د هرات ناامنيو ترشا
موږ ټول د ښځو لپاره د شرعي حقونو غوښتونکي يوو
پر آزادي يې هم ترکيز لرو ؛ او پر تحصيل ، تعليم او تعلم هم .
موږ هيڅکله له دې سره موافق نه يوو چې د ښځو پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې پاتې شي او د افغان قوم يوه ستره برخه له تحصيلاتو محرومه شي . که ایرانۍ مېرمنې د خپل هېواد په دفاع کې ډرون اداره کولی او جوړولی شي ، ورته رول افغان مېرمنې هم لوبولی شي . دغه ډول رول او نورو
علمي -انکشافي پروګرامونو ته د هغوی هڅونه ؛ هم هېوادنی مصلحت دی ، او هم د اسلام غوښتنه. په دغسې مواردو کې موږ له خپل قوم سره همغږي يوو ؛ خو هغه څه چې غربګرايان او کمونيستان يې د ښځينه حقونو د احيا په نوم عنوانوي ؛ نه له هېوادني مصلحت سره غوټه کېږي ، او نه له اسلام سره اړخ لګوي !! دوی زموږ لپاره بربنډتوب غواړي ؛ غربي ډيموکراسي غواړي ؛ د ښځو او نارینه وو ترمنځ د تهذيب پولې نړول غواړي ؛ چې دا نه يوازې ګټورې نه دي ؛ بلکې سلګونه بحرانونه ورسره تړلي دي !! ضمناً مو دېته پام وي چې بهر ميشتو افغان مېرمنو ته پروژې ورکول کېږي ؛ څوک يې د افغانستان په داخل کې ظاهراً تر يو رنګين عنوان لاندې بد امنۍ او د مسلمانانو بد نامۍ ته لمن و هي ؛ او څوک يې د ګلالۍ کريمي په څېر د بربنډتوب ترويج ته لارې باسي !!
دېته هم بايد متوجه اوسو چې په غرب کې زموږ بربنډ مخلوق د هرات په څېر پېښو ته په وارونه ډول هوا ورکوي!! که تاسې د هرات پېښې و څېړئ او په انځوریزو رسنیو کې خپاره انځورونه يې دقيقاً وکسئ ؛ پوی به شئ چې ډېری برخې يې په تصنعي بڼه وړاندې شوې دي !!