صرف دوه منټه

اپریل 27, 2026 - 17:40
 0  0
صرف دوه منټه

نن يو ملګري رابطه وکړه او د خپل تره ځوئي د زړۀ د رګونو بندېدو خبره ئې وکړه - وې ئې چې زړۀ د ډاکټر ورته اول وې چې د ښۍ طرف رګونه دې بند دي او بيا ئې ورته وې چې روغ ئې - ما چې رپورټ وکتۀ نو ما وې خبره ئې ټیک کړې ده - خو د هغه پوهه کول ضروري وو -

هغه ته آر بي بي بلاک يا Right Bundle Branch Block وۀ - دا هسې پۀ نوم رګونه یاديږي خو نۀ دا اعصابي رګونه دي چې مزغو ته پېغامات وړي ، نۀ دا د وينې رګونه دي چې زړۀ ته وينه راوړي او يا دزړۀ نۀ وينه وړي - دا د زړۀ د عضلاتو نه جوړ خپل مخصوص تارونه دي چې سګنلې خوروي -

کله چې پۀ زړۀ کښې بجلي پېدا کيږي نو د دې تارونو پۀ ذريعه کرنټ د زړۀ ښۍ طرف ته ځي - دغسې د زړۀ ګس طرف ته هم پۀ دغسې جدا تارونو کښې بجلي ځي - چونکه پۀ ښۍ طرف دومره پرېشر نۀ وي نو کۀ دا بند وي او سګنلې لږ لېټ شي نو هېڅ فرق نۀ کوي -

اکثر دا پېدائشي وي او د روغ  رمټ خلکو پۀ اي سي جي کښې د يو incidental findings پۀ توګه ښکاره شي - کۀ چاته د دې نه علاوه د زړۀ د نورو رګونو مسئله يا نورې غټې بيمارۍ نۀ وي کوم چې د زړۀ د کمزوري کېدو خطر جوړوي نو دا بالکل يو نارمل حالت دے -

البته کۀ د ګس برانچ بلاک وي نو بيا هغه اکثر د نورو مرضونو سره يو ځائے ښکاره کيږي او زړۀ ته د کنډکشن مسئله جوړولے شي ځکه چې ګس طرف ته سګنلې لېټ راتلل يو ښۀ علامت نۀ دے او بيا د دې له پاره د زړۀ او نور وجود د مرضونو مکمل معائنه کول غواړي -

ما وې د ترۀ ځوي ته دې د زړۀ تکليف شته ؟ هغه وې بالکل روغ رمټ دے - معده ئې خرابه وي چرته ئې اي سي جي نۀ وه کړې  - اي سي جې واله ورته وې ماته پکښې فرق ښکاري - چې د تره ځوے مې کاډيالوجسټ له لاړو نو هغه وې چې هغه ترې ۵۰۰۰ روپۍ فيس واخستۀ او بيا ئې ورته دغه خبره وکړه -

هغه وې د تره ځوئي مې سبا له پۀ پنډۍ کښې د کارډيالوجسټ نمبر راخستے دے - ما وې پينډۍ ته د تلو هېڅ حاجت نشته - چې هغه د وزن کار کوي او سپورټس مېن هم دے نو پۀ سېدو کښې بلها د زړونو ډاکټران دي - هلته دې بل اي سي جي او ايکو وکړي او بيا دې د هغه نه مشوره واخلي خو ماته د زړۀ پۀ حواله دے بالکل روغ رمټ ښکاري -

ملکرے چې پۀ تفصيل پوهه شۀ نو يوه اوږده ساه ئې واخسته - وې ئې د تره ځوي مې بېګاه د ډېر ټېنشن نه خوب نۀ دے کړے او کور ودانه ئې زمونږ کره پۀ ژړا راغلې وه او ډېره پۀ وېره کښې وه - پۀ ټول کور کښې يوه غوغا جوړه ده -

ما وې پکار ده چې ډاکټران مريض له يو دوه منټه وخت ورکوي - د ډاکټرانو د پاره يوه عام خبره د مريض د پاره عام نۀ وي - هغه پۀ دې خبرو نۀ پوهيږي - د هغو پوهه کول او مطمئن کول ډېر ضروري وي -