مهم ترین های امروز شنبه

جولای 11, 2026 - 15:28
 0  1
مهم ترین های امروز شنبه

🖌️: ‏امید حیدری، رییس روابط بین‌الملل و عضو هیات مدیره اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان، به ریاست عطاالله عمری، سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در نشست تجاری فدراسیون اتاق‌های بازرگانی و صنایع هند (FICCI) در دهلی‌نو شرکت کرد.

‏بر بنیاد خبرنامه اتاق تولیدات زراعت و مالداری، در این نشست که با حضور مقام‌های دولتی، نمایندگان بخش خصوصی و سرمایه‌گذاران افغانستان و هند برگزار شد، درباره گسترش همکاری‌های اقتصادی، توسعه تجارت، جذب سرمایه‌گذاری و تقویت همکاری‌ها در بخش‌های زراعت و مالداری گفت‌وگو شد.

🖌️: ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مرستیال، ارین زلګي عظیمي په چین کې د سوداګرۍ نړۍوالې پراختیا شورا (CCPIT) له مرستیال سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګه‌ونو او د سوداګرۍ د کچې د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

‏ښاغلي عظیمي، چینایي پانګه‌وال هڅولي چې په تولیدي او صنعتي برخو کې له افغان پانګه‌والو سره ګډه پانګونه وکړي.

‏بل لور ته د CCPIT مرستیال فان باوکای ژمنه کړې چې چینایي سوداګر به په افغانستان کې ګډې پانګه‌ونې ته وهڅوي او د تخنیکي پوهې د لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به همکاري وکړي.

🖌️: ‏در پی برخورد دو عراده موتر سراچه، امروز (شنبه، ۲۰ سرطان)، در ولسوالی حضرت سلطان ولایت سمنگان، سه تن، شامل دو مرد و یک زن، جان باختند و هفت تن دیگر زخمی شدند.

‏حشمت‌الله رحمانی، سخن‌گوی قومندانی امنیه سمنگان، گفته است که زخمی‌ها این رویداد برای درمان به شفاخانه ولایتی منتقل شده‌اند.

🖌️: ‏د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وزیر، شیخ محمد خالد حنفي، د پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو له دیني علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي نظام ساتنه او دفاع د هر مسلمان، په ځانګړي ډول د علماوو او قومي مشرانو، شرعي مسوولیت دی.

‏نوموړي ټینګار کړی چې د جهاد موخه د شریعت پلي کول دي او ټول باید د معروف د اقامې او د منکراتو د مخنیوي لپاره خپلې دندې ترسره کړي.

🖌️: ‏د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ په مرغې کنډو سيمه کې نن سهار اته نيمې بجې د یوه ډاټسن موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې د درېیو مېرمنو او درېیو ماشومانو په ګډون ۹ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.

‏د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ وياند سيد طیب حماد ویلي، پولیسو د ځايي خلکو په همکارۍ ټپیان د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

🖌️: د بدخشان والي، محمد اسماعیل غزنوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې بدخشان کې د اسلامي امارت د سیمه‌ییز قومندان جمعه‌خان فاتح او د زابل د پخواني والي د مرستیال ترمنځ اختلاف شته.

‏غزنوي خبریالانو ته ویلي، د جمعه‌خان فاتح او حکومت ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.

‏د بدخشان والي همداراز هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د جمعه‌خان فاتح د نیولو لپاره ځواکونه استول شوي وو او زیاته یې کړه، اسلامي امارت هیڅکله د هغه د نیولو لپاره پوځي عملیات نه دي کړي.

🖌️: ‏په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر براهام صالح سره کتلي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو لپاره یې د سرپناه، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

‏قطر کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د راستنېدونکو د هغو ستونزو په اړه هم خبرې شوي چې د راستنېدو پر مهال یې شتمنۍ او مال ترې اخیستل کیږي.

🖌️: ‏خلیفه سراج الدین حقاني له خلکو سره پر نرم چلن ټینګار کړی.

‏د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ صدمردې سیمې ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو او ځايي اوسېدونکي سره کتلي دي.

‏نوموړي د میدان وردګو د خلکو قربانۍ ستایلې او مسوولینو ته یې د خلکو سره د نرم چلن سپارښتنه کړې.

🖌️: ‏ترکیه با ۱۲۰ میلیون دالر میدان هوایی را برای طیاره اهدایی قطر به امریکا آماده کرد.

‏براساس گزارش وب‌سایت Luxurylaunches، ترکیه پیش از برگزاری نشست ناتو، با صرف بیش از ۱۲۰ میلیون دالر و اجرای یک پروژه هشت‌ماهه، یک میدان هوایی نظامی خود را بازسازی کرد تا بتواند از طیاره بوئینگ ۷۴۷-۸ اهدایی قطر به ایالات متحده میزبانی کند.

🖌️: ‏مجتبی خامنه‌ای، رهبر جدید ایران، در پیامی تازه تأکید کرده است که انتقام پدرش، علی خامنه‌ای، را از «قاتلان جنایتکار و بی‌آبرو» خواهد گرفت.

‏او این پیام را به مناسبت مراسم تشییع و تدفین علی خامنه‌ای، رهبر پیشین ایران، منتشر کرده و از حضور ده‌ها میلیون نفر از مردم ایران و عراق در مراسم تشییع پدرش قدردانی کرده است.

‏در بخشی از پیام رهبر جدید ایران آمده است: «این جنایتکاران آرزوی مرگی آرام و در بستر را با خود به گور خواهند برد

🖌️: ‏د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټلیفونې اړیکه کې پر سیمه‌‌ییزو بدلونونو خبرې کړې.

‏دغه وزارت زیاته کړې، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر  پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، ایران او امریکا د مذاکراتو پر بیا پیلولو هوکړه کړې خو په خبره یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

‏دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د خزانې وزارت تازه هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې پر یو شمېر ایراني چارواکو او مالي بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

🖌️: ‏د اسپانیا په سویل کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله تر دې مهاله ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۳ نور نادرکه دي.

‏د رویټرز د راپور له مخې، سیمې ته نږدې اوسېدونکو ته د تخلیې امر شوی او د اور د مهارولو هڅې روانې دي.

🖌️: ‏د امریکا عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال ظاهر قدیر، چې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او د وسلو اړوندو جرمونو په تور نیول شوی و، امریکا ته سپارل شوی دی.

‏په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرالي محکمې ته حاضر کړای شوی او پرېکړه شوې چې د محکمې تر ترسره کېدو به په بند کې وي.

‏د امریکا عدلیې وزارت ویلي، که نوموړی د نشه‌یي توکو د واردولو په جرم محکوم شي، نو له لږ تر لږه لسو کلونو د بند سزا سره به مخ شي.

🖌️: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، تهران تر دې دمه پر خپلو ژمنو عمل کړی، خو د امریکا د خزانې وزیر د هوکړه‌لیک له نهمې مادې سرغړونه کړې ده.

‏عراقچي زیاته کړې چې دا اقدام د امریکا د نورو سرغړونو او ناسمو ګامونو دوام دی او یوازې متقابل عمل د هوکړې د بشپړ تطبیق لامل کېدای شي.

🖌️: ‏د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د بشري مرستو ژورو کمښتونو له امله د ښځو اړوند بنسټونه خپل فعالیتونه محدودوي یا یې دروي، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې لږ تر لږه یو میلیون ښځې او نجونې له مهمو خدمتونو بې‌برخې شوې دي.

‏د راپور له مخې، په افغانستان، کانګو او هیتي په ګډون په ۵۲ له کړکېچ ډکو هېوادونو کې د سروې شویو ۸۵۵ ښځینه بنسټونو نږدې نیمايي ښایي د بودجې د نشتوالي له امله د یوه کال په دننه کې لنډمهالي یا دایمي وتړل شي.

🖌️: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، که ایران د هغه د وژنې یا د وژنې د هڅې په اړه خپل ګواښ عملي کړي، امریکا به پرې سخت پوځي غبرګون وښيي.

‏ټرمپ ادعا کړې چې زر توغندي د ایران پر لور چمتو شوي او زرګونه نور هم د توغولو لپاره تیار دي. هغه زیاته کړې، د امریکا پوځ ته د یوه کال لپاره امرونه ورکړل شوي چې د اړتیا په صورت کې پر ایران پراخ او ویجاړوونکی برید ترسره کړي.

🖌️: ‏ملګرو ملتونو نن (شنبه د جولای ۱۱مې) د نړۍ د نفوسو ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان نفوس به په ۲۰۲۶ کال کې ۴۸.۶ میلیونو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې هېواد لا هم د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی.

‏ملګرو ملتونو زیاته کړې، که څه هم افغانستان د نړۍ د ګلخانه‌یي ګازونو یوازې ۰.۰۱ سلنه تولیدوي، خو وچکالۍ، سېلابونه، د تودوخې لوړېدل او د اوبو کمښت د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.