وضاحت ولي او همدا اوس ولي؟!

اپریل 13, 2026 - 18:27
 0  35
وضاحت ولي او همدا اوس ولي؟!

د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ نن په یوه غیر معمولي مطبوعاتی بیان کي د جېفری ایپسټین سره د هر ډول اړیکو درلودل په کلکو ټکو رد کړه. هغې وویل چي نه هم کله د ایپسټین نږدې ملگرې پاته سوې او نه د دې او ټرمپ ترمنځ پېژندگلوی د ایپسټین له لاري سوی او نه هم دا د دې دوسیې د رسوایۍ کومه قرباني شمېرل کیږي. هغې دا تورونه دروغ وبلل او ویې ویل چي دا لــړۍ باید نوره پای ته ورسیږي.

دا توضیحات په داسي یوه حساس وخت کي مخته راځي چي د ایپسټین فایلونه او ورسره تړلو اړیکو په اړه بیا پوښتني راپورته سوي؛ که څه هم د امریکا - ایران د جگړي او د منځني ختیځ د کړکېچ له امله دا معامله یو څه شالید ته تللې وه. که رښتیا هم دا معامله خلاصه سوې او بې بنسټه وه نو بیا ولي آغلې ناڅاپه دغو وضاحتونو ته اړه سوې؟!

د ایران پر ضد د وروستي بریدونو اصلي انگېـزه د ایپسټین له فایلونو څخه د پام اړولو یوه منظمه هڅه بلل کیږي. دا چي یاد تور سم دئ او که نه؛ خو د وضاحتونو لپاره د دې حساس وخت غوره کول پخپله پوښتني زېږوي. کوم وخت چي پر نړئـواله کچه د جگړي، ډیپلوماسۍ او د بشري بحرانونو خبرونه خپرېږي او په همدې وخت کي یوه زړه دوسیه مگـر حساسه رسوایي بیا را ژوندۍ کېږي نو حتماً شکونه پیدا کیږي.

ایا دا یوازي یو وضاحت دئ؟ او که په یوه لویه کیسه کي یوه بله راولاړه سوې حقیقي او اړینه پوښتنه؟!