د شخصیتونو د خپلواکۍ او فکري بلوغ هنداره

جوونی 18, 2026 - 18:23
 0  2
د شخصیتونو د خپلواکۍ او فکري بلوغ هنداره

په هغو ټولنو کې چې لا هم د اشخاصو ارزونه د هغوی د فکر، پوهې او لاسته راوړنو پر ځای د کورنۍ، قوم او یا سیاسي نسبتونو له مخې ترسره کېږي، د فردي هویت مفهوم نیمګړی پاتې وي. بلوغ یوازې د عمر زیاتوالی نه دی؛ بلکې هغه فکري پړاو دی چې انسان پکې د هر فرد خپلواک شخصیت، خپل نظر او خپل مسؤلیت ته درناوی زده کوي.

کله چې یو انسان د علم، تحصیل او تجربې خاوند وي، نو د هغه د افکارو او دریځونو ارزونه باید د ده د خپلو خبرو، استدلال او کړنو پر بنسټ وشي، نه د دې لپاره چې د چا زوی، ورور یا خپلوان دی. ځکه فکر میراث نه دی؛ فکر د مطالعې، تجربې او شخصي درک زېږنده ده. هر بالغ او عاقل انسان د دې حق لري چې خپل مستقل لیدلوری ولري، له نورو سره موافق یا مخالف شي، او د خپلو باورونو مسؤلیت په خپله پر غاړه واخلي.

هغه ټولنه چې تل د اشخاصو نومونه د هغوی د پلرونو او کورنیو تر سیوري لاندې یادوي، په حقیقت کې د شخصیت د خپلواکۍ له ارزښت څخه ناخبره وي. د تمدن او فکري ودې نښه دا ده چې انسانان د خپلو نظریاتو، علمي وړتیاوو او ټولنیزو خدمتونو له مخې وپېژندل شي. که یو څوک د پوهې خاوند وي، نو د هغه خبرې باید د دلیل په تله وتلل شي، نه د نسب او تړاو په ترازو.

افغانستان د داسې فکري بدلون اړتیا لري چې پکې د هر وګړي شخصیت ته د هغه د خپل هویت له زاویې وکتل شي. ځکه د ملتونو پرمختګ هغه وخت پیلېږي چې افراد د نورو د نومونو له سیوري راووځي او د خپلو افکارو، استعدادونو او کړنو په رڼا کې وځلېږي. همدا د ټولنیز بلوغ، فکري عدالت او مدني شعور حقیقي مانا ده.

انسان د خپل فکر استازی وي، نه یوازې د خپل نسب.”