په فيسبوک کې هم خلک د سابقې په لحاظ په څو طبقو وېشل شوي دي

مارچ 14, 2026 - 10:40
 0  31
په فيسبوک کې هم خلک د سابقې په لحاظ په څو طبقو وېشل شوي دي

زما په نظر او په افغاني ټولنه کې تقريباً شپاړس کاله د فيسبوک کارولو د تجربې پر بنسټ په فيسبوک کې هم خلک د سابقې په لحاظ په څو طبقو وېشل شوي دي، ځينې هاغه دي چې تقريباً له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۶ پورې ښه فعاله وو، هاغه مهال د دوی ليکنې، بحثونه يو څه جدي او واقعيت دا دی چې خوندور هم وو، په هغو مسائلو چې بحث کېده ډېر سطحي به نه وو، زه شخصاً د دغې دورې فيسبوک کاروونکو سره يو ځانګړی تړاو لرم، که څه هم په فکري لحاظ مخالف نظرونه مو درلودل، خو اوس هم د دغې دورې فعالان چې وينم فکر کوم د پوهنتون يا د مکتب د دورې ټولګي وال يا هم د يوې دورې محصلين يو، راباندې ښه لګېږي، په فيسبوک کې يې د ليکنو پر مهال لحاظ کوم، که يې مخالفت هم کوم نو په هیڅ صورت د ادب چوکاټ نه ماتوم.

بيا له هغې وروسته دويمه طبقه چې تقريباً تر ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ پورې نوې نوې فعاله شوه، دوی هم نسبتا ښه خلک دي، خو د اولې طبقې فعالان ورسره ډېر د زړه خواله نه شي کولای، يو ډول د مزاج او د ليکنو او د استدلال په طرز او سبک کې يې فرق شته.

ورپسې د ۲۰۲۱ کال څخه وروسته فعال شوي فيسبوک کاروونکي دي چې يو لوی شمېر په کې وچ کلک شهرت غوښتونکي او خوښوونکي دي، په دوی کې اکثريت د دې شهرت په خاطر د هيڅ ډول اصولو او نزاکتونو رعايت نه کوي، د دوی په مزاج د ټيکټاک د چاپېريال اغیز زيات دی، فقط غواړي چې په اصطلاح په فاريو کې واوسي، اګر که په هر قيمت وي، زه شخصاً د دغې درېیمې ډلې فيسبوکيانو سره ګوزاره کوم، په دوی کې خصوصاً دغه د ارزانه شهرت وږي او تږي ډېر بې‌نزاکته او بې شرمه ټايپ خلک دي، اګر که په دوی کې يو شمېر نوي ځوانان هم شته چې په ليکنو، طنزونو او نقدونو او حتی د عکسونو په خپرولو کې يې د کورنۍ تربيې او د شخصیت دروندوالی اوچت معلومېږي، خو متأسفانه دا باتربيه ډله په کې د عدد په لحاظ ډېره کمزورې ده، الله تعالی دې دا وګړي په کې ډېر کړي.

لِذا د اولې مشرانو او د دويمې طبقې سنجيده ليکوالانو څخه مې هيله ده چې د دغې درېیمې ډلې په منځ کې خصوصاً د شهرت طلبو او بازاري مزاجه فيسبوکيانو سره ډېره ګوزاره وکړي، نقدونه يې جدي ونه نيسي، د تغافل او تجاهل په اصل دې ورسره مخکې ځي، ځکه هر نقد د صريح ځواب تقاضا نه کوي، په نقدونو کې ځينې بايد او بايد په إعراض، تغافل او تجاهل سره ځواب شي.

#مشوره

#له_بلې_زاويې