په قرآن کریم کې د طب مواصفات

جوونی 18, 2026 - 16:30
 0  2
په  قرآن کریم کې د طب مواصفات

د سرطان د مرض علاج او له هغه څخه ساتنه د قرآن په رڼا کې

دکتور مصطفی نیازي

 

ډاکټران پدې اند دي چې د سرطان د ناروغي د علاج پینځه اساسي عوامل دي، ځکه سرطان سل په سلو کې د اعدام حکم ندی، نو امکان لري  چې علاج يې وشي:

لومړی: د خوږو شیانو څخه  ډډه کول، ځکه چې  دا د سرطان تشیاوي فعالوي او هغه  ډکوي نو پکار ده چې خواږه شیان په انځرو سره بدل کړي یعني د خوږو شیانو پر ځای انځر استعمال کړي، ځکه  الله پاک کامل سورت په قرآن کریم  کې د انځر په  نوم سره نومولی دی، الله تعالی فرمایې: (وَ التِّيْنِ وَ الزَّيْتُوْنِ)  [1]ژباړه: قسم په انځر او ښوون، پدې کې شک نشته چې په قرآن کریم کې د سورتونو نومونه زیات اهمیت لري، او دیته پاملرنه خورا اړینه ده  دا هم باید معلومه  شي چې ولي سورتونه پدې نومونو سره نومول شويدی حکمت یې څه شی دی؟ د بیلګې په  توګه  الله  پاک  کوم سورت د زیتون په نوم ندی نومولی، خو د انځر په نوم يې نومولی تر څو د هغو خوږو موادو اهمیت په ډاګه کړي چې په انځر کې موجود دی.

دویم: د سري غوږي څخه ډډه کول او ځان ساتل، ځکه چې دا بدن ته ترشوالی ور زیاتوي او هغه د سرطان لامل د وخت  په تیریدو سره ګرځي، نو د دغو غوښو په عوض کې باید سپیني غوښي وکارول شي، ځکه الله پاک  فرمایلي دي: «وَ لَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُوْنَ» [2]ژباړه:  اودمرغانوغوښې به ورته وړاندې كوي چې دكوم مارغه يې خوښه وي استعمال يې كړي.

او جنت چې کوم  خوراکونه دي هغه د دنیا د خوراکونو سره ورته والی لري، تر څو مونږ ته معلومه  شي چې د جنت کوم  مواصفات ذکر شوي هغه یو څه مونږ په دنیا کې پیژندلي دي، او دا مونږ ته په ګوته کوي چې پدې خوراکونو باندي په دنیا کې ترکیز وکړو، ځکه الله تعالی فرمایې: « كُلَّمَا رُزِقُوْا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِّزْقًا١ۙ قَالُوْا هٰذَا الَّذِيْ رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُۙ وَ اُتُوْا بِهٖ مُتَشَابِهًا وَ لَهُمْ فِيْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّ هُمْ فِيْهَا خٰلِدُوْنَ » [3]ژباړه: د هغو باغونو ميوې به په شكل كښې ددنيا ميوو ته ورته وي، كله چې كومه ميوه د خوراك له پاره هغو ته وركړه شي، نو هغوى به ووايي چې همدغسې ميوه له دې نه مخكښې په دنيا كښې مونږ ته راكړه شوې وه، د هغو له پاره به هلته ډېرې سپېڅلې ښځې وي، او هغوي به هلته د تل له پاره اوسېږي.

نو پدې بنیاد په دنیا کې د مرغانو غوښي دي  چې په آخرت کې به یوازي همدا د مرغانو غوښي وي، ځکه چې دا هغه غوښي دي چې د انسان اشتیاه ورته کیږي، نو دا به په جنت کې د جنتیانو د تکریم او زیات میلمه پالني په خاطر وي، په همدې اساس هغه اشخاص چې د سرطان په ناروغي اخته وي پکار ده چې د مرغانو په غوښه ترکیز وکړي او نور خلک یې بیا د وقایې په خاطر استعمال کړي.

دریم: د نباتاتو او سبزیجاتو زیات  استعمال، د دې سربیره د زیاتي میوي کارول، ځکه الله  پاک د نوح  په سورت کې فرمایلي دي: « وَ اللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا» [4]ژباړه: او الله تاسې له ځمكې نه په عجيبه ډول راوټوكولئ

داسي ښکاري چې الله پاک مونږ له هغه نبات سره تشبیه  کړي یو چې له ځمکې څخه راخیژي، نو آیت مونږ ته  په ډاګّه کوي چې تاسي له ځانونو څخه نباتات جوړ کړي.

څلورم: د اکسیجن زیات استنشاق یا کارول، او د دې غوره طریقه په تیزۍ سره تګ دی، ځکه د لقمان په سورت کې د سپورټ حیرانوونکی نصیحت موجود دی الله  تعالی فرمایې: « وَ اقْصِدْ فِيْ مَشْيِكَ » [5]ژباړه: پخپل تګ كې ميانه روي غوره كړه، نو په آیت  کې اقصد کلیمه راغلي علماء  وايې چې دا پدې معنی ده چې په تیزۍ سره تلل وکړه،  د یادوني وړ ده چې د اولمپیک په لوبو کې یوه لوبه د تیز تللو ده، نه د ورو تللو، نو د لقمان علیه السلام دغه غوره نصیحت چې خپل زوی ته یې کړی الله پاک مونږ ته وښوده  تر څو د قیامت ترورځي پورې خلک ورڅخه استفاده وکړي.

پینځم: د ناروغ خپل نفسي حالت چې دا خورا مهم دی، انسان هیڅکله باید د حسد اور بل نکړي، ځکه قرآن کریم د «اوقد» او «استوقد» ترمنځ فرق کړیدی، «اوقد» د طبیعي اور لپاره کارول کیږي، ځکه فرعون هامان ته وویل چې په خټه کې ماته اور کیږده، نو هغه د «اوقد» کلیمه استعمال کړه «استوقد» يې ونه  ویل، ځکه «استوقد» د حقد، حسد او کیني اور ته ویل کیږي، الله  تعالی فرمایي: « مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًاۚ فَلَمَّاۤ اَضَآءَتْ مَاحَوْلَهٗ ذَهَبَ اللّٰهُ بِنُوْرِهِمْ وَ تَرَكَهُمْ فِيْ ظُلُمٰتٍ لَّا يُبْصِرُوْنَ » ژباړه: ددوى مثال داسې دى لكه چې يو څوك اور بل كړي او چې كله اور د هغه ټوله شاوخوا رڼا كړي نو الله د دوى د سترګو بينايي ورنه واخلي او دوى په داسې حال كښې پرېږدي چې په ترږمېو كښې ددوى په سترګو هېڅ نه ښكاري.

نو څوک چې دغسي اور بل کړي او دغه شریر طاقت یا انرژي لاسته راوړي نو په هغو اشخاصو تأثیر کوي چې د ده په شاوخوا کې موجود وي، لنډه دا چې دغه شریر طاقت نورو خلکو ته چې د ده شاوخوا وي هم تأثیر کوي لکه د ده د کورنۍ غړي او داسي نور، نو الله پاک وویل چې د دوي بینايې بیا له منځه یوسي، دغه پینځه لاملونه د سرطان د مرض مهم شیان دي نو هغه څوک چې پدې مرضه اخته وي پکار ده چې دغه علاج عملي کړي، امکان لري چې الله پاک ورته صحت په نصیب کړي.

د دې سربیره یوه بله وقایه هم ده چې هغه په تیاره سره ده، الله تعالی د شپي په هکله فرمایې « وَ هُوَ الَّذِيْ جَعَلَ لَكُمُ الَّيْلَ لِبَاسًا [6]» ژباړه: او هغه دهماغه الله ذات دى چې شپه يې ستاسې لپاره جامه ګرځولي، او د غافر په سورت کې فرمایلي دي: « اَللّٰهُ الَّذِيْ جَعَلَ لَكُمُ الَّيْلَ لِتَسْكُنُوْا فِيْهِ »[7] ژباړه: همدا الله هغه ذات دى چې ستاسې لپاره يې شپه پيدا كړه ترڅو چې تاسې په كښې استراحت وكړئ، نو الله پاک وویل چې تاسي په کې استراحت وکړي دا يې ونه ویل چې په ویښه يې سبا کړي،  البته د فرقان په سورت کې بیا د لباس یا جامي کلیمه ذکر کړه چې شپه ستاسي لپاره لباس دی، دا لدې کبله چې د لباس او ثیاب «جامي» ترمنځ فرق دی، ثیاب یا جامي ټول خلک پيژني، الله تعالی خپل استازي ته وايې: « وَ ثِيَابَكَ فَطَهِّرْ» [8]ژباړه: او خپلې جامې پاكې وساته، نو لباس په واقعیت کې شعور او احساس ته ویل کیږي، الله پاک د هغي اړیکي په اړوند چې د خاوند او ښځي ترمنځ موجوده وي، یا د خلکو او ښځو ترمنځ موجوده وي فرمایې « هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَ اَنْتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ»[9] ژباړه: هغوى ستاسې جامه او تاسې د هغو جامه ياست، نو آیت څرګنده کړه چې تاسي دهغوي لپاره عاطفه او شعور یاست او هغوي ستاسي لپاره عاطفه او شعور دي، پدې اساس د شپي د لباس څخه مقصد دا دی چې دا يې ارامه  ګرځولي او د استراحت لپاره يې پیدا کړیده، د متحده ایالاتو د طب کمیټه وايې چې سکون یا ارامي خورا مهمه ده ترڅو انسان له دوامدارو دردونو څخه فارغ شي، آن چې دا د غړو د ناروغي لپاره اساسي علاج دی، نو د تیاره سره مخ کیدل په تیره بیا د ماخستن د لمانځه څخه وروسته دا مهمه او اساسي موضوع ده، ځکه  چې دا صنوبري غدي ته فرصت ورکوي چې  ترڅو د میلاتونین د مادي افراز ترسره کړي، ځکه دا په تشیاوو یا خاليګاو کې اکسیدونه ختموي، نو دا د سرطان د مرض مانع ګرځي، پدې اساس شپه یوه اساسي قضیه ده، الله تعالی فرمایې « وَ جَعَلْنَا الَّيْلَ وَ النَّهَارَ اٰيَتَيْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰيَةَ الَّيْلِ » [10]ژباړه: ګورئ! مونږ شپه او ورځ دوه نښانې ګرځولې دي. د شپې نښانه مونږ بې نوره وګرځوله،

نو ستونزه پدې کې ده چې اوسمهال خلکو له شپي څخه ورځ جوړه کړي او له ورځي څخه شپه ټوله شپه د برق رنايې ته تیروي او د ورځي بیا خوب کوي، نو د محبت جهاز د شپي مهال کار کوي او نسان باید نباتي ووسیږي، پدې اساس کچیري انسان د شپي په تیاره کې ویده نشي  دغه غده چې صنوبري نومیږي کار نه کوي ځکه د دې وظیفه دا ده چې په تیاره کې کار کوي او نه پريږدي چې د انسان بدن ته میکروب داخل شي خو چې انسان د شپي مهال په تیاره کې استراحت نه کوي او په رڼا کې وخت تیروي دغه غده بیا کار نه کوي دا بیا په خپل وار د سرطان د مرض لامل ګرځي.

 

     د تین سورت آیت ۱[1]

      د واقعه سورت آیت ۲۱.[2]

     د بقري سورت آیت ۲۵[3]

[4]            د نوح سورت آیت ۱۷.

[5]            د لقمان سورت آیت ۱۹

[6]            فرقان آیت ۴۷                        

[7]            غافر آیت ۱۶

[8]            مدثر آیت ۴

[9]            بقره ۱۸۷

[10]          د اسراء سورت ‌‌أیت ۱۲آی آآآی