مهم ترین های امروز جمعه

اپریل 25, 2026 - 17:00
 0  0
مهم ترین های امروز جمعه

🖌️: ‏نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت امارت اسلامی، همراه با هیأت همراهش از برخی فابریکه‌های نساجی در ولایت بخارای اوزبیکستان بازدید کرد.

‏وزارت صنعت و تجارت در خبرنامه‌ای هدف این بازدید را تقویت روابط تجاری و اقتصادی میان دو کشور، آشنایی فعالان سکتور پنبه افغانستان با پیشرفت‌ها در بخش پروسس پنبه، روند تولید و نوآوری‌ها در تولید تکه در این فابریکه‌ها عنوان کرده است.

🖌️: ‏در بیست‌وچهار ساعت گذشته، سه تن در پی سرازیرشدن سیلاب‌ها در بخش‌هایی از ولایت بغلان جان باخته‌اند.

‏هدایت‌الله همدرد، رییس مبارزه با رویدادهای طبیعی ولایت بغلان، می‌گوید که نزدیک به ۳۰ منزل مسکونی در ولسوالی‌های خنجان، دوشی و دهنه‌غوری تخریب شده‌اند.

🖌️: ‏اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نوي مشر اوسکار مانویل سانچیز سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

‏سردار احمد شکیب ویلي، چې کډوال د ثبت په مرکزونو کې له اوږده انتظار او د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي، او د خدماتو د ښه کېدو غوښتنه یې کړې. اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر اېکس لیکلي، بل لور ته سانچیز د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د شکایتونو د ثبت لپاره د ځانګړی مرکز جوړېدو ډاډ ورکړی.

🖌️: ‏د خوست د والي وياند مستغفر ګربز وایي چې د دغه ولایت د صبریو- یعقوبیو ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ږلۍ ورېدو له امله د غنمو فصلونه، د سبزیجاتو کروندې، د مېوه لرونکو ونو نیالګي او د ځایي اوسېدونکو سولري سیستمونو ته زیانونه اوښتي. د هغه په وینا، زیانمنو شویو سیمو ته یې تخنیکي ټیمونه استولي او له سروې وروسته به د مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره مرستې ترسره شي.

🖌️: ‏د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف پر ملي یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ایران کې د "تندلارو" او "منځلارو" وېش نه شته، بلکې ټول خلک "ایرانیان او انقلابیان" دي.

‏هغه زیاته کړې چې د ملت او دولت د اوسپنیز یووالي او د رهبر له بشپړ اطاعت سره به د هېواد پر وړاندې هر ډول یرغلګر مات او پښېمانه شي. نوموړي پر اېکس لیکلي: "یو خدای، یو رهبر، یو ملت او یوه لار" چې هغه د ایران د بریا لاره ده.

🖌️: ‏الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په هرمز تنګي کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو له امله د نفتو بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

‏د یادې شبکې د راپور له مخې، اوسمهال د یو بېرل برېنټ نفت بیه له ۱۰۶ ډالرو څخه لوړه شوې. بل خوا تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایي پوځ ته امر کړی، چې هرمز تنګي کې د ایران هغه کوچنۍ کښتۍ په نښه کړي چې تر ځمکه لاندې ماینونه ځای پر ځای کوي.

🖌️: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هیواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه یې افغانستان ته رسیدلې ده.

‏د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د بشري مرستو دا جوپه د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې سپارل شوې ده. د وزارت په وینا، دا مرستې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د روسیې د بنسټیزو مرستو یوه برخه ده، چې په ټوله کې به یې کچه نږدې ۳،۹۷۷ ټنو ته ورسېږي.

🖌️: ‏تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران «امام خمیني» نړیوال هوایي ډګر څخه له اوږده ځنډ وروسته بېرته الوتنې پیلېږي.

‏راپور کې راغلي چې ټاکل شوې سبا شنبه له دغه هوایي ډګر څخه استانبول او مسقط ته بهرنۍ الوتنې بیا شي.

🖌️: ‏چین د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې دي، د امریکا له لوري نیول شوې ایراني بېړۍ کې چین ایران ته "ډالۍ" لېږله.

‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون  ویلي، دغه تورونه بې‌بنسټه دي او ټینګار یې کړی چې د هېوادونو عادي سوداګریزې اړیکې باید له لاسوهنې خوندي وي.