صبر او شکر څۀ کوي
کله چې انسان ۱۴–۱۶ ګنټې لوږه ، تنده او خواهشات کنټرول وساتي نو مزغو ته دا پېغام ځي چې زۀ د خپلو خواهشاتو غلام نه يم او کۀ زۀ غواړم نو دا هر څۀ قابو کولے شم - دغه سوچ پۀ انسان کښې يو نوے بدلون پېدا کوي -
روژه پۀ خله دا فکر کول چې زما روژه ده او د ډېرو غېر ضروري خبرو جواب نۀ کوي نو د مزغو د رېکشن يا غېر ارادي جواب نه رسپانس يا ارادي جواب او يا درګزر طرف ته ټرېننګ شورو شي - دا ټول عمل مزغو له د ځان د کنټرول او خود اعتمادۍ يو نوے پېغام ورکوي -
د دې عمل سره پۀ احساساتي يا جذباتي مرکز کښې د منفي فکر واک او اختيار کم شي - کنټرول د جذباتي مرکز نه د مزغو منطقي برخې ته حواله شي او سوچ مثبت شي -
کله چې ټوله ورځ د لوږې تندې زغملو نه پس انسان ماښام يو ګلاس اوبۀ وڅښي يا يوه کجوره اوخوري نو د خدائے د نعمتونو احساس ورته اوشي او شکر ادا کړي - دغه شکر د سکون او خوشالۍ هارمونز زياتوي او د سټرېس هارمونز لېول کموي -
روژه پۀ اصل کښې د مزغو ټرېننګ دے خو د دې طريقه کار يا مېنول اول لوستل غواړي - د روژې د خلاصې پۀ دوه ټکو صبر او شکر کښې لویه فلسفه ده او دا فلسفه د انسان ژوند بدلوي خو کۀ پۀ مقصد ئې ځان پوهه کړے شي -