پوهېږئ تر ټولو ستر شرم څه دئ؟!
ستر شرم دا دئ چي د پرمختگونو په دې ماډرنه پېړۍ کي موږ پر دې بحث کوو چي زدکړي څنگه دي؛ روا که ناروا؟!!
دا څو ورځي پر همدې شي تبصرې کېږي؛ د ذوق کیسه پر دین تپل دي خلک له موږ زده کړي: مېرمن مو له جوماته منع کړه، د زمانې د فساد شرموونکي شعارونه مو ورکړل، نجوني مو له زدکړو محرومي کړې، د ژوند د ملگري اختیار مو ترې سلب کړ، له میراث نه مو بې برخي کړې، لکه څاروي پر زړو او معیوبو انسانانو مو وپلورلې، د غلامۍ د دوران بد تریني وینځي مو ترې جوړي کړې، کله ئې په خواښیانو، خسرانو او یا د خاوند په خوېندو ټکوو او کله ئې بیا...
مېرمن زموږ په پښتني ټولنه کي څه حیثیت لري؟! د وینځي. آیا تر دې ئې بل ښه حیثیت څوک ورته ثابتولی سي؟!!
د نظام ستونزو جوړولو ته خو د ټولو پام دئ؛ خو زموږ د مطلق جاهلي ټولني تعصبات، ظلم او کرکه بیا نظر اندازه کوي؛ څوک چي ځانونه د مېرمنو د حقوقو مدافع گڼي هغوی هم په خپلو کورنیو کي له یوه ناورین سره مخ وي؛ ځکه د دوی کورنۍ هم د دې جاهلي ټولني برخه وي؛ مېرمن ته د قاچاقي برگرانو یا انرژیانو له وړلو څوک بې خبره دي؟!
زموږ ټولنه منظم عامه پوهاوي ته اړتیا لري؛ له حاکمه تر محکومه مو ټول مجرم یو؛ له پلار او ورور نه دا ظلم پیل کېږي او بیا پر لېوره او خسر پای ته رسي... بیا نو وایي: مېرمن یا د کور ده یا د گور! د کونډيانو خو به څه نه وایو؛ چي د نجونو او مړوښو وضعیت مو دومره ابتر دئ نو هغه بې سرپرسته بې چاره خو تر څارویو هم بدتره ده... !!
له زدکړو سره دښمني له خپلو نسلونو سره بربنډه دښمني ده. تر دې به تېر سم چي د مقدسي زمکي ولسونه ولي د خپلو نسلونو په زدکړو دومره ټینگار کوي؟! په داسي بدترینو حالاتو کي هم خپل بچي مکاتبو ته استوي.