زمونږ هر څه افراط دي. تقریباً هر شئ مو نمایشي شوی دی
عبد الرحمن سليم
زمونږ هر څه افراط دي. تقریباً هر شئ مو نمایشي شوی دی. واقعي او د ځمکې حقایقو مطابق څوک هم خبرې نه کوي(البته دا عمومي خبره ده، مطلقیت نشته دی، نو استثنأت دې معاف وي).
ځان سره مې چورت ووهه چې ښه اوس دا د Motivational Speakers دور دی او کابو هر پنځم کس مو موټیویشنل سپیکر دی. په فیسبوک مو هم زما نیولې تر زما پورې ټولو د لاسته راوړنو کارنامې دي(لکه څنګه چې د پلار ورځې په مناسبت هر څوک هغه د خپل غل، قاتل، رهزن، اختلاس کوونکی، مفسد او فاسق او منافق پلار صفتونه هم کوي، ته وایې چې دا افغانستان لکه چې پیغمبرانو، فرشتو، یا مړو خراب کړي وي) ، نو ما یوه پړپړه لیکلې وه چې هغه کې مې دواړه هغه مثبت ټکي هم یاد کړي وو، او منفي مې هم یاد کړي وو، خو بیرته مې ړنګ کړ، ځکه چې وډار شوم چې مجاهد ملت مې سنګسار نه کړي چې ته څه وایې ! هغه د سیر متین خبره چې«ای تو چه میګي!»
د ظالم بچو د لاسته راوړنو سره سره خو یو نیم ناکامیانې هم ولیکئ چې هغه خلک چې ما غوندې خپل اهدافو کې ناکام شوي دي او هیڅ مو نه دي ترلاسه کړي، هغه خو هم لږ تشویق شي. ټولو داسې قطارونه برابر کړي دي چې پوښتنه مه کوئ.
زه به خپل ټول ناکام اهداف ونه وایم خو یوه به یې دلته ذکر کړم. زه د Red Bull په پرېښودو یا اعتیاد څخه ځان خلاصولو کې ناکام شوم. زه له ۲۰۱۲ کال راهیسې انرژي نوشابې څکم چې اول اعتیاد مې به کاراباؤ، بیا په جنسنګ انرژي هم مخکې له ډوډۍ او هم وروستو له ډوډۍ فایده لري، بیا د ورځې په دواړو مطلب یو یورځ کې دواړه څکل، او داسې ۲۰۱۸-۲۰۱۹ کال راهیسې نو خبره ګلجاني شوه او له کاراباؤ او جنسنګ څخه خبره Red Bull ته لاړه، هغه ۱۱ خطه ریډبول !
خارج کې خو ۱۱ خطه ریډبول نشته دی، ټول ۳ خطه دي، خو دلته هم دا مرض ورک نه شو. حتی یو وخت تر ورځې ۳ قوتیو پورې ورسیده. خو ۲۰۲۴ کې مې تصمیم ونیوه چې پرېږدم یې، پرې مېښود، بیا څو میاشتې بعد به چې بې طاقته شوم، بیا به مې وڅکه او بیا به شروع شو. ۲۰۲۵ کې مې بیا تصمیم ونیوه جې سږ کال یې باید پرېږدم. د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال منځ کې به مې یاره ۵-۶ دفعې دا نوشابه ترک کړي وي او بیرته به پرې اخته شوی یم.
نو دا مې هغه خلکو لپاره ولیکه چې هغه خپل هر هدف یې ټاکلی و او هغه یې نه دی ترلاسه کړی. شاید د ریډبول پرېښودل د ډېرو لپاره ساده وي، خو زما لپاره ممکن د ډېرو دلایلو له امله ساده نه وي، ځکه چې زما په لایف سټایل کې هغه پناه وړل یا coping mechanism همدا ریډبول څکل وي. د بل انسان به شین چای څکل وي، د بل به سګرټ وي، د بل به چرس وي، د بل به بله کومه نشه وي، د چا به ورزش وي، او د چا به سه روزې، شب جمعې، او تبلیغونه وي. مطلب دا دی چې دغه اعتیاد یا عادت کېدل هم د بدن یو عکس العملي میکانزم دی چې د ژوند حوادثو پر بنیاد جوړیږي او انسان ورسره تړل کیږي. بحث د اعتیاد ساینسي، اجتماعي او فلسفي اړخ ته ننوتل نه دي، خو صرف یادول دي چې دغه تباه مړی پرېښودل ممکن زرګونو خلکو لپاره عادي وي، ممکن د چا باور هم رانشي جې دغه هم اعتیاد یا عادت دی، خو زما کیسه دغه ده چې پورته مې وکړه.
نوټ: ډاکټران خو نورو ته نصیحتونه ډېر کوي، خو ډاکټران هم انسانان دي. دوی هم ژوند کې همغسې مسایل لري چې نور یې لري. فرق دا دی چې ډاکټر سړی، انجنیر سړی، تحصیل یافته او تعلیم یافته سړی به خپل سټرس، خپله غصه، خپل ماتې زور له سګرټ، ریډبول، شین چای، ورزش، د خلکو سره خیر ښېګڼې کولو، او نورو خیریه کارونو وباسي، خو د کم معلوماتو، ناسم معلوماتو، او نورو فکتورونو والا بیا دغه سټرس زور، د دغه ماتې، د ټراوما، د خشونت، د خپل قرباني کیدو انتقام یا زور له نورو لارو وباسي. دا بحث دلته هم فلسفي شو!
البته د بحث هدف هیڅکله د هیچا معافیت، له ملامتیا ویستل، د اعتیاد پر طبي، فلسفي، اجتماعي اړخ بحث کول، او بیا د Coping Mechanism په اړه نه دی، بلکه یواځې او یواځې په دې دی چې که څوک په خپلو ټاکل شوي اهدافو کې هم پاته راغلي دي، دنیا نه ورانیږي، همدا ژوند دی.
زما د سږ کال د اهدافو لیسټ په سر کې بیا همدا د Red Bull پرېښودل دي !
نوټ: رښتیا عجبه دنیا ده. ځان ته مې پام شو، زه خپله هم موټیویشنل سپیکر یم او دغه لیکنه هم Motivation دی او اوس ځان سره خاندم.اوس پکې کوم یو راپیدا نه شي چې ته یو ریډبول نه شې پرېښودی، نو افغانستان به څه جوړ کړې ، نو هغه ته وایم چې ؛
ته څه خبر یې د دې مزې نه
پیالې کې شونډې د یار پرتې دي
داسې پستې دي داسې خوږې دي
ډکې د سور او خمار پرتې دي