د امام ابو حنیفه رحمه‌الله له مذهب سره په حقیقت کې لږ نه، بلکې ډېر ظلم شوی دی

دسمبر 6, 2025 - 21:10
 0  31
د امام ابو حنیفه رحمه‌الله له مذهب سره په حقیقت کې لږ نه، بلکې ډېر ظلم شوی دی

«د امام ابو حنیفه رحمه‌الله له مذهب سره په حقیقت کې لږ نه، بلکې ډېر ظلم شوی دی؛ ځکه متأخرینو هغه د داسې روایاتو په تله کې تللی، چې د خپل وخت د اعتبار او اجتهادي معیارونو له مخې یې اسناد صحیح بلل، او بیا یې د همدې روایتونو په تله د امام ابو حنیفه رحمه الله د اجتهاد ارزونه کوله، نه د هغه د هغو قوي اصولو په رڼا کې چې خپل مذهب یې پرې تأسیس کړی و.

دا ظلم هغه وخت لا زیات شو چې د حنفي مذهب ځینې وروستني (متأخرين) علماء د وخت په تېرېدو سره د (محدثينو) د «روایت» سلطې ته (پرته له کوم استدلاله) تسليم شول، او بلکې د هر کمزوري اثر او روایت د لټون هڅه یې کوله، څو د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب کوم قول او رأي پرې تکیه کړي؛ پر ځای د دې چې د امام رحمه الله په پیاوړو او منسجمو اصولو ټینګ ولاړ وای، پر هغو اصولو چې (د کتاب الله د عمومي احکامو) په عمومي قیاس او قوي عقلي محاکمه ولاړ دي، او د ناسم اسناد لرونکو ظني آحادو روایتونو څخه يې مقام لوړ دی.

که دوی د امام أبو حنيفه رحمه الله منهج په رښتیني ډول درک کړی وای، او د هغه د اصولي بنسټونو ټینګېدل او د اسنادو د مراتبو نظم یې په سمه توګه پېژندلی وای، نو داسې بې‌انصافي به هېڅکله نه وه شوې.

ما په خپل یو کتاب کې د پنځو لویو امامانو ابو حنیفه، مالک، شافعي، احمد او داود ظاهري د روایت د قبلولو او چلند تګلارې سره راټولې کړې دي. هر څوک چې دا تګلارې سره پرتله کړي، ډېر ژر به پوه شي چې کوم منهج تر ټولو منظم، ټینګ، او عقلاني بنسټ لري.

که د چاپ او خپرولو کومه مناسبه لاره راسره وای، نو دغه کتاب به دوه درې کاله وړاندې د خلکو لاس ته رسېدلی وای

دا پورتنۍ خبرې د قدرمن دکتور عبدالله القيسي حفظه الله دي، هغه چې د يو قوي استدلال او د منفرد فکر څښتن دی او ډېر ناياب او قیمتي کتابونه يې هم ليکلي دي.

واقعيت دا دی چې دې سړي دا خبرې د قوي درک پر اساس کړي دي او فکر نه کوم که د فقهي اصولو او د رواياتو د تدوین له تاريخچې سره د سطحي چلند کوونکو او يا په پټو سترګو د تا ويلو او ما ويلو خبرو شاته منډې وهونکو سر پرې په اسانۍ سره خلاص شي.

#حنفي_مذهب

#له_بلې_زاويې