افغانستان؛ د واقعیتونو تر منځ بند پاتې وطن
افغانستان هغه وطن دی چې تاریخ تل د قدرتونو په ژبه یاد کړی، خو د خلکو په درد یې ډېر کم فکر شوی دی. دا خاوره د آسیا په زړه کې پرته ده، خو د همدې زړه ضربان اکثره د توپک، سیاست او بهرنیو معادلو تر شور لاندې ورک شوی دی. نړۍ افغانستان ته تل د نقشې له زاویې کتلي؛ چا د نفوذ دروازه بللې، چا د ستراتېژیک کمربند برخه، چا د سیالیو سنګر، او چا د خپلو امنیتي اندېښنو د حل میدان. خو ډېر کم وخت داسې راغلی چې افغانستان دې د افغان انسان د ژوند، عزت او راتلونکي له زاویې تعریف شوی وي.
د افغانستان تراژیدي یوازې جګړه نه ده؛ اصلي فاجعه دا ده چې دا ملت د څو لسیزو په اوږدو کې د دوامدار بحران له ژوند سره عادت کړای شو. جګړه دومره اوږده شوه چې نسلونه پکې زاړه شول، خو ثبات لا هم یو مبهم تصور پاتې شو. دلته ماشوم د انفجار له اواز سره لویېږي، ځوان د مهاجرت په فکر بالغېږي، او سپینږیری د نامعلوم برخلیک تر سیوري لاندې مري. کله چې یو ملت له بحران سره عادت شي، هلته یوازې اقتصاد نه ورانېږي؛ هلته د انسان دننه باور، امید او د راتلونکي تصور هم ورو ورو مري.
افغانستان ظاهراً جغرافیه لري، خو په عملي سیاست کې د خپلې جغرافیې د مدیریت واک نه لري. نړۍ نن د اتصال، اقتصاد او ستراتېژیکو دهلېزونو پر محور راڅرخي. هېوادونه د بندرونو، رېلپټلیو، انرژۍ او سوداګرۍ نوې معادلې جوړوي، ځکه اوسنی عصر د مستقیم اشغال نه، بلکې د اقتصادي نفوذ عصر دی. خو افغانستان لا هم د داخلي مشروعیت، سیاسي اجماع او دولتي ثبات د تعریف پر سر ولاړ دی. همدا علت دی چې سیمه ورو ورو بدیلې لارې جوړوي؛ داسې لارې چې افغانستان پکې د مرکز پر ځای د تشې جغرافیې په څېر ښکاري.
سیاسي انزوا یوازې دا نه ده چې یو حکومت رسمیت ونه لري؛ سیاسي انزوا هغه حالت دی چې یو ملت ورو ورو د نړیوالو تصمیمونو له مېزه لرې شي. کله چې نړۍ د سیمې اقتصادي نقشې رسموي او ستا حضور پکې کمزوری وي، مانا دا ده چې ته د معادلې برخه نه، بلکې د معادلې موضوع ګرځېدلی یې. افغانستان اوس له همدې خطر سره مخ دی. هغه خاوره چې یو وخت د ورېښمو لارې زړه وه، نن د نویو دهلېزونو د نقشو تر څنګ ولاړه ننداره کوي.
خو د افغانستان ستونزه یوازې له بهر سره نه ده؛ تر ټولو ژور بحران یې دننه دی.
دا وطن د فکري تفرقې، قومي بېباورۍ، سیاسي انحصار او ټولنیزې ستړیا له اوږدې ناروغۍ کړېږي. دلته لا هم سیاست د ملت جوړونې پر ځای د واک د ساتلو وسیله ګڼل کېږي. لا هم د قدرت تعریف د خدمت پر ځای د تسلط په معنا کارول کېږي. همدا لامل دی چې هر نظام تر خلکو مخکې د ځان د بقا فکر کوي، او هر تحول د اصلاح پر ځای د انتقام بڼه اخلي.
په افغانستان کې دولتونه بدل شوي، بیرغونه بدل شوي، شعارونه بدل شوي؛ خو د عادي انسان درد نه دی بدل شوی.
هغه بزګر چې پرون یې د جګړې له وېرې کرونده نه شوای کرلای، نن هم د بېثباتۍ قرباني دی.
هغه ځوان چې پرون د مهاجرت په لار کې ډوبېده، نن هم د راتلونکي له نشتونه تېښته غواړي.
او هغه مور چې پرون یې د جګړې له لاسه زوی بایللی و، نن هم د نامعلوم سبا وېره په زړه کې لري.
ټولنیز بحران هغه وخت خطرناک شي چې خلک یوازې له حکومت نه، بلکې له یو بل څخه هم بېباوره شي. افغانستان اوس همدې مرحلې ته نږدې شوی دی. جګړو یوازې ښارونه نه دي وران کړي؛ جګړو د انسان او انسان تر منځ رواني واټنونه هم ژور کړي دي. ملتونه یوازې د پولې او بیرغ په وسیله نه پاتې کېږي؛ ملتونه د ګډ باور، ګډ هدف او ګډ برخلیک په احساس ژوندي وي. کله چې دا احساس کمزوری شي، ټولنه له دننه خالي کېږي، حتی که ظاهراً جغرافیه موجوده وي.
خو بیا هم افغانستان مطلقه تیاره نه ده.
دا خاوره لا هم د بقا حیرانوونکی ظرفیت لري. افغان انسان لا هم د سقوط له منځه د درېدو توان لري. سره له دې چې لسیزو جګړو خلک ستړي کړي، خو د ژوند مینه لا نه ده مړه شوې. لا هم په کلیو کې ماشوم ښوونځي ته د تللو خوب ویني، لا هم ځوان د عزتمند کار هیله لري، او لا هم یوه مور غواړي زوی یې د ټوپک پر ځای قلم ونیسي. همدا واړه امیدونه دي چې ملتونه ژوندي ساتي.
افغانستان اوس د تاریخ د یوې خطرناکې څلورلارې پر سر ولاړ دی.
که یې سیاست د عقل، مشارکت او ملي تفاهم پر لور ولاړ نه شي، جغرافیه به یې ورو ورو د نورو د اقتصادي نقشو حاشیه شي.
او که ملت وکولای شي له داخلي تفرقې پورته یو ګډ ملي شعور رامنځته کړي، نو دا خاوره بیا هم د آسیا د اتصال، اقتصاد او تمدني نقش مهم محور کېدای شي.
تاریخ ثابت کړې چې جغرافیه یوازې هغه ملتونه ژغوري چې خپله اراده ژوندۍ وساتي.
که نه،
هغه وطنونه چې دننه کمزوري شي،
بهرنۍ نقشې یې ورو ورو برخلیک تعریفوي.