مهم ترین های امروز پنجشنبه
🖌️: منابع محلی در بدخشان میگویند در پی وقوع آتشسوزی در روستای کاکان ولسوالی ارگو، چندین خرمن گندم در آتش سوخته است.
به گفته منابع، این آتشسوزی به دهها خانواده خسارت وارد کرده، اما تاکنون آمار دقیقی از میزان زیانها در دست نیست.
منابع افزودهاند که علت آتشسوزی هنوز مشخص نشده و مسوولان محلی نیز تاکنون در این باره اظهار نظری نکردهاند.
🖌️: د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا نړۍوال فدراسیون کې د افغانستان استازي، یونس مهمند د ۲۰۲۶ کال د چین، جنوبي اسیا او سویل ختیځې اسیا د اقتصادي همکاریو د پراختیا په کنفرانس کې ګډون کړی دی.
په دغه کنفرانس کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، پانګهونې، سیمهییز اتصال او اقتصادي پراختیا د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
په غونډه کې د چین لوړپوړو چارواکو، سفیرانو، د نړۍوالو بنسټونو استازو، پانګهوالو او د خصوصي سکتور فعالانو هم ګډون کړی و.
🖌️: د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوړو د پروسس صنایعو له وزیر او د کرنیزې پراختیا او کلیوالي پرمختیا د ملي بانک (NABARD) له رییس سره په جلا - جلا توګه لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او ارزښتلوړونې، د ټکنالوژۍ د لېږد، د ظرفیت لوړونې، د کرنې او کلیوالي پراختیا، د بنسټیزو اسانتیاوو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
🖌️: د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت لومړي سیاسي رییس شعیت بریالي او د هند بهرنیو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو رییس انند پرکاش په مشرۍ د ګډې کمېټې څلورمه ناسته نن د هند په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اډانه کې د ویزوصدور، د سوداګرۍ په ستونزو او د صادراتو او وارداتو پر پیاوړتیا بحثونه شوي.
🖌️: د پروان ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې د افغانستان د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د بنسټډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.
د دې پروژې چارې، چې د هېواد د سمنټو د تولید د ظرفیت د لوړولو او صنعتي ودې لپاره مهمه بلل کېږي؛ د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو او یو شمېر نورو مسوولانو په شتون کې پیل شوې.
🖌️: هدایتالله بدری، وزیر معادن و پترولیم، در مراسم آغاز کار عملی ساخت دومین فابریکه تولید سمنت جبلالسراج گفت که با راهاندازی چنین پروژههایی، افغانستان به سوی خودکفایی در تولید سمنت گام برمیدارد.
وی تأکید کرد که توسعه صنعت سمنت نهتنها نیاز داخلی کشور را تأمین میکند، بلکه زمینه رشد اقتصادی، افزایش سرمایهگذاری و ایجاد فرصتهای شغلی را نیز فراهم خواهد ساخت.
🖌️: سقوط طیاره باربری در پاکستان.
تلاشها برای یافتن پنج خدمه مفقودشده یک طیاره باربری بوئینگ ۷۳۷ در سواحل پاکستان ادامه دارد. بخشهایی از لاشه این طیاره پس از عملیات گسترده جستجو از آب بیرون کشیده شده است.
🖌️: ترمپ: بدون من اسرائیل وجود نداشت.
دونالد ترمپ دریک نشست خبری مدعی شد که اگر او رئیسجمهور امریکا نمیبود، اسرائیل امروز وجود نداشت. وی همچنین از بنیامین نتانیاهو به عنوان یک «صدراعظم بزرگ دوران جنگ» ستایش کرد.
🖌️: روسیې په ترکیه کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د شویو تازه پرېکړو، د اوکراین لپاره د پوځي مرستو د زیاتوالي او د غړو هېوادونو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا له ژمنو سره سخت مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدامات ښایي د نړۍ امنیت ته «ناورینزېږوونکې» پایلې ولري.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د ناټو لومړیتوبونه اوس هم د اروپا پوځي کول، د دفاعي وړتیاوو لوړول، له روسیې سره د احتمالي پوځي مخامخېدو لپاره چمتووالی او له اوکراین څخه پرلهپسې ملاتړ دی.
هغې زیاته کړې، که د ناټو مشرانو په خپلو پرېکړو کې ډېر دقت کړی وی؛ نو داسې اقدامات به یې نه وی کړي، چې د هغې پر وینا؛ نه یوازې د دغه ائتلاف، بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.
🖌️: سه منبع نزدیک به کرملین به خبرگزاری رویترز گفتهاند که ولادیمیر پوتین، رئیسجمهور روسیه، درخواستها برای مذاکره صلح با کییف را رد کرده و حملات اخیر طیاره بیسرنشین اوکراین به پالایشگاههای نفت و بنادر روسیه، عزم او را برای ادامه جنگ تقویت کرده است.
به گفته دو تن از این منابع که نخواستند نامشان فاش شود، پوتین احتمالاً در عوض، درگیری را که اکنون وارد پنجمین سال خود شده است، تشدید خواهد کرد. یکی از این منابع که بهطور منظم با پوتین دیدار میکند، از «احتمال بسیار بالای» تشدید تنشها در ماههای آینده خبر داده است.
این اظهارات در حالی مطرح میشود که دونالد ترمپ، رئیسجمهور ایالات متحده، روز دوشنبه گفت پوتین خواهان پایان جنگ است و حلوفصل این بحران «از آنچه مردم تصور میکنند، نزدیکتر است».
🖌️: سعودي عربستان د امریکا د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې سوریه د ترهګرۍ د ملاتړي دولت له نوملړه ایستلې ده.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت دا ګام د سیمې د ثبات او د سوریې سره د اړیکو د عادي کېدو بهیر لپاره مثبت ګام بللی دی.
🖌️: د امریکا مرکزي قومندانۍ وروسته له هغې پر ایران د بریدونو د پیل خبر ورکړی چې ډانلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره یې هوکړه پای ته رسېدلې ده.
له بلې خوا، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم ویلي، که امریکا بیا برید وکړي، نو ایران به دا ځل د خپل اټومي پروګرام په بدلون سره ځواب ورکړي.
د نوموړي په خبره، ایران ښایي د امریکا د برید په ځواب کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه پر وتلو، په خپل اټومي پروګرام کې پر بدلون او د هرمز تنګي سربېره د بابالمندب تنګي پر تړلو غور وکړي.
دغه ایراني چارواکي زیاته کړې چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د ایران د وتلو طرحه په پارلمان کې د ارزونې لپاره چمتو ده.
🖌️: د لبنان په پلازمېنه بېروت کې ګڼ شمېر کسان د ایران د پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د مړینې د غمرازۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د حزبالله مشر نعیم قاسم هم دغو خلکو ته د ټلوېزیون له لارې وینا کړې ده.
د خامنهیي جنازه د چهارشنبه په ورځ د عراق نجف ښار ته لېږدول شوې او ټاکل شوې تر دې وروسته کربلا ته یوړل شي او بیا د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
🖌️: د جرمني ټاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه هېواد غواړي د مجرمو افغان کډوالو سربېره، اوس هغه افغانان هم را وباسي چې هېڅ جرمي مخینه نه لري.
دغې ورځپاڼې په جرمني کې د کډوالو له ځایي شوراګانو سره د خپلې سروې پر بنسټ لیکلي چې تر اوسه پنځه بېګناه افغان کډوال افغانستان ته د را ایستلو په موخه نیول شوي دي.
راپور کې راغلي چې څلور دغه کسان په باواریا او یو بل هم په هېسن ایالت کې بندي دی.
🖌️: یک منبع به طلوعنیوز تایید میکند که دبیرکل سازمان ملل متحد، رباب فاطمه، دیپلومات بنگلهدیشی، را به عنوان رییس یوناما و نمایندهی ویژه این سازمان برای افغانستان گماشته است.
رباب فاطمه پیش از این در بخشهای گونهگون سازمان مللمتحد از جمله رییس اجرایي یونیسف اجرای وظیفه کرده است.