د زور امپراتورۍ او د نظم جنازه
هغه نظم چې د دوهمې نړیوالې جګړې له خاورو راپورته شو، له پیل څخه د عدالت پر بنسټ نه، بلکې د زور او وېرې پر ستنو ولاړ و. شوروي اتحاد او متحده ایالاتو نړۍ د خپل نفوذ تر کرښو وویشله، او نړیوال قانون یې یوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یو ښکلی نقاب ګرځولی و. دا نظم، چې د سړې جګړې تر نامه لاندې پېژندل کېده، د بشر د ارامۍ نه، بلکې د قدرتونو د تعادل د ساتنې وسیله وه.
نن دا نقاب شلېدلی دی. هغه قدرتونه چې ځانونه یې د نړۍ ساتونکي بلل، اوس خپله د بېثباتۍ سرچینې ګرځېدلي دي. روسیه، د امپراتورۍ د بیا ژوندي کولو په تنده کې، اوکراین ته اور اچوي، خو د بریا پر ځای په اوږده او ستړي کوونکي جګړه کې بند پاتې ده. متحده ایالات، چې د نړیوال نظم دعوه یې کوله، د ایران پر وړاندې له کلونو فشار، بندیزونو او ګواښونو سره سره، نه یوازې چې خپل هدف ته نه دی رسېدلی، بلکې د خپل نفوذ د کمېدو شاهد هم دی.
دا دواړه قدرتونه، که څه هم یو بل ته مستقیم ټوپک نه نیسي، خو نړۍ یې د نیابتي جګړو، اقتصادي جګړو او سیاسي فشارونو په ډګر بدله کړې ده. د دوی هر ګام د نظم د بیا رغونې نه، بلکې د خپل زوال د پټولو هڅه ده. هغوی غواړي نړۍ ته دا وښيي چې لا هم واکمن دي، خو حقیقت دا دی چې کنټرول ترې وتلی دی.
نړیوال نظام نن د یوې جنازې په حال کې دی. نه پخوانی چوکاټ پاتې دی او نه نوی بدیل رامنځته شوی. نړیوال سازمانونه بېوسه، قوانین بېاغېزې، او کوچني هېوادونه د لویو لوبو قربانیان ګرځېدلي دي. دا وضعیت یوازې یو سیاسي بحران نه دی؛ دا د نړیوال اخلاقو، عدالت او مسؤلیت د مفکورې سقوط دی.
که نړۍ همداسې د زور د امپراتوریو تر سیوري لاندې پاتې شي، نو راتلونکې به لا خونړۍ وي. د تاریخ تجربې ښودلې چې هغه نظم چې د زور پر بنسټ جوړ شي، په زور هم نړېږي. نو اوس پوښتنه دا نه ده چې آیا نړۍ نوي نظم ته اړتیا لري که نه؛ بلکې دا ده چې آیا انسانیت به له دې تکراري فاجعو څخه زده کړه وکړي، که بیا به هم د قدرت د لېونتوب قرباني کېږی