سیاست؛ د علم تر شا د وجدان او شعور فلسفه
په نننۍ نړۍ کې سیاست یوازې د واک د ترلاسه کولو وسیله نه ده، بلکې د ټولنو د برخلیک، د ملتونو د راتلونکي او د انسان د ارزښتونو د تعریف لوی ډګر ګڼل کېږي. سیاست د ژوند له هر اړخ سره تړاو لري؛ له اقتصاد او فرهنګ نیولې، تر عدالت، امنیت، تعلیم او حتی د انسان تر ورځني احساس پورې. همدا وجه ده چې سیاست د یوې پېچلې او ژورې پدیدې په توګه د ډېرو خلکو ذهنونه بوخت ساتي.
خو د ټولنې یوه لویه پوښتنه تل دا پاuتې شوې ده:
ایا سیاست یوازې د هغو کسانو حق دی چې لوړې زده کړې، علمي تیورۍ او د قدرت محاسبې زده وي؟
او که نه، یو عادي انسان هم کولای شي د سیاست په حقیقي مفهوم پوه شي؟
حقیقت دا دی چې سیاست یوازې د کتابونو او تیوریو نوم نه دی. که څه هم علم د سیاست د درک لپاره مهم وسیله ده، خو تر علم وړاندې د انسان وجدان، فکر، شعور او د ټولنې د درد احساس هغه بنسټونه دي چې د سالم سیاست ریښه پرې ولاړه ده.
سیاسي قواوې او د قدرت جاذبه
په فزیک کې هر جسم د جاذبې له قانون څخه تابع دی؛ لوی جسمونه کوچني ځان ته راکاږي. په سیاست کې هم همداسې ده. قدرت، شتمني، شهرت او نفوذ هغه جاذبې دي چې انسانان ځان ته جذبوي. ډېر سیاستوال د همدې قواوو پر محور راڅرخي او د ولس احساسات د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.
کله ناکله یو شخص د قوم، ژبې، مذهب او یا احساساتي شعارونو له لارې د خلکو ذهنونه تسخیر کړي. خو پوښتنه دا ده چې آیا هره جاذبه د حق پر بنسټ ولاړه وي؟
نه.
ځکه په سیاست کې دوه ډوله جاذبه موجوده ده:
یو د وجدان جاذبه، او بل د منفعت جاذبه.
د وجدان جاذبه هغه ده چې انسان د عدالت، صداقت او خدمت له لارې د خلکو باور ترلاسه کړي. خو د منفعت جاذبه بیا د وېرې، پیسو، تعصب او تبلیغاتو پر بنسټ ولاړه وي. همدا علت دی چې ځینې واکمنان د لنډ وخت لپاره د خلکو ذهنونه کنټرول کړي، خو د تاریخ په حافظه کې د احترام ځای نه شي پیدا کولای.
د سیاست کیمیا؛ د ګټو او شعارونو تعامل
سیاست د کیمیا په څېر دوامداره تعاملات لري. په دې نړۍ کې وعدې، شعارونه، مصلحتونه، ائتلافونه او رقابتونه هره ورځ سره یو ځای کېږي او نوې پایلې رامنځته کوي.
ځینې وخت سیاستوال د ولس د امیدونو په نوم راڅرګند شي، خو وروسته هماغه امیدونه د شخصي قدرت قرباني کړي. دلته د سیاست “کیمیا” خپل اصلي شکل ښکاره کوي؛ ځکه هر تعامل حتمي مثبت نتیجه نه لري.
په سیاسي ټولنو کې کله ناکله دروغ د حقیقت جامه واغوندي، او تبلیغات د واقعیت ځای ونیسي. هغه څوک چې شعور ونه لري، ډېر ژر د شعارونو تر اغېز لاندې راځي. ځکه سیاست یوازې د خبرو هنر نه دی؛ بلکې د نیتونو د پېژندلو بصیرت هم غواړي.
خو د انسانیت کیمیا بیا تر هر څه ساده ده:
که انسان صداقت، انصاف او احساس ژوندی وساتي، نو د سیاسي فساد تر ټولو خطرناک زهر هم د هغه فکر نه شي مسمومولای.
د سیاست هندسه؛ د نفوذ زاویې او د عدالت کرښې
سیاست خپله ځانګړې هندسه لري. د قدرت هر نظام د اړیکو، نفوذونو او ګټو پر کرښو ولاړ وي. په دې هندسه کې ځینې خلک د ولس په نوم واک ته رسېږي، خو وروسته د ولس او واک ترمنځ واټن دومره زیات کړي چې ټولنه د بېباورۍ کندې ته ولوېږي.
په سیاست کې داسې زاویې هم شته چې ظاهراً ښکلې ښکاري، خو دننه له تضاد، تبعیض او ظلم څخه ډکې وي. ځکه هر نظام چې عدالت پکې نه وي، که هر څومره منظم ښکاره شي، بیا هم ناقص جوړښت دی.
هغه کرښه چې د انسان له حقه تېره شي، ماته کرښه ده.
هغه نظام چې د خلکو غږ پکې غلی شي، ناقص مثلث دی.
او هغه سیاست چې یوازې د څو اشخاصو د بقا لپاره وي، د ټولنې د سقوط پیل دی.
اصلي سیاسي پوهه څه ده؟
په حقیقت کې سیاست یوازې د قدرت د ترلاسه کولو تخنیک نه دی، بلکې د انسان د شعور ازموینه ده. هغه څوک چې د خلکو درد احساس کړي، د حق او باطل توپیر وپېژني او د عدالت ارزښت درک کړي، د سیاست په حقیقي مانا پوه انسان دی.
ډېر لوستي خلک شته چې د سیاست ټول کتابونه یې لوستي، خو وجدان نه لري. او ډېر ساده انسانان شته چې د علمي اصطلاحاتو له پوهې پرته هم د حق ملاتړ کوي او د ظلم پر وړاندې درېږي.
نو اصلي سیاسي پوهه په دې کې نه ده چې انسان څومره پیچلي تحلیلونه کولای شي؛ بلکې په دې کې ده چې انسان څومره رښتینی فکر، ژور شعور او ژوندی وجدان لري.
نننۍ نړۍ که هر څومره پېچلې شوې ده، بیا هم د سیاست تر ټولو لوی اصل ساده پاتې دی:
رښتینولي، عدالت او د انسان درد احساسول.
که دا درې ارزښتونه په یو انسان کې موجود وي، نو هغه د سیاست تر ټولو مهم حقیقت درک کړی دی. ځکه ملتونه یوازې د زور او محاسبې له لارې نه ژغورل کېږي؛ بلکې د سالم فکر، پاک نیت او بیدار وجدان له لارې پرمختګ کوي.
په پای کې انسان د خپل علم په اندازه نه، بلکې د خپل شعور، انصاف او انسانیت په اندازه ارزول کېږي.