انيس څوک وو ؟
غلام محي الدین "انیس"د غلام نقشبند زوی او د غزني د مقر ولسوالۍ د اندړو سیمې هستوګن و،ولې انیس د خپل ټاټوبي پرځای په مصر کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې؛ ځکه د ده نیکه د سترګو د ناروغیو ډاکټر و، چې د امیر عبدالرحمن خان لخوا له افغانستان د نورو وګړيو په څېر وطن پرېښودلو ته اړ شو.
او مصر ته لاړ،د ډاکټري پر ځای یې تجارت او سوداګري پیل کړه.د انیس پلار غلام نقشبند اول د افغاني حجاجو لارښود و، بیا یې د خپل پلار غوندې په سوداګري لاس پورې کړ.
انیس په مصر کې وزېږېده،د خپل پلار تر سیوري لاندې یې زده کړو ته ملا وتړله، متداولې زده کړې او تحصیلات یې وکړل.
د سید جمال الدین افغان د شاګرد او ځانګړي ملګري شیخ محمد عبده (چې د مصر مفتي او د الازهر شیخ و) له مجلسونو څخه یې فیض ترلاسه کاوه. نوموړی له ازادي غوښتونکو او د ښکیلاکګرو پر ضد له مبارزه کوونکو سره اشنا شو له هغو اشخاصو سره یې نږدې اړیکې پيدا کړې.
د انيس، د هغه مبارزي او نور فعاليت په هكله نور مالومات هم شته خو ز مونږ ځېني هیواد وال اوس هم لګیا دي سره د تعصب ښکنځل او توهین کوي.
ښه خبره دا ده چې خپل د هیواد پوهان او مخور مبارزین سره سره معرفت حاصل او بحثونه مو علمي او تاریخي بڼه ولري.