ایران په سیمه کي یوازي امریکایي اهداف نه په نښه کوي بلکي د جگړي لمن پراخوي
که د شیعه وو (ایرانیانو) او عربانو د اختلاف پوښتنه څوک لري؛ نو هغوی ته وایم چي ایران تر اوسه هم عملاً په همدې باور دئ چي: "جنگ قادسیه هنوز هم ادامه دارد!"
دوی له عربانو سره نه پخلا کېدونکې دښمني کوي؛ زما د خوښي مضمون تاریخ دئ؛ زه په دې اړه کافي مطالعه لرم؛ د اسلامي نړۍ له سړې جگړي نیولې بیا تر نیابتي جگړو پوري ئې د ټولو اساس ایران (اخوندي رژیم) ایښی دئ. دا دعوه د احساساتو پر اساس نه کوم بلکي تاریخي حقایق همدا دي.
د سعودي واکمنانو او صدام پر ضد د دوی له لومړني راډیو شټېشن له جوړولو نیولې بیا د خمیني تر تکفیري فتواوو پوري؛ دلته یو مصیبت دا دئ چي هغه کسان چي خمیني، خامنه اي او خاتمي به نه سره پېژني؛ بیا به هم ځان د سیمي د سیاسي شنونکو د اوږده کتار په سر کي حسابوي. نه به ئې د ایران تاریخ لوستی وي، نه به د هغه د سیاست د بدلونونو په اړه څه معلومات لري؛ خو په ډاډه لهجه به ئې په اړه وروستۍ پرېکړې کوي. تبصره به ئې له دروغو پیل کېږي، په احساساتو یا ښکنځلو به دوام پیدا کوي او کله چې د دلیل خزانه تشه سي نو پر تکفیر او د خیانت پر تورونو به خپلو دعوو ته د پای ټکی ږدي. د بحث پر ځای به احساسات خرڅوي، د استدلال پر ځای به شعارونه زمزمه کوي او هر څوک چي ورسره موافق نه وي، یا به ئې جاهل بولي، یا به ئې اجیر مزدور او یا به ئې له دینه وتلی اعلانوي.
ما وړاندي اشاره وکړه: څوک چي د اسلامي نړۍ له سړې جگړي، وروسته تر نیابتي او بالاخر کورنیو جگړو له تاریخه بې خبر وي؛ د سني - شیعه په اختلافاتو کي یوازي له جنون نه کار اخلي؛ له داسي کسانو سره بحث هیڅ معنیٰ نه لري؛ دوی پایلو ته رسېدلي وي؛ فقط تاسي تر خپلو سرو کرښو پوري بیایي او بیا مو له هغه ځایه سپک راستنوي...
تېره ورځ به مو د احمد الشرع څرگند او واضح موقف اورېدلی وي چي لبنان ته ئې د ځواکونو له لېږلو او د یوه جنگي مخاذ پرانیستلو سره مخالفت اعلان کړ او ویې ویل: موږ لبنان ته نه داخلېږو او غواړو لبنان امن سي. تر دې واضح بیان وروسته د لبنان د شیعي مقاومت مشر په ډېره حیرانتیا د ده موقف وستایه او مننه ئې وکړه؛ په داسي حال کي چي داسي تمه ئې نه ترې لرله؛ حتماً به ئې په سوریه کي خپل شنیع او منفي کردار سترگو ته ودرېدلی وي...
موږ اوس هم په ډېر اعتدال سره وایو چي پر ایران د شریرو شیطاني قوتونو بریدونه ناروا ظلم دئ، غندو ئې او تر څنگ ئې ولاړ یو. بلخوا دا اعتراف هم کوو چي په دې جرائمو کي چي بنیاد ئې ایران ایښی اوس عرب واکمنان ښه سم شامل دي؛ که ابن باز نیولې بیا ئې تر واکمنانو ټول خلیج ته د امریکایانو د راوستلو او مستقر کولو په گناه کي شامل دي؛ د دې رزالت بنیاد بیا صدام حسین کېښود.
اما له دې حقیقت نه هم انکار نه کوو چي ایران په سیمه کي یوازي امریکایي اهداف نه په نښه کوي بلکي د جگړي لمن پراخوي؛ موږ د یمن د باغي حوثیانو لخوا پر ملعون قام د څو خنثاء میزایلونو په توغولو سره هغوی ته جواز نسو ورکولی؛ همدا اوس دوی په یمن کي د اهل سنت پر ضد هغه کړني کوي چي د توجیه وړ نه دي؛ د سعودي او یمني واکمنانو سزا یمني ولس ته ورکوي. همدا وضعیت د لبنان د تخریبي شیعي تنظیم دئ؛ آیا همدوی تېر ځل تسلیم نسول؛ دا خو ملعون قام وو چي بیا ئې جگړي ته اړ کړل؟!
خلاصه: دا یوه حساسه او د اسلامي امت کورنۍ ستونزه ده؛ زه په دې باور یم چي همدا لاینحل ستونزه هم ده؛ دا وخت د داسي ستونزو د مطرح کولو نه دئ خو دا چي دوی شرم نه لري او اوس هم آن هغه کسان هم توهین کوي چي د دوی ټول وحشتونه ئې نظر اندازه کړي دي؛ دلته نو بیا دوی له اسلامي امت نه د خواخوږۍ تمه نسي لرلی؛ همداسي رټلي او عاق ښه دي