‏ایا افغانان دومره حق نه لري چې لږ تر لږه د ورورګلوۍ په رڼا کې، په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي؟

اپریل 15, 2026 - 18:21
 0  4
‏ایا افغانان دومره حق نه لري چې لږ تر لږه د ورورګلوۍ په رڼا کې، په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي؟

‏متأسفانه افغانان خپل ټول ژوند په سختو تکلیفونو او لوړو ژورو کې تېروي. د شوروي کمونیستي رژیم او د امریکا او ناټو د یرغلونو، ظلمونو او بربریت له امله افغانان هجرت ته اړ شول، او ډېرو یې په پردیو هېوادونو کې له صفره خپل ستړی ژوند پیل کړ.

‏له بده مرغه، د څلورو لسیزو له تېرېدو وروسته، نن هم له ګاونډیو هېوادونو څخه هماغه جنګ‌ ځپلي او مهاجر افغانان په بې‌ عزتۍ، ظلم او ناوړه چلند له خپلو کورونو څخه ایستل کېږي. هغوی د لنډ وخت لپاره په زندانونو او لارو کې ساتل کېږي او بیا افغانستان ته ډیپورټ کېږي.

‏لږ تر لږه باید د مسلمانۍ او د ګاونډیتوب اصول او حقوق مراعت شي. له عامو وګړو سره د دومره بې‌انصافۍ او ظلم اړتیا څه ده؟ په ځانګړي ډول له هغه قوم سره چې د اسلام او مسلمانانو لپاره یې قربانۍ ورکړي او لوی تاریخونه لري. سیاسي او اقتصادي بدلونونه هم د همدې قوم له برکته رامنځته شوي او ډېر هېوادونه د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیال شوي دي.

‏ایا افغانان دومره حق نه لري چې لږ تر لږه د ورورګلوۍ په رڼا کې، په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي؟

‏زما مطلب دا دی چې افغانان به تر کومه له دې ستړي ژوند او تکلیفونو سره مقاومت کوي؟ زموږ نسلونه په پردیو هېوادونو کې لویېږي؛ نه له خپل تاریخ سره بلدتیا لري او نه د خپلو خلکو له حالاتو او ستونزو خبر دي. لا یوه ډله نه وي تللې چې سمدستي بله ډله د قدرت په ګدۍ کېناستل کېږي.

‏هغه نسل چې له خپل تاریخ، دین او نړۍ څخه خبر نه وي، نه شي کولای سالمه راتلونکې جوړه کړي. ښوونه او روزنه هم عصري علوم او هم دیني پوهاوې د اوږدمهاله بدلون لپاره ډېر مهم دي.

‏تر څو چې خلک بېکاره او محتاج وي، ثبات نه راځي. کار، تولید، کرنه، صنعت او پانګونه باید پیاوړي شي، څو خلک په خپل وطن کې د عزت ډوډۍ پیدا کړي.

‏حقیقت دا دی چې هر نظام، که هر نوم ولري، که عدالت پکې نه وي، دوام نه کوي. خلک باید ډاډه وي چې حق یې خوندي دی، ظلم نه پرې کېږي، او قانون پر ټولو یو شان پلی کېږي. همدا عدالت د هر سالم نظام، په ځانګړي ډول د اسلامي نظام، اساسي اصل دی.

‏د هر نظام بریالیتوب په دې کې دی چې د خلکو اړتیاوې درک کړي او له افراط او تفریط څخه لرې وي. یوازې سختي یا یوازې نرمښت بسنه نه کوي، بلکې د هر څه توازن ساتل ډیر مهم دی.!