مهم ترین های امروز چهارشنبه
🖌️: د افغانستان بانک اعلام کرده است که وارد کردن ارزهای کشورهای منطقه به افغانستان ممنوع است و از بازرگانان، صرافان، شرکتهای ترانسپورتی و مسافران خواسته تا از انجام این کار خودداری کنند.
این بانک همچنین از شهروندان خواسته است در معاملات روزمره از پول افغانی استفاده کنند.
🖌️: د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د یاد وزارت د رهبرۍ په غونډه کې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت پر لا ټینګښت او د ولس د باور د پیاوړتیا لپاره د پولیسو پر جدي هڅو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي، ټول امنیتي ځواکونه باید د خلکو د ریښتیني خدمت له لارې له ولس سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي، څو د ولس او امنیتي بنسټونو په همغږۍ ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
حقاني همداراز د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون د عملي کېدو او د محرم الحرام میاشتې پر مهال د امنیتي تدابیرو د نیولو پر اړتیا ټینګار کړی.
🖌️: د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز لیکلي، د افغانستان–منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو د ګډې غونډ په دوېیمه برخه کې د «سیمهییز ثبات، نښلون او اقتصادي همکاري» تر سرلیک لاندې څېړنیز بحث و شو.
په دې پینلي بحث کې د افغانستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، تاجېکستان، قزاقستان او قرغیزستان څېړونکو او متخصصینو ګډون کړی و.
د مرکز په وینا، دا بحثونه به د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او عملي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
🖌️: د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته تایید کړه چې تر دې وروسته د پاکستان لاس یا د افغانستان خلاف لاس موټرو ته په هیڅ ډول پلیټ نه ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه چې تر دې مخکې هم چې کومو خلاف لاس موټرو ته په کابل کې د ګرځېدو اجازه ورکړ شوې، هغوی به هم له کابله وباسي.
🖌️: د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي، د یاد شرکت مسوولینو دغې کتنه کې ویلي چې د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوې چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
🖌️: د امریکا متحده ایالاتو په ټیکزاس کې یوه کوچنۍ الوتکه رانسکوره شوې.
د امریکايي رسنیو راپورونو پر بنسټ په ټیکزاس کې یوه کوچنۍ الوتکه رانسکورېدو وروسته اور اخېستی چې له امله یې ۱ تن ژوند بایللی دی.
د راپورونو له مخې مرستندویان او لارویان په چټکۍ د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
🖌️: خبرگزاری رویترز گزارش داده است که دستکم چهار نفر در پی حملههای هوایی اسراییل به جنوب لبنان کشته و چندین تن دیگر زخمی شدهاند.
این حملهها در حالی انجام شده که با وجود کاهش درگیریها پس از اعلام توافق موقت میان ایران و ایالات متحده، تنشها میان اسراییل و حزبالله لبنان همچنان ادامه دارد.
🖌️: امریکايي لیکوال او رسنیز فعال، جرمي سکېهل له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، وروسته له هغې چې د ټرمپ ادارې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه د عمان رول کمزوری کړ او پاکستان هم د تهران د باور وړ پایلې ورنه کړې، ایران د منځګړیتوب لپاره قطر ته مخه کړه.
د هغه په وینا، ایران باور درلود چې قطر د غزې د اوربند په خبرو کې د خپل رول له امله د ټرمپ پر ادارې او شخصاً پر ټرمپ ډېر اغېز لري.
🖌️: امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې فدرالي څارنوالانو د رحمانالله لکڼوال پر وړاندې د وژنو او وسلو کارولو په ګډون نوي تورونه ثبت کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا عدلیې وزارت اوس ارزوي چې ایا د هغه پر ضد د اعدام سزا وغواړي که نه.
لکڼوال د واشنګټن ډي سي په یوه پېښه کې د ملي ګارد د یوې غړې د وژنې او د بلې د ټپي کولو په تور محاکمه کېږي، خو هغه پر ټولو تورونو کې خپله بېګناهي څرګنده کړې ده.
🖌️: شوکت میرضیایف، رییس جمهور اوزبیکستان در مراسم افتتاحیه رسمی پنجمین فورم بین المللی تاشکند میگوید که برای دست یابی به آب های جنوبی روی کریدور ترانس- افغان به شدت کار می کنند.
آقای میرضایف در این برنامه پافشاری کرد که با این عملکرد به شبکه ترانسپورتی که آسیا و اروپا را با هم وصل میکند دست خواهند یافت.
این درحالیست که مراسم افتتاحیه این فورم که با سخنرانی رییس جمهور اوزبیکستان آغاز شد در آن هئیت امارتاسلامی افغانستان نیز اشتراک کرده است.