له نړۍ والي ټولني سره تعامل؛ څنگه؟!
ځیني جذباتیان دا توری په تسلیمۍ تعریفوي؛ خو موږ گورو چي احمد الشرع نه تسلیم سوی او نه ټیټ سوی؛ نه ئې عجز او زارۍ کړي او نه ئې دروغجن فاتحانه شعارونه زمزمه کړي دي.
سوریې له خپلو گټو سره مناسب موقف غوره کړی؛ هره ستونزه چي د نړئوالي ټولني یا رقیبانو له خوا ورته جوړه سوې عجیبه ئې په پرده کي حل کړېده؛ مثلاً د بهرنیو جنگیالیو د ساتلو تور؟! څه سو؛ سوریې څه وکړه چي دا بهتان ئې له نړئوالي ټولني هېر کړ په داسي حال کي چي هیڅوک ئې په اجباري توگه له خپل هېواده نه دي شړلي...
بل دا چي احمد الشرع د امریکايي ولسمشر غوښتني (لبنان ته سوري فوځ لېږل) ته په ډېر صراحت سره منفي ځواب وايې خو بیا هم ټرمي داسي برخورد ورسره کوي لکه هیڅ چي نه وي سوي؛ بلې هو! هغه ټرمپ چي له ناټو څخه خپلي گيلې او پر هغوی په نیوکو کي ذره برابر د شرم احساس نه کوي! دا کومه گیدړسنگي ورسره ده؟!!
ترکیه په سوریه کي نظامي اډې جوړوي، د سوري فوځ روزنه او ملاتړ کوي، په گډه د هرزرلستان اقتصادي راهدارۍ چلنج کوي په داسي حال کي چي هرزلستان بار بار احتجاج کړی دئ؛ خو امریکا سر نه پرې گروي؛ ولي؟! احمد الشرع څنگه ډیپلوماسي مخته وړي؟! دا جدي پوښتنه ده او هم د زدکړي ځای.
لنډه دا چي سوریه نه تر خپلو گټو تېرېږي، نه داخلي مخالفینو ته په داسي حال کي چي هم مسلح او قوي دي او هم ئې د نړۍ ستر شیطانان تر شا ولاړ دي د اور بلولو وخت ورکوي، نه بهرني جنگیالي (د دوی محسنین) شړي، نه له نړئوالي ټولني بېليږي بلکي لا شنه سگنالونه ورته بلېږي!
آیا احمد الشرع د ستایلو نه دئ؟!!
زموږ لاس تور سپي څټلی او لا ئې هم په څټلو لگیا دئ.
په هر صورت ویډیو کي ټرمپ څه وايي؟!
خبریال: ایا سوریه به د ترهگرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وباسئ؟!
ټرمپ: زما په اند؛ هو! همداسي به وکړم. بلې هو! ولي به ئې ونه باسم؟! ده ډېر ښه کار کړی دئ