې مرکز پۀ وېره يا لالچ بالکل مفلوج کړي - لکه عاملان ، کوډګران او پېران وغېره سل پۀ سله د وېرې کاروبار کوي او د‌  انسان د فېصلې مرکز پۀ خپل لاس کښې کړي - چې هغه ورته بيا څۀ وائي نو دوی ئې پۀ پټو سترګو مني -

يا لکه يو ډاکټر د مريض حالت يا ټسټونه اوګوري او ورته اووائي چې ډېر لېټ شوې - د دې خبرې سره د مريض د فېصلې مرکز ګډ وډ شي او د فېصلې قوت مفلوج شي - بيا ورته ډاکټر اووائي اوس به دې پرې ډېر پېسې لګي - دلته مريض د وېرې نه هر څۀ ته تيار شي او د ډاکټر  هره فېصله ورته منظوره وي -

دغسې د لالچ پۀ برخه کښې د انلائن کمپنو سکيمونه ،  د پېسې ډبل کولو منصوبې او نور ډېر قسمه شارټ کټ مالي لالچونه د انسان قوت فېصله هائي جېک کړي او کندې ته ولويږي -

بله نظريه د لاشعوري ذهن نظريه ده - دا هم پۀ دغه دوه مفکورو ولاړه ده - خو د دې ماهران زياتره نوي ځوانان يا نوي پېغلې ټارګټ کوي - ځکه‌ چې د کم عمره خلکو لاشعوري ذهن د شعوري ذهن پۀ نسبت ډېر پوخ وي - او د ژوند هېڅ تجربه نۀ لري نو ډېر زر پرې اثر کيږي -

د دې ماهر خلک د بل انسان مزغو ته هغه خبرې رامخکښې کړي کومې چې پۀ څۀ نه څۀ شکل د هغه پۀ لاشعور کښې پرتې وي - پۀ دې عمل کښې ځوانان د جنت او حورو پۀ لالچ کښې خود کش شي , يا د ګلېمر او دولت پۀ لالچ نشۍ ، ډکېت يا قاتلان شي او پېغلې د خيالي شنو باغونو پۀ لالچ کښې د چا سره د کوره وتښتي او خپل ژوند برباد کړي  -

د ډارک سائکالوجي نه د بچ کېدو اسانه لار دا ده چې پۀ تندۍ کښې به هېڅ فېصله نۀ کوې چې د فېصلې مرکز دې نۀ هائي جېک کيږې - د هغې ماحول د اثر نه به را اوځې خپلو مزغو له به وخت ورکړې - بار بار به پرې سوچ وکړې - د‌ نزدې باوري ملګرو يا مشرانو سره به مشوره وکړې او بیا به فېصله کوې -