د امیر شیر علي خان « تجدد ګرا امیر » تاریخي دورې ته لنډ شانته کتنه !
د لومړي ځل لپاره د افغانستان په معاصر تاریخ کې عصري حکومتوالي د امیر شیر علی خان په وخت کې ایجاد او تاسیس شوي او هاغه وکولاي شو چې د علامه سیدجمال الدین افغان په مشوره یوه پراخ بنسټ نظام او یا حکومت جوړ کړي خو له بل اړخ نه هاغه نشو کولاي چې په سید افغان اعتماد او باور ولري ، دا ځکه چې علامه سید افغان د هاغه د ورور محمد اعظم خان خصوصي استاد او معلم پاتي شوي وو.
معمولاً په سلطنت او شاهي نظام کې د کابیني غړي او وزیران ټول د یوي کورني غړي او سره خپلوان وي خو د امیر شیر علي خان په کابینه کې د هاغه دفاع وزیر «حرب » د پنجشیر د هزاره د درې څخه وو چې سپه سالار حسین علي خان نومېده او همدا شان د هاغه سلطنت په کابینه کې صدراعظم سید نور محمد شاه د ساداتو قوم پوري منسوب وو چې کلونه راهیسي د کابل کارته نو سیمه د هغه په نوم یادیږي.
د خارجه وزیر ارسلا خان او د کورنېو چارو وزیر عصمت الله خان جبارخیل نومیده ، حبیب الله خان وردګ د مالیې وزیر « مستوفي الممالک » او صفدر علي خان نایب سالار وو ، قاضي عبدالسلام د عدلیې وزیر او قاضي عبدالرحمن قاضي القضات وو.
د شمس النهار ملي جریده د امیر سلطنت په وخت کې ایجاد او میرزا عبدالعلي خان یې محرر او یا بل عبارت مدیر مسؤول وو.
سره لدي چې امیر شیر علي خان ښه اصلاحات درلوده خو د هاغه په دوره کې د ورونو سره اختلافات ونشو کولاي چې پرمختګ ولري ، همدا شان د انګریزي استعمار ښکیلاک او بل اړخ ته د روسي تزار د رقابتونه او سیاستونه تر منځ ګیر پاته وي.
کله چې د هاغه ورور محمد امین خان او د امیر زوي محمد علي خان د کندهار مخامخ جګړه کې په خپلي منځي تن په تن جګره کې د قدرت په سر ووژل شول ، نو دغه وضعیت د امیر په روحي وضعیت او معنوي قوت منفي اثر او اغیزه درلوده.
د امیر اشتباه دا هم وو چې هاغه خپل اوه «۷» کلن زوي په نوم د عبدالله ولیعهد کړ ، د شهزاده عبدالله مور د پنجشیر او سپه سالارحسین علي خان خوري وو. د امیر د دغه ټاکني سره د هاغه ځوان زامن محمد ایوب خان چې د هرات والي او امیر محمد یعقوب خان چې ښه تکړه مجاهد وو اختلاف درلوده نو هماغه وو چې امیر محمد یعقوب خان د پلار لخوا زنداني او ۷ کاله د کابل په بالاحصار کلا کې په زندان کې پاتي شو.
امیر شیر علي خان د انګریزي ښکیلاک د مزاحمت او مداخلي له کبله مزار شریف ته ولاړ تر څو د روسیې تزار نه مرسته وغواړي خو روسيې تزار پرته د کوم ځواب نه او مرستې هالته ستون شو، امیر په مزار کې بیمار او په مزار شریف کې وفات شو د تاریخي روایاتو په اساس داسي ویل کیږي چې امیر خپل په پښه کې کوم نوع مرض او تکلیف درلوده چې پښه یې ورته قطع شي خو هاغه ویلي وو چې په تاریخ کې يواځي «تیمور لنګ » تیر شوي خو زه نه غواړم چې په تاریخي متون کې زما نوم سره « شیر علي لنګ » ولیکل شي نو هماغه وو چې امیر د نومول شوي مرض له کبله وفات شو.
د هاغه زوي امیر محمد یعقوب خان کله چې د انګریزي ښکیلاک په واسطه قدرت ته ورسید ، د افغانستان د لویې جغرافیې مدیریت ، د افغانستان خلکو قبایلي ژوند د دوی د کورني تر منځ اختلافات ونشو کولاي چې ښه نظام او اداره ولري د یعقوب خان د سلطنت ستره اشتباه د ګندمک د معاهدې امضا د جنرال کیوناري سره وو چې بیا وروسته همدا معاهده د دیورند لپاره لاره هواره کړه.
خو پوښتنه دا ده چې دغه ولي د ګندمک نومې په سیمې کې چې د ننګرهار ولایت جګدلک او حصارک سیمې پوري منسوب ده ، امضا شوه. کچیري تاسو د ظاهر قدیر مرکه چې د وزیر ارسلا خان کورني سره منسوب ده د کاکتوس برنامې له لاري کتلي او اوریدلي وي نو تاسو ته به جوته او واضح شي چې دغه معاهده ولي په دغه سیمه او انګریزي ښکیلاک او د هغوي مشر جنرال کیوناري دغه ځاي امیر محمد یعقوب خان سره د ناستي او کرغیړني معاهدې ځاي انتخاب کړ.
څیړنه او لیکوال :- «عبدالبصیر کاکړ»