خپل کوچنی ماشوم څنګه له قرآن کريم سره آشنا کړو؟

نومبر 29, 2025 - 13:12
 0  12
خپل کوچنی ماشوم څنګه له قرآن کريم سره آشنا کړو؟


اسدالله شهاب

په دې اړه ښاغلی د. عبد الكريم بكار وايي: زه د خپلو کلونو تجربې پر بنسټ ويلای شم چې د ماشوم د قرآن زده‌کړې غوره وخت هغه دی چې د ژبې پوهاوی يې ورو ورو بيدارېږي؛ دا هغه وخت دی چې ماشوم غږونه نيسي يعنې د مختلفو ټکو او جملو د تلفظ پر مهال د غږونو توپير پېژني او له تال او اهنګ سره يې اشنا کېږي، مخکې له دې چې الفاظ حفظ کړي.

په دې پيل کې له ماشومه هېڅ ډول حفظ نه غواړم؛
يوازې دا کفايت کوي چې د قرآن له غږ سره بلد شي… او پوه شي چې په کور کې يو داسې متفاوت کلام شته چې زړه پرې ارامېږي او ټول ورته په درناوي سره غوږ نيسي.

له همدې امله زه له ډېر ساده کاره پيل کوم.
يو آيت يا لنډ سورت بايد (هره ورځ) په يو آرام او زړه راښکونکي غږ سره ولوستل شي، بيا څو څو ځله تکرار شي... داسې چې دا ښکلی غږ د ماشوم د خوب او بيدارۍ ملګری شي.

په دې کار سره به ورو ورو قرآن د هغه د احساساتو د حافظې برخه کېږي… مخکې له دې چې د عقل د حافظې برخه يې شي.

له دې وروسته بيا د زده‌کړې اصلي پړاو راځي، هغه وخت چې د ماشوم اورېدل له وينا او وينا يې له پوهېدو سره وتړل شي… په دې شکل د حفظ بهير په نرمۍ او تدريج سره پيلېږي، په دې برخه کې نه بايد ورباندې هيڅ ډول فشار او زور وي او نه هم له نورو ماشومانو سره يې پرتله وشي.

دا هغه اصل دی چې په تجربو ولاړ دی.
يعنې مخکې له دې چې د حفظ غوښتنه ترې وکړو ماشوم بايد له قران سره بلد کړو او د قران مينه يې په زړه کې پرته له کوم زور، فشار او جبر ځای پر ځای کړو.

#روزنه
#له_بلې_زاويی