که محمد مرسي له الاقصی طوفان نه خبر وای؛ څه به ئې کړي وو؟!!
ژباړه: محمد هاشم شاهین
مصدر: له جِوار وېبــپاڼي نه
د طوفان الاقصى د جگړي له پیل وروسته تر دوه نیمو کلونو پوري غزې ته د بې ساري عربي بې پروایۍ او نه ملاتړ په منځ کي مو ذهن ته یوه ځوروونکې پوښتنه راځي چي که ډاکټر محمد مرسي په دې زمانه کي واکمن وای نو د غزې حالت به څنگه وو؟!
زموږ یادونه د ۲۰۱۲م جگړي هغه تاریخي دریځ ته ورگرځي چي کله غزه تر برید لاندي وه او هغه له دې انکار وکړ چي یوازي ننداره کوونکی یا سوړ منځگړی پاته سي.
ډاکټر محمد مرسي چي دا وخت د مصر مشروع ولسمشر وو؛ نو تاریخي تصمیم ئې ونیوی او خپل لومړی وزیر ډاکټر هشام قندیل ئې د بمبارۍ پر مهال غزې ته ولېږی؛ د دې لپاره چي نړۍ او دښمن ته د مصر بشپړ او مستقیم ملاتړ څرگند کړي.
دې قوي اقدام او واضح دریځ ئې ټوله نړۍ اړه کړه چي سمدستي مداخله وکړي او جگړه په یوه اونۍ کي ودرېده؛ مرحوم دا ثابته کړه چي آزاده اراده کولی سي امت وساتي.
نن غزه تباه کېږي، سرحدونه د خلکو پر مخ تړل سوي او موږ ټول د هغه آزاد ږغ کمبود احساسوو چي خپل ژوند ئې د خپل عزت او د امت د مسایلو لپاره قرباني کړ.
ته په ژوند او مرگ دواړو حالتونو کي پاک ئې ای ولسمشره! ابو فراس الحمداني رښتیا ویلي وو: سَيَذكُرُني قَومي إِذا جَدَّ جدُّهُم – وَفي اللَّيلَةِ الظَلماءِ يُفتَقَدُ البَدرُ
مفهوم: زما قام به مي هغه وخت یاد کړي چي سخت وخت ورباندي راسي – او په توره شپه کي سپوږمۍ ترې ورکه سي.