حکمتیار: د نيويارك انتخابات؛ د ټرامپ پر مخ كلكه څپېړه
د امريكا په ستر او مهم ښار نيويارك كي؛ د ښاروالۍ په انتخاباتو كي؛ د يوه مسلمان نوماند؛ زهران ممداني بريا؛ نه يوازي يوه مهمه تاريخي پېښه ده؛ بلكي د ټرامپ او د ده جمهوري غوښتونكي گوند پر مخ كلكه څپېړه ده؛ د ممداني بريا د ټرامپ له غلطو سياستونو سره د امريكايانو د مخالفت څرگنده نښه ده؛ ممداني په خپل انتخاباتي كمپاين كي ويل: كه انتخابات وگټي نو نتنياهو به هغه مهال ونيسي او بندي كړي چي نيويارك ته راشي؛ خلكو دغه شعار ته رأى وركړې؛ او خپل مخالفت ئې د ټرامپ له سياستونو سره څرگند كړى.
په دوو نورو نوماندانو كي يو آزاد كانديد وو چي نژدې 41% رأى ئې تر لاسه كړې او بل ئې د ټرمپ د گوند غړى وو چي رأى ئې 7% وې؛ له دې معلومېږي چي جمهوري غوښتونكي گوند څومره خپل ولسي حمايت له لاسه وركړى؛ او په راتلونكو انتخاباتو كي به له كوم برخليك سره مخ كېږي.
په ټول يقين سره ويلى شو چي د دې ماتي ستره وجه د نتنياهو له جناياتو د ټرمپ بې دريغه حمايتونه دي؛ يقيناً چي د غزې د تاريخي او بې ساري مقاومت اغېزې به په پر له پسې توگه راڅرگندېږي؛ ممكنه نه ده چي اسرائيل او حاميان ئې له الهي انتقام وژغورل شي؛ كه دا په غرب كي دي كه اسلامي نړۍ كي.