تاسو ته پته شته چې پۀ مړه د بدن د نظام چلولو د پاره پۀ وينه کښې څومره شوګر پکار وي ؟

فبروري 2, 2026 - 18:49
 0  16
تاسو ته پته شته چې پۀ مړه د بدن د نظام چلولو د پاره پۀ وينه کښې څومره شوګر پکار وي ؟

صرف يوه د چايو وړه څمڅوکۍ يا tea spoon او د خوراک نور ټول شوګر انسولین مسلسل د وينې نه وجود ته دننه کوي -

د کولډ ډرنک يو وړوکے بوتل يا کېن نهه څمڅوکۍ شوګر لري او غنمو يوه سپينه ډوډۍ تقريباً ۵۰ څمڅوکۍ شوګر لري - اوس د خپل خوراک حساب کوئ او بيا د انسولين زياتي کار پۀ نظر کښې وساتئ - چې دومره مشقت به مسلسل تر کومې کوی ؟ اخیر انسولین لاس پورته کړي چې بس نور ستړے شوم -

چې شوګر د وينې نه اوځي نو پۀ ځائے د دې چې د انسولين سره انصاف اوشي - خوراک کم شي او ورزش سېوا شي چې انسولین خپل کار وکړي - دا مجاهد ډاکټر پسې منډه کړي چې شوګر مې زيات شوے دے - هغه ورته وائي غم مۀ کوئ مونږ د انسولین امداد له کمک درليږو - اوس به دې پۀ وينه کښې زیات شوګر نۀ پاتې کيږي -

دغه کمک خو شوګر د وينې نه اوباسي خو چرته ئې وړي ؟ پۀ بدن کښې ئې جمع کوي - دا زیات شوګر پۀ بدن کښې سوزش پېدا کړي او مجاهد ملت يو ځل بيا ځان ډاکټر ته ورسوي -

ډاکټر صېب ! مبارک شه شوګر دې کنټرول دے

هو شوګر به مې کنټرول وي خو

ستړيا مې نۀ ختميږي

دردونو مړ کړم

پښې مې هم اودې اودې کيږي

خوب مې ګډ وډ دے

وزن مې زياتيږي

نظر مې خراب شۀ

زنګونانو مې کار پرېښودۀ

ښا دوايانې درته لیکم او يو نوے پنډ ورته پۀ سر شي

ځینې ځينې د ډاکټر غوږ ته خله نزدې کړي - ډاکټر صېب نوره لانجه مې هم خرابه ده - ډاکټر وائي غم مۀ کوه د هغې دوائي به درته هم ولیکم - خو د ګاډي پۀ پلګ کښې ئې دومره کچره نخښتي وي چې کار ئې نۀ سميږي -

مجاهد ملت ټېنشن واخلی او د حکیمانو د پېسو ګټلو نمبر شي - د پنځه روپو کوشتې پرې پۀ پنځه زره خرڅوي خو هېڅ خوند نۀ کوي ځکه چې ديکه سټارټ ګاډے به پۀ دیکو تر کومه ځي چې تېل نۀ لري -

دا خلک به د فریادونو نه خله کوپۍ کوپۍ کوي خو حرام کۀ د ډرقي بوتلې او غوړ زیړ پاتې کړي او ځینې پکښې لا وائي مرګ پۀ نېټه دے نو بس پۀ پنکچر ټائرونو ځان تر مرګه راښکاږئ -