دا فرعون نن خپل ذلیل انجام ته منتظر ناست دئ

اپریل 27, 2026 - 17:43
 0  4
دا فرعون نن خپل ذلیل انجام ته منتظر ناست دئ

دا فرعون نن خپل ذلیل انجام ته منتظر ناست دئ؛ چي د چا لپاره ئې دا وحشتونه کول هغوی نن یا له سوریې تښتېدلی، یا ذلیل سوي او یا خپله محکوم دي.

آیا ده به دا فکر کاوه چي دومره ژر به انصاف منگولو ته لوېږي؟ د درعا (سوریې) دا فرعون عاطف نجیب دئ چي فکر ئې کاوه چي همدی خدای دئ؛ همده د مکتب پر ماشومانو انتهائي وحشت وکړ چي په پای کي ئې په ۲۰۱۱م کال کي په سوریه کي د انقلاب هڅي او بالاخر اوږدې کورنۍ جگړي پیل سوې.

نن به دی په څرگنده د محکمو په حضور کي ټیټ سر ودرېږي؛ سوري ملت به دا هر څه گوري؛ دا به د بشـار د اذیت ورکوونکو زندانونو په څېر په مخفي توگه نه ترسره کيږي...

وما کان ربک نسیّا.

مفهوم: او ستا رب هېروونکی نه دئ.