د سره سمندرگي د نیولو پټ پلان!

اپریل 18, 2026 - 17:50
 0  14
د سره سمندرگي د نیولو پټ پلان!

اسرائیل له اسلامي عرب هېواد صومالیې نه جلا سوی یاغي ولایت صومالي لېنډ د یوه خپلواک دولت په توگه په رسمیت وپېژندئ او اوس یو امریکايي فوځي پلاوی همدې یاغي سیمي ته رسېدلی تر څو له هغوی سره اړیکي پراخي او بالاخر هلته یوه فوځي اډه جوړه کړي.

 

د اسرائیل د مشهوري رسنۍ چېنل-۱۲ د راپور له مخي امریکايي پلاوی او اسرائیل په گډه غواړي د سره سمندر پر غاړه په صومالي لېنډ کي یوه مشترکه نظامي اډه جوړه کړي تر څو د یمني حوثیانو پر ضد اقدامات او د سره سمندر څارنه وکړی سي.

 

دا باید هېره نسي چي د یاغي صومالي لېنډ بل لور ته سعودي عربستان موقعیت لري. دا په ښکاره توگه دا معنی لري چي اسرائیل غواړي پر سره سمندر خپل کنټرول ټینگ کړي او د سعودي عربستان پر سمندري سواحلو او بحري حدودو نظر وساتي او د سره سمندر له لاري د سعودي سوداگري اغېزمنه کړي. همدارنگه ملعون قام غواړي له امریکایانو سره په گډه د ایران تر کنټرول لاندي د هرمز تنگي واک هم ترلاسه کړي.

 

همدا لامل دئ چي ترکیې په صومالیې کي یوه ستره فوځي اډه جوړه کړې او هلته یې بې‌ پیلوټه الوتکي، د F-16 Fighting Falcon جنگي الوتکي او هوايي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي. سعودي عربستان هم له صومالیې سره یو دفاعي تړون لاسلیک کړی تر څو ترکیه او سعودي په گډه د ملعون قام د "لوی اسرائیل" پلان مخه ونیسي. له پاکستان سره د سعودي عرب وروستي دفاعي تړونونه هم تر ډېره بریده د همدې پټ اسرائیلي پراختیايي پلانونو له امله ترسره سوي دي.

 

ویل کیږي چي اسرائیل مخکي هم هڅه کړې وه چي د یمن سوېلي برخه جلا یاغي دولت کړي او هغه په رسمیت وپېژني؛ خو دا پلان ناکام سو. سعودي هم ځکه په یمن کي له حوثیانو سره اخ و ډب متوقف کړ او آن اماراتو ته ئې لا امر وکړ چي سمدستي یمن پرېږدي؛ او د همدې فشار په موخه ئې د هغوی پر کاروانونو بمبارد وکړ. همدا اوس ملعون قام په لبنان، سوریه، یمن، صومالیې، ایران او نورو سیمو کي له بېلابېلو اړخونو نه؛ یعني په منځني ختیځ کي د بیا ځل اور بلولو په پټه هڅه کي دئ تر څو د “لوی اسرائیل” خوب پوره کړي.

 

د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ همغږي او له ایران سره اړیکي هم د همدې پراخ ستراتېژیک چوکاټ په رڼا کي رواني دي. پوښتنه دا ده: ایا اسرائیل کولی سي د منځني ختیځ د بدلون په نوم رښتیا هم "لوی اسرائیل” جوړ کړي؟!

 

#ژباړه