پۀ اختر کښې د جامې پېزار د پاره د خپل کلي او علاقې د دوکاندارانو نه سودا کوئ
مجاهد ملته پۀ اختر کښې د جامې پېزار د پاره د خپل کلي او علاقې د دوکاندارانو نه سودا کوئ - هغوئ ستاسو د پاره دا دکانونه کولاو کړي دي - لوکل بزنس پروموټ کول د هر سړي او زنانه فرض دي - کۀ څۀ کمے بېشے لري نو هغه ورته پۀ ګوته کوئ خو سودا ترې خامخا کوئ -
پۀ دې کښې د هغو سره ستاسو هم فائده ده - يو به مو بازار ته د تلو راتلو او هلته پۀ ګرځېدو وخت نۀ ضايع کيږي او بل به مو د پېسې بچت هم کيږي - پۀ برېنډډ جامو او پېزارو نۀ د چا پۀ حېثیت کښې اضافه کيږي او نۀ پۀ عزت کښې - د انسان عزت د هغه د شخصيت نۀ وي -
د برېنډډ جامو پېزار پۀ نوم پسې مۀ ځئ - دغه پاتې پېسې تاسو د چم ګاونډ غريبانو له ورکولے شئ - چې د هغو اختر پرې هم ښۀ شي - زۀ چې کلي ته لاړ شم نو اکثر ټوله سودا جامه پېزار د کلی د دکانونو نه کووم - تر دې چې وېښتۀ هم د کلي پۀ چاپ خانه کښې واړۀ کووم -