د ټرمپ د نوي مرکې سرټکي

جولای 20, 2026 - 15:28
 0  2
د ټرمپ د نوي مرکې سرټکي

  ډونالډ ټرمپ: "کله چي موږ د ستر قهر Epic Fury عملیات پیل کړل؛ ما فکر کاوه چي په ایران کي د رژیم بدلون ممکن دئ. خو ما هیڅ تصور نه درلود چي د ایران رژیم به د ۵۲ زره کسانو یا بل کوم شمېر انسانانو وژلو لپاره هم چمتو وي."

 

تبصره: دا چي ایران هغه خاینان ووژل چي د امریکایانو لپاره ئې نظام ته د سقوط ورکولو جنایت کاوه؛ اوس دوی خپله ایراني ولسونو ته سزا ورکوي چي ولي ئې له دوی سره د اخندانو په له منځه وړلو کي مرسته ونکړه؟!

 

په همدې موخه پر ایران په ټنونو ټنونو دارنده بمونه اوروي... د غربي ډیموکراسۍ پیاده کول د لکونو انسانانو تلف کولو ته اړتیا لري؛ دا ډیموکراسي کله هم په سوله ییزه توگه نه ده راغلې؛ افغانستان او عراق ئې څرگند مثالونه دي...

 

  ټرمپ: "ښه به وي که هرزلستان د لبنان له ځینو سیمو او د سوریې له جنوبي برخو ووځي. احمد الشرع غواړي هلته داخل سي او حـ.زب‌ الله له منځه یوسي. زه په دې اړه فکر کوم چي هغه ته شین څراغ ورکړم."

 

تبصره: هېره دي نه وي چي الشرع په ډېرو واضحو ټکو دا دعوې رد کړي دي.

 

  ټرمپ د میناب پر ښوونځي د برید د څېړني په اړه وویل: "زما په اند هیڅوک به هیڅکله ونه سي ویلی چي هلته په رښتیا څه پېښ سوي وو. دا هم ممکنه ده چي هغه انځورونه چي تاسو ئې لرئ د مصنوعي ځیرکتیا AI له لاري جوړ سوي وي. زما په اند د دې پېښېګي په اړه به هیڅکله هم یو پرېکنده او قطعي څېړنیز راپور وړاندي نه سي."

 

تبصره: سپین سترگي هم حد لري؛ یو چا چي د یو نیم لک انسانانو وژلـ.و ته دلایل تراشلي وي هغه د میناب په یو څو ماشومانو څنگه خوا بدولی سي؛ په ځانگړي توگه هغه څوک چي پر ماشومانو په جـ.نسي تـېـ.ریو متهم وي.

 

دا بشپړه مرکه پر دروغو، بهتانونو او غرور ولاړه ده؛ د خبریال ټولي پوښتني سکرپټډ دي او هیڅ جدي پوښتنه نه کوي؛ ځکه ټرامپ له داسي پوښتنو تېښته کوي؛ څو ورځي وړاندي ئې له نیمي مرکې تېښته پر همدې شاهدي ورکوي.