د جګړې له دوړو تر سیاسي سیورو؛ افغانستان او د نفوذ هغه دوامداره معادله
افغانان باید دا حقیقت درک کړي چې په نړۍ کې هره جګړه یوازې د ټانکونو، الوتکو او باروتو په ماتې نه ختمېږي. ډېر وخت امپراتورۍ له یوې خاورې خپل پوځونه باسي، خو خپل فکر، شبکې، نفوذ او سیاسي ریښې هلته پرېږدي. د شوروي اتحاد ظاهري ماته هم په افغانستان کې د همدې فلسفې یوه بېلګه وه.
کله چې د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړ، ډېرو افغانانو داسې وانګېرله چې ګواکې روسیه په بشپړه توګه له افغانستانه وشړل شوه او د کمونیزم باب وتړل شو. خو سیاست د احساساتو نه، بلکې د نفوذ د دوام له منطق څخه حرکت کوي. شوروي اتحاد شاید جغرافیه پرېښې وه، خو هغه ذهنونه، ادارې، استخباراتي اړیکې، روزل شوې کدرونه او سیاسي شبکې یې پرې نه ښودې چې په څو لسیزو کې یې روزلې وې.
افغانستان د قدرتونو لپاره یوازې یوه خاوره نه ده؛ دا د آسیا د زړۀ هغه څلورلارې ده چې هر نړیوال قوت غواړي لږ تر لږه د نفوذ یوه کړکۍ پکې ولري. روسانو هم همدا کار وکړ. هغوی درک کړې وه چې مستقیم اشغال د افغان د مقاومت روحیه راپاروي، خو غیرمستقیم نفوذ د اوږدمهاله حضور ضمانت جوړېږي.
د نجیب تر سقوط وروسته د مجاهدینو حکومت رامنځته شو، خو د قدرت په ماڼۍ کې د پخواني شوروي د روزل شوو حلقو سیوري لا هم موجود وو. د شورای نظار او د پرچم د ګوند د ځینو غړو ګډ فعالیت یوازې یو تصادف نه و؛ بلکې دا د افغانستان د سیاسي واقعیت هغه مرحله وه چې پکې ایډیالوژیک اختلافات د قدرت د بقا لپاره په مصلحتي ائتلافونو بدل شول. پرون چې یو بل ته “کمونست” او “بنسټپال” ویل کېدل، وروسته د قدرت د تقسیم پر یوه میز کښېناستل. سیاست کله کله د عقیدو نه، بلکې د اړتیاوو هندسه تعقیبوي.
د رباني د حکومت پر مهال د ادارې ډېری تخنیکي، استخباراتي او نظامي جوړښتونه د هماغو کسانو په لاس کې پاتې شول چې د شوروي د دورې تجربه یې لرله. ځکه دولت یوازې شعار نه چلېږي؛ دولت کدر، تجربه او اداره غواړي. مجاهدینو که څه هم جهادي مشروعیت درلود، خو د دولت ماشین لا هم د پخوانیو شبکو په حافظه چلېده.
وروسته چې سهامي جمهوریت رامنځته شو، هلته دا نفوذ لا نور هم نرم، پټ او سیستماتیک شو. پخواني چپیان، خلقیان او پرچمیان د نوو عنوانونو لاندې بېرته راڅرګند شول. ځینو ځانونه دیموکراتان وبلل، ځینو ملتپال، ځینو تخنیکران او ځینو د امنیتي تجربې خاوندان. خو حقیقت دا و چې د شوروي د دورې ډېری فکري او اداري نخښې لا ژوندۍ پاتې وې. په ظاهر کې نظام بدل شوی و، خو د قدرت تر میز لاندې زاړه تارونه لا هم وصل وو.
نن چې امارت حاکم دی، ډېری خلک فکر کوي چې د پخوانیو ایډیالوژیکو جریانونو دوره ختمه شوې؛ خو سیاست یوازې په ظاهري شعارونو نه سنجول کېږي. د خلق د جناح د ځینو افرادو غیرمرئي حضور، په امنیتي او اداري ساحو کې د هغوی پټه ونډه، او د سیمې د قدرتونو سره د اړیکو دوام دا ښيي چې روسیه لا هم افغانستان د خپلې ستراتیژیکې ساحې یوه برخه ګڼي. شاید نن په کابل کې سور بیرغ نه رپېږي، خو د نفوذ رنګونه تل د بیرغونو په رنګ نه پېژندل کېږي.
قدرتونه کله کله خپل یونیفورم بدلوي، خو خپلې موخې نه بدلوي.
روسیه ښه پوهېږي چې افغانستان د منځنۍ آسیا د امنیت، د انرژۍ د مسیرونو، او د غرب د نفوذ د مهار لپاره حیاتي اهمیت لري. ځکه نو هغه هڅه کوي چې دلته د هر نظام سره لږ تر لږه د نفوذ یوه دروازه پرانیستې وساتي. دا نفوذ کله د استخباراتي اړیکو په بڼه وي، کله د سیاسي اشخاصو په شکل، کله د اقتصادي تعاملاتو په ژبه، او کله د امنیتي مشورو تر عنوان لاندې.
په حقیقت کې افغانستان د نړیوالو قدرتونو د شطرنج هغه تخته ده چې مهرې یې وخت په وخت بدلېږي، خو لوبه نه ختمېږي. افغانان اکثره د حکومتونو په سقوط خوشحالېږي او ګمان کوي چې بهرنی نفوذ پای ته ورسېد؛ حال دا چې نړیوال قوتونه یوازې خپلې جامې بدلوي. پرون اشغال و، نن نفوذ دی؛ پرون ټانک و، نن اړیکې دي؛ پرون پوځ و، نن افراد او شبکې دي.
همدا وجه ده چې د افغانستان سیاسي تاریخ باید یوازې د حکومتونو د نومونو له مخې ونه لوستل شي، بلکې د نفوذ د دوامداره لارو له زاویې وکتل شي. ځکه ډېر وخت ملتونه د توپونو له غږه نه، بلکې د خاموش نفوذ له سیورو ماتېږي.
افغانان باید دا هم درک کړي چې تر ټولو خطرناک نفوذ هغه نه وي چې ښکاره وي؛ بلکې هغه وي چې د ملت په حافظه کې عادي شي. کله چې پردی فکر د داخلي سیاست برخه وګرځي، کله چې بهرني جهتونه د ملي تحلیل په نوم توجیه شي، او کله چې ملت د نفوذ او مشارکت ترمنځ توپیر له لاسه ورکړي، هلته بیا استعمار د اشغال اړتیا نه لري.
افغانستان تر اوسه د قدرتونو د اوږدې لوبې په منځ کې ولاړ دی؛ یوه لوبه چې پکې شعارونه بدلېږي، څېرې بدلېږي، حتی نظامونه بدلېږي، خو د نفوذ ژورې ریښې لا هم د دې خاورې د سیاست تر ځمکې لاندې غځېدلې پاتې دي.