له سیوري تر رڼا: د خلیج د بیدارۍ کیسه
خلیج، لکه یو ژور او خاموش سمندر، د اوږدې مودې راهیسې د سکون په پرده کې نغښتی و—سطح یې ارامه، خو په تل کې یې د ناویلو وېرو، پټو تکیو او ناڅرګندو امیدونو څپې په پټه خوځېدې. د دې اوبو پر مخ د لویو بېړیو سیوري خپاره وو؛ سیوري چې د امنیت په نوم یې د خلکو پر ذهنونو واک چلولی و، خو په حقیقت کې یې د هغوی د خپل ځواک رڼا تیاره کړې وه. داسې انګېرل کېده چې دا سیوري به د هر توپان پر وړاندې د نجات دیوال وي، خو حقیقت دا و چې سیوري نه دیوال وي او نه پناه—یوازې د رڼا مخه نیسي.
ناڅاپه، د تقدیر له لوري یو طوفان راوخوت—نه یوازې د باد او باران، بلکې د حقیقت او افشا طوفان. دا طوفان د وهمونو ماڼۍ ولړزولې، د ذهنونو پر اسمان خپاره دروغجن ستوري یې مړه کړل، او هغه ځواکونه یې چې نه ماتېدونکي ګڼل کېدل، د ازمېښت په اور کې د خپلو محدودیتونو تر سیوري لاندې راوستل. باورونه، چې پر پردیو تکیو ولاړ وو، لکه د شګو برجونه د زمانې په څپو کې وران شول، او خلیج، لکه یو خوبوړی انسان، د حقیقت په رڼا کې سترګې پرانیستې.
دا راویښېدنه د درد نه خالي نه وه. لومړی احساس وېره وه—هغه وېره چې د سیوري له ورک کېدو سره پیدا کېږي، کله چې انسان د لمر له سوځنده حقیقت سره مخ شي. خو همدا سوځېدنه د ژوند نښه ده، د بیدارۍ لمبه ده. خلک او واکمنان دواړه دې حقیقت ته ورسېدل چې امنیت یو وارداتي سیوری نه دی، بلکې یو داخلي رڼا ده چې باید په خپل وجود کې بل وساتل شي. له همدې درکه، د سیاست مسیر ورو ورو بدل شو—له تکیې نه تر اتکا، له تمې نه تر ارادې، او له تقلیده تر ابتکاره.
په ټولنیز وجدان کې هم یو ژور بدلون راپیدا شو. هغه هنداره چې کلونه یې د نورو انځورونه ښودل، ماته شوه، او د ماتې شوې ښیښې له ټوټو څخه اصلي څېره راڅرګنده شوه. وېره، چې د روایتونو او تبلیغاتو په تارونو اوبدل شوې وه، خپل رنګ وبایله. خلک وپوهېدل چې ډېر هغه څه چې نه ماتېدونکي ښکارېدل، یوازې د ذهن په قفس کې بند خیالونه وو. کله چې دا قفس مات شو، د فکر مرغانو د ازادۍ پر لور وزرونه وخوځول—که څه هم لا یې الوت کمزورې وه، خو هیله یې ژوندۍ شوه.
په همدې بهیر کې، د نړۍ د ځواک تله هم واوښته. دروند سپک شو، او سپک ورو ورو دروند شو. زور خپل جاذبه له لاسه ورکړه، او شعور، لکه یوه نوې راټوکېدلې سپوږمۍ، په اسمان کې راڅرګند شو. هغه نفوذ چې د وېرې پر بنسټ ولاړ و، د بېباورۍ په دوړو کې ورک شو، ځکه وېره، کله چې یو ځل د حقیقت له رڼا سره مخ شي، بیا د پخوا په څېر سیوری نه شي جوړولای.
خو د دې ټولو تر شا یو لطیف الهي راز پروت دی: طوفانونه یوازې د ورانولو لپاره نه راځي، بلکې د نوي ژوند د زېږېدو لپاره لار هواروي. شر، که هر څومره تریخ وي، د خیر د تخم ساتونکی کېدای شي. لکه څنګه چې شپه د سهار زېری وي، او سوځېدلې ځمکه بیا شنه کېږي، همداسې دا تېرېدونکې توره شېبه هم د یوې روښانه سبا پیل دی.
اوس، که څه هم طوفان ورو ورو چوپېږي، خو دا سکون د پخوا سکون نه دی. دا د ناپوهۍ چوپتیا نه ده، بلکې د شعور ارامي ده. هغه ولسونه چې یو وخت یې خپل تقدیر د نورو په سیورو کې لټاوه، اوس به یې د خپل ارادې په رڼا کې تعریفوي. او ښايي همدا د دې بدلون تر ټولو ستره مانا وي: دا چې یو ولس له وېري نه، بلکې له رڼا، پوهې او بیدارۍ سره خپل سفر پیل کړي.