مطالعه
عبد الرحمن سليم
مطالعه ډېره ښه ده، خو که څوک هره ورځ مطالعه کوي، او حد اقل د ورځې یو ساعت مطالعه کوي، نو دغسې انسانان چې په افغانستان غوندې هیوادونو کې وي، چې هلته ۳۷ فیصده خلک ېې داسې باسواده وي چې فقط لیک ولوستلای شي او پاته ۶۳ فیصده ېې بې سواده وي، نو دغه مطالعه کوونکي افراد که چالاکه یا ۴۲۰ نه وي، دوی په ټولنه کې outlier مطرود یا منزوي کیږي. حتی که دغه مطالعه فرضاً ۲۰ کاله هره ورځ اخبار لوستل یا تعقیبول هم وي.
زمونږ په وطن کې ډاکټران، انجنیران او د ساینس فارغان خو هسې هم خدای بخښلي دي او اجتماعي علومو کې مطالعه نه کوي، خو متأسفانه زمونږ د اجتماعي علومو فارغان هم چې څنګه «اندړ غړپ» درسونه په پوهنتون کې لوستي وي، هغه وروسته یې کتاب او مطالعې سره خدای پاماني کړي وي.
فرضاً کله چې تاسې د افغانانو سیاسي او اقتصادي بحثونه واورئ، نو د دې پرځای چې دا بحثونه په علمي اصولو ولاړ وي، تر ډېره ېې دلایل او اسناد غیر علمي وي. فرضاً یو چا چې کپیټلزم،سوسیالزم، کمونزم، تنظیم شوي او غیر تنظیم شوي سرمایه داري په اړه سطحي مطالعه هم نه وي کړي، هغه به راځي په همدې اقتصادي موضوعاتو بحث کوي چېرته چې د دې مکتبونو حد اقل اساسي فرقونو باندې پوهیدل اړین وي.
مثلاً په بحث کې اکثره وخت زه خپل ډېرو لوستو ملګرو سره په جنجال اوړم چې هغوی ځان چپي بولي. زما پوښتنه دا وي چې ته په اقتصادي محور کې چپي یې یا په فلسفي/حقوقي محور کې چپي یې یا دواړو کې چپي یې یا یو کې چپي ؟ متاسفانه ډېرو یواځې د دې نوم اوریدلی دی چې کمونستان یا سوسیالستان چپیان دي، نو بس زه هم چپي یم خو دې ته یې پام نه وي چې که کمونستان په اقتصادي محور کې چپیان دي، خو ممکن دوی په فلسفي/حقوقي محور کې بیا چپیان نه وي، فرضاً دا اوس د چین کمونستي ګوند اقتصادي محور کې چپیان دي خو حقوقي فلسفه کې دوی چپیان نه دي ځکه چې دوی آزادیخواه یا Libertarian نه دي.
بلخوا ممکن یو څوک په فلسفي اړخه چپیان وي خو اقتصادي اړخه هغوی چپیان نه وي. فرضاً د امریکا دموکراتان په فلسفي اړخ باندې چپیان دي یا Liberals دي چې انفرادي حقوقو سرسخت پلوي دي، خو اقتصادي محور کې هغوی نه هم کمونستان، نه هم سوسیالستان بلکه تر ډېره مترقي خواه یا Progressive جریان دي چې دا د محور په مرکز کې راځي.
همداسې که یو څوک neoliberal اقتصادي افکار نه وي لوستي ، یو چا neoconservative افکار نه وي لوستي، نو هغه سره څنګه سړی د افغانستان، عراق، او مجموع کې د امریکا پر سیاستونو بحث وکړي ؟
بله مسئله جې زمونږ د ډاکټر صاحبانو پرې چندان سر نه خلاصیږي هغه د صحي بیمې ده. فرضاً زمونږ خلک چې اروپا ته راشي نو دلته چې د سیکیوریټي سوشل او د صحي بیمې ګټو ته ګوري چې تقریباً هر څه مفت دي، نو شکایت کوي چې ولې افغانستان کې دغه سیستم نشته دی؟ خو دغه خلکو ته دا تشریح کول غټ عذاب وي چې ستا وطن کې دا اوس ستا همدا فعلي بودیجه چې دولت په هغه درته فعلي خدمات وړاندې کوي، نیمایي یې خیرات ده. دا داسې ده چې د یو چا کور په ۱۵ زره افغانیو چلیږي یا یې مصرف دی. هغه ۷.۵ زره عاید لري او پاته ۷.۵ زره یې هم خیراتونه دي. په چکر، میله چې ځي، هلته هم مفته خور وي(نړیوال ېې ورکوي) خو بیا هم دغه سړی ګیله کوي چې مونږ ولې ۲ لکه ډالرو کور نه لرو، ولې مکبوک نه لرو او ولې آیفون ۱۷ نه لرو، مونږ ېې هم باید واخلو. خو وه سړیه ته خو د میاشتې ۷.۵ افغانۍ عاید لرې، ته څنګه د ۲ لکه ډالرو کور اخستلو خیال پلو وهې؟
یو هیواد چې ټول عواید د هغه فعلي بودیجه نه شي پوره کولای، هلته څنګه د اروپا څخه کاپي پیست سیکیوریټي سوشل عملي کوې چې هم به صحت، هم به کار، هم به کور برخه کې مصؤنیت تامینوي؟ په اروپا کې خو هم خلک ۱۰۰۰ رقمه مالیه ورکوي او په هغه کې بیا مونږ غوندې مفته خواره سپاره وي چې نپوهیږي دا پیسې له کوم ځای څخه تامین کیږي، خو افغانستان کې د شاروالی د کال ۵۰۰ صفایي مالیه پسې هم خلک غږیږي وایي شاروالي کار نه کوي، خو دومره فکر دوی سره نه وي جې له ډېرانه یا د سرک سر هغه کثافاتو ذخیره د ټول ۶ ملیوني کابل ښار څخه تر لوګر هغه دښتې پورې څوک وړي؟
زمونږ وطن کې حتی خارج غوندې Property Tax هم فکر کوم نشته دی چې تقریباً د اوسط عاید ۳ فیصده دی.
همداسې هغه بله ورځ یوه ملګري ویل چې زه چپي یم. چپي هم په اقتصادي محور کې نه یم، خو چپي یم. زه په اقتصاد نپوهېږم. خبره ېې دا وه چې یعنې فلسفي لحاظ زه چپي یم. خو چپي نشنلسټ یم.
اوس نو هغوی چې په دې مکتبونو پوهیږي هغه دې لږ ما پوه کړي چې څنګه ممکن ده چې یو څوک دې هم په فلسفي حقوقي محور کې چپي وي یعنې آزادیخواه وي، مترقي خواه وي، خو هغه دې بیا نشنلسټ هم وي؟ مثال بیا د چیګوارا ورکوي!
دغه سلاته بازي کې سړی بحث څنګه د چا سره وکړي ؟
مقصد که څوک علاقه لري، دغه مباحث دې ولولي او لنډ به ېې زه محورونه دلته کېږدم.