له روسانو سره د پوځي - تخنيکي تړون پايلې؛ دناکامو تجربو تکرار !

جوونی 7, 2026 - 16:53
 0  15
له روسانو سره د پوځي - تخنيکي تړون پايلې؛ دناکامو تجربو تکرار !

د مې په ۲۷مه نېټه په ماسکو کې د ملا محمد يعقوب مجاهد او د روسيې د امنيت شوری منشي ( سرګي شويګو) ترمنځ د نظامي - تخنيکي همکاريو تړون لاسليک شو . که څه هم د تړون مضمرات لا تر اوسه نه دي افشأ شوي  ؛ خو ملا محمد يعقوب مجاهد وويل چې دا يو پوځي - تخنيکي تړون دی چې موخه يې افغانستان کې د روسي الوتکو ، څرخيو ، شوبلو او نورو تجهيزاتو ترميم او تخنيکي همکاري ده .

د افغانستان دفاع وزير کابل ته په راستنېدو سره زياته کړه چې : « نور به د افغانستان پر هوايي حريم څوک د بريد جرئت و نه  کړي.... » د نوموړي دا خبره ښيي چې په تړون کې د پرمخ تلليو رادارونو او هوايي دفاعي وسلو تر لاسه کول هم شامل دي .

طالبان په داسې مهال له ماسکو سره دا ډول تړون لاسلیک کوي

 چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په کم ساري ډول تاو تريخوالی زيات شوی او د افغانستان فضا د بهرنيو الوتکو په وړاندې هيڅ ډول مصئونيت نه لري !!

د ملا محمد يعقوب مجا..هد له خبرو معلومېږي چې دوی ددې تړون پايلې مثبتې ارزوي او ګمان کوي چې روسۍ وسلې به يې امنيت خوندي کړي ، او له روسانو سره د تخنيکي - نظامي همکاري تړون به يې هيڅ ډول ستونزې ونه زېږوي !! دوی په داسې حال کې ددې تړون پايلو ته اُميدوار دي چې روسان د بل هرګاونډي په نسبت خطرناک دښمنان دي!! دوی نه په تړونونو باور لري ، او نه په اخلاص چاته لاس ورکوي!! نه يوازې چاته لاس نه ورکوي ، لاچې تر تړون لاندې يې پښې هم وهي ! روسانو آبل پرون د منځنۍ آسيا ټول هېوادونه د تخنيکي ، نظامي ، سياسي او فرهنګي همکاريو تر عنوان لاندې ووهل ؛ د خپلو لاسپوڅو له لارې يې هغوی ته غوړې غوړې وعدې ورکړې ؛ خو کله چې يې د شوروي امپراتورۍ سلطه پکې ټينګه کړه ؛ بيا يې همغه لاسپوڅي هم ووژل چې د روسانو لپاره يې لابيګري کوله او د منځنۍ آسيا وګړي يې د روښانه ، متمدنې او پرمخ تللې آيندې په انتظار تېر ايستلي وو !! نه يې منځنۍ آسيا ته تمدن ور ووړ ، نه يې د انکشاف لارې ورته پرانيستلې او نه يې ورسره رنګينې وعدې عملي کړې !! په دې سربېره روسانو په قزاقستان کې لسګونه اُتمي چاودنې تمرين کړې چې په پايله کې يې ترلسو لکو زيات مسلمانان په ډول ډول ناروغيو اخته شول!!

دوی د افغانستان يوه ستراتېژيکه سيمه( پنجده ) هم  هغه مهال لاندې کړه چې له امير عبدالرحمن خان سره يې ظاهراً دوستي پاللــه ، او عبدالرحمن خان په تاشکند کې له دوولس کاله ميشتېدو وروسته افغانستان په خپله ولکه کې راوستی ؤ !! روسانو په پنجده سربېره د نورستان ولايت اشغال ته هم تياری نيولی ؤ ؛ که عبدالرحمن خان پرې وار نه وای ړومبی کړی ؛ اوس به نورستان  هم د پنجده په څېر د روسانو تر راج لاندې ؤ .

تر عبدالرحمن خان راوروسته د افغانستان هر واکمن له روسانو سره د دوستۍ مزی غځولی ؛ هيله من وو چې د انګرېزانو په وړاندې به يې ملا وتړي ؛ خو روسانو يې نه يوازې ملا ونه تړله ؛ لا چې د شا لخوا يې په خنجر هم ووهل ؛ ځکه خو هر افغان واکمن ترې نهيلی شو او له ناکامه يې غربيانو ته مخ واړاؤ !! عبدالرحمن خان چې کله د روسانو له مرموزو دښمنيو پکو شو ؛ بېرته يې په همغو انګرېزانو تکيه وکړه چې په وار وار يې  افغانستان ته جګړې راوړې وې !!  هغه د وسلو د ايجاد فابريکو ته انګرېزي تخنيک کاران راوستل ؛ وسلې يې پرې جوړې کړې ؛ خو پر روسانو يې ښه ونه شوه !!

په ۱۹۲۱ م کال امان الله خان له روسانو سره د ستراتېژيکو همکاريو تړون لاسليک کړ ؛ خو د ګټې په پرتله يې تاوان ډېر ؤ !! که څه هم د روسانو لخوا افغانستان په رسميت و پېژندل شو ؛ په اقتصادي لحاظ د افغانستان او شوروي ترمنځ تر يو بريده راکړې ورکړې ته لاره خلاصه شوه ؛ خو روسانو له همغه تړون نه په استفادې سره له يوې خوا افغانستان کې پراخ نفوذ ته لاره هواره کړه ، له بلې خوا يې غربي هېوادونه د افغانانو په مقابل کې حساس کړل !!

د ظاهرشاه په واکمنۍ او داوود خان د صدارت په مهال افغانستان د مليونونو ډالرو په قېمت له شورويانو شوبلې ، الوتکې او نورې ثقيلې وسلې و پېرلې ؛ افغانستان په نسبي ډول په درندو وسلو سنبال شو ؛ خو کله چې د شوروي اتحاد پوځي اکاډميو ته افغان افسران واستول شول ؛ له آخوا يې کمونيزم له ځانونو سره راووړ او له شورويانو تر لاسه شوې وسلې يې د داوودخان  او افغان ملت په خلاف استعمال کړې !! همغو افسرانو چې داوود پرې باور کړی وو ،او د ثقيلو وسلو د زده کړې لپاره يې ماسکو ته استولي وو ، افغانستان ته داسې بحران راووړ چې تر نيمې پېړۍ وروسته يې لا هم د اختتام څرک نه لیدل کېږي!! که دروسانو دا خبره بابېزه ونه ګڼو چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه ګڼي ؛ نو شونې ده چې پر موږ به نور بحرانونه هم تپي !! که هغوی په تاجکستان کې د خپلو لاسپوڅو پرمټ اسلامي نهضت دړې وړې کړ ؛ نو پر موږ به هم ځکه صرفه نه کوي چې دلته يې کمونيست لاسپوڅي لا هم فعال دي ؛ هم په نظام کې نفوذ لري ، او هم د رسنيو له لارې د ملت د اغفال لپاره په پراخه کچه کار کوي !! که روسي تخنيک کاران دلته د تخنيکي همکارۍ په عنوان راځي ؛ نو زيات ترکيز به يې په دې وي چې افغان کمونيستان ورسره يو ځای کړي او د فني افرادو په توګه يې پر طالبانو ومني !! دوی به هرو مرو د روسانو ګټې خوندي ساتي او د راتلونکو بحرانونو لپاره به د ريزرف ځواک په توګه برچپک ولاړ وي !! زموږ ستره ستونزه داده چې طالب مخلص دی ؛ خو د اسلام او هېواد بنيادي دښمنان نه پېژني!! د طالب اراده پاکه ده ؛ خو د قبلې په ځای يې ترکستان ته مخه کړې !!

طالب غنيمت دی ؛ خو تعمق نه شي کارولی!! ځکه خو يې په کمين ناست دښمنان له سادګۍ نه اعظمي ګټه اخيستلی شي !!

څاروان روان شو ترکستان ته د کعبې په ګُمان

حسرت په حال يې د لار ورکې قافلې راځي .