چربي خوراک او غلط فهمي

اپریل 19, 2026 - 17:30
 0  0
چربي خوراک او غلط فهمي

دا عامه غلط فهمي ده چې کۀ مونږ چربي اوخورو نو چربي به پۀ بدن کښې ډېره شي او وزن به مو سېوا شي - پۀ وزن زياتولو کښې زياته برخه د کارب يا خوږو وي ځکه چې دا ډېر زر ګلوکوز ته بدلېږي او کۀ استعمال نشي نو بدن ئې بيا د چربۍ پۀ شکل ذخيره کوي -

چربي خوړل غواړي خو کومه چربي؟

اصل کښې چربي درې قسمه وي -

يوه طبعي چربي unsaturated fats وي - دا د کمرې پۀ درجه حرارت مائع شکل لري ـ دا صحتمنده چربي ده او دا د شړشمو، زېتون او کېنولا تېلو کښې پۀ ښۀ مقدار وي - د دې نه علاوه مهي ، بادام او غوذانو وغېره کښې وي -

دوئم قسم غېر طبعي saturated fats وي - دا پۀ غوړو، کوچ ، د کوپرې تېلو او د ټولو ځناورو پۀ غوښه کښې موجوده وي - دا لږ پۀ اعتدال خوړل غواړي - زيات خوراک ئې د زړۀ د ناروغۍ مسئلې پېدا کولے شي -

دريمه‌ خطرناکه چربي يا  trans fat دي - دا پۀ طبعي شکل کښې پۀ لږ مقدار کښې د غوا، مېښې پيو او غوښه کښې وي - خو هغه طبعي وي او مقدار ئې ډېر کم وي نو د صحت مسئلې نۀ پېدا کوي -

زياتره ټرانس فېټ پۀ مصنوعي طريقه پۀ کارخانو کښې د طبعي چربي (انسېچورږټډ فېټس ) نه پېدا کيږي - مقصد ئې دا وي چې تېل کلک يا solid شي او تر ډېر وخت نۀ خرابيږي خو دا صحت له ښۀ نۀ وي - دا بد کوليسټرول زياتوي او ښۀ کوليسټرول کموي - دا د زړۀ حمله ، فالج او د رګونو بندولو سبب جوړيږي - د شوګر خطره هم زياتوي - دا د بېکرۍ پۀ خوراکونو، فاسټ فوډز او پراسس شوي خوراکونو کښې موجود وي -

کتاب صحت راز