د بيمارو خلاف مزاحمت
پرون ماته د فلو وائرل انفکشن اوشۀ - مرۍ مې تخنېده , بيا وچ ټوخے راتلۀ ما دواړه کنټرول کړل ، بيا مې نزله شورو شوه خو چونکه ټوخے کنټرول وۀ نو نزله هم پۀ ګنټه کښې ښۀ شوه -
د هغې نه پس مې تبه شورو وه اول څلور پنځه ګنټې يخني او رپېدل او بيا کله يخني کله خوله - د دې سره د ملا درد او سر درد هم انتهائی زيات وۀ - دومره زيات چې برداشت کول ئې ګران وو - پېراسیټامول مې خوړے شو خو ومې نۀ خوړل - دولس ګنټې مې تکليف تېر کړۀ او بيا ښۀ شومه -
اوس سوال دا دے چې ايا کوم فلو چې درې هفتې چليږي هغه پۀ دولس ګنټې کښې ولې ښۀ شوه ؟
جواب
ـــــــــ
د وائرس حمله د ۱۲ -۴۸ ګنټې وي نو دا دوه درې هفتو ته ولې رسي ؟ دا پاتې وخت تکليف د بدن د سوزش د وجې محسوسيږي -
کله چې انسان وچ ټوخے قصداً بند کړي ، مرۍ پۀ ارام شي ځکه چې مرۍ ته کوم عصب راغلے وي د هغې تحريک کم شي -
پوزه بهېدل زياتره د وائرس د وجې نۀ وي بلکه د دغې عصبي تحريک پۀ شا د يو طبعي ريفلکس د وجې وي - چې ټوخے بند شي نو دا هم ختم شي -
پېراسیټامول مې ولې ونۀ خوړل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تبه د وجود يو مدافتي نظام دے - وجود خپل درجه حرارت ځکه زياتوي چې پۀ زيات درجه حرارت کښې د وائرس ژوندي پاتې کېدل ګران وي - چې وايرس پوهه شي درجه حرارت کميږي نۀ خو مسلسل پۀ خپل ځائے دے نو هغه هم خپل زور را اوباسي او وجود هم خپل ټول مډافعت زوراور کړي او نتېجه ئې دا وي چې چې د يو زوراور جنګ نه پس وائرس ډېر زر دا جنګ اوبائيلي -
کله چې يخني او رپېدل راځي نو وجود درجه حرارت زياتوي او کله چې خوله ړاځي نو وجود درجه حرارت کموي چې نقصان ونشي - دا يو زبردست مدافعتي عمل دے
پېراسیټامول څۀ کوي ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پېراسیټامول د وجود درجه حرارت کموي - د انسان تکليف کميږي خو هلته وايرس ته هم د ژوندي پاتې کېدلو او تقسمېدو وخت مېلاويږي هغه پۀ قلاره خپل کار کوي او وجود دومره وزوري چې نزله درې څلور ورځې او دغه ستړيا بيا پۀ هفتو وي - او ټوخے خو بيا پۀ مياشتو هم وي -
ځينې خلک پکښې د ټوخي شربتونه او بې ځايه انټي بايوټک لا هم خوري - پۀ دې بې ځايه دوايانو خپل مدافعتونه مۀ تباه کوئ او د وجود جنګ وجود ته پرېږدئ - دغه تکليف برداشت کول د هر چا کار نۀ دے خو کۀ يو ځل برداشت شي نو وايرس هېڅ کله هم د يوې ورځې نه زيات نشي پاتې کېدے او نۀ پۀ وجود کښې سوزش پېدا کولے شي