ايډیالوجیا به حتماً ټـکنالوجیا ته ماته ورکوي
ايډیالوجیا به حتماً ټـکنالوجیا ته ماته ورکوي؛ دا اوس یوه فطري قاعده گرځېدلې؛ د لویي برتانیې پرته چي پر شودر قام (د جنوبي آسیا ولس) ئې په پېړیو واکمني وکړه؛ نور ډېر کم داسي پېښه سوې چي یو قام دي د ټکنالوجۍ او ځواک په مټ دومره ډېر وخت غلام ساتل سوی وي.
د اُف ۳۵ لوېدل کوچنۍ خبره نه ده؛ دا د امریکا غرور په نښه کول دي. که څه هم د F35 لگېدل لا نړئـوالي رسنۍ نه تائیدوي خو ایران په تبلیغاتي میدان کي ډېر پیاوړی دئ؛ په ځانگړي توگه خلیج او آسیايي هېوادونو کي د دوی په نفع مثبت خبرونه ډېر انعکاس کېږي؛ یو لامل ئې شاید د دوی د بیانیې په سالمه توگه وړاندي کول او د مشرانو قرباني ورکول وي او بل لامل ئې د شیعه اقلیتونو شتون؛ تر اوسه د ۱۶ امریکایي الوتکو د له منځه تللو یا خرابېدلو دعوې رسنیزي سوي؛ خو نیم شمېر ئې لا هم امریکا نه دئ تائید کړی؛ کومي چي ئې منلي هغه ئې هم ویلي د دوستانه فائر په پایله کي په نښه سوي؛ اما د ایران دعوې او لوړي حوصلې نړئوالو ته باور ورکوي چي په دې جگړه کي د دوی مورال د دښمن په پرتله ډېر اوچت دئ او د F35 غورځول هم د امکان له حده وتلی کار نه دئ.