مهم ترین های امروز پنجشنبه

مۍ 7, 2026 - 18:20
 0  2
مهم ترین های امروز پنجشنبه

🖌️: ‏د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ ستوری راشد خان په نړۍوالو شل او پنځوس‌اوریزو لوبو کې له ټولو مخکې د نړۍ د لومړی درجه توپ اچوونکي مقام خپل کړی دی.

‏په شل اوریزو لوبو کې بل افغان سوکه توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ د لسو غوره توپ اچوونکو په ډله کې راغلی او نهم مقام یې خپل کړی دی. په پنځوس اوریزو لوبو کې بیا له افغانستان بل توپ اچوونکی په لسو غوره لوبغاړو کې نشته خو ځوان الراونډر لوبغاړی عظمت عمرزی په یویشتم مقام کې دی.

🖌️: ‏په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین طلوع‌نیوز ته ویلي، افغان حکومت غواړي په ټولو هغو سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون وکړي چې د افغان ولس خیر پکې نغښتی وي.

‏ښاغلي شاهین زیاته کړې چې اسلامي امارت اوس پر ټول افغانستان حاکم نظام دی او له نړۍوالو یې غوښتي چې اسلامي امارت ته په مهمو نړۍوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې بلنه ورکړي.

🖌️: ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ یې په کابل کې د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي.

‏دغه وزارت ویلي چې دا پرېکړه د کابل د پراختیایي پلان د پلیتابه په موخه شوې ده.

‏د کرنې وزارت د ښارګوټو د نومونو او په دې اړه نور جزییات نه دي شریک کړي خو په دې وروستیو کې د «عمر ګلستان» او «امید سبز» ښارګوټو ټوله یا یوه برخه ځمکه دولتي پېژندل شوې وه.

🖌️: ‏عبدالفتاح فایز، سخن‌گوی فرماندهی امنیه کاپیسا، به طلوع‌نیوز گفته است که در چهار سال گذشته، در پی انفجار ماین‌های به‌جامانده از جنگ‌های چند دهه اخیر، نزدیک به ۴۰ نفر، به شمول کودکان، کشته و زخمی شده‌اند. به گفته او، به‌تازه‌گی نیز یازده قلم ماین از نقاط مختلف این ولایت کشف و خنثی شده‌اند.

🖌️: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۴۹۱ افغان بندیان ازاد چې  ۳۷۹ تنه یې د تورخم او پاتې ۱۱۲ تنه یې د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.

🖌️: ‏سخنگوی وزارت عدلیه می‌گوید که اصول‌نامه جزایی محاکم امارت اسلامی توشیح و در جریده رسمی منتشر شده است.

‏برکت‌الله رسولی افزوده که این اصول‌نامه پس از توشیح از سوی رهبر امارت اسلامی، به تاریخ ۲۵ رمضان، در شماره ۱۴۸۶ جریده رسمی به نشر رسیده است.

🖌️: اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت سفیر، سردار احمد شکیب د مولانا ادریس په فاتحه کې ګډون کړی دی.

‏ښاغلي شکیب پر هغه برید غندلی او له کورنۍ او خواخوږو سره یې ورله غمرازي څرګنده کړې او د اسلامي امارت د خواشینۍ پیغام یې لوستی دی.

🖌️: ‏د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د پنځمې حوزې امنیتي ځواکونو د غلو ۲۳ کسیزه ډله نیولې چې د کابل له بېلابېلو سیمو یې موټر سایکلونه او بایسکلونه غلا کړي وو.

‏له دغې ډلې سره اتلس غلا شوې موټر سایکلې هم نیول شوې دي.

‏د پنځمې حوزې منسوبین وايي، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې به یې ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.

🖌️: ‏الجزیره خبري شبکې د یوه لبناني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي د اسراییلو پوځي اقدامات پر دغه هېواد کې را کم کړي.

‏په راپور کې راغلي په پام کې  ده چې راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو ترمنځ دویم پړاو خبرې وشي چې د سیاسي او امنیتي مسایلو سربېره به له لبنان څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل، بندیانو خلاصون او بیارغونې موضوعات هم پکې شامل وي.