بيا بريم پاکستان؛ لنډه کيسه
که د کمونيستانو له جناياتو خبرېدل غواړئ ؛ نو دا داستان هرو
مرو ولولئ او له نورو دوستانو سره يې شريک کړئ
د يوې زيږې دښتې پر ډبرین ټټر کتار کتار خېمې ولاړې وې
ترې لاندې يې هغو مهاجرينو پناه اخيستې وه چې افغانستان کې يې سرونه ، مالونه ، او ناموسونه ټول په خطر کې لوېدلي وو
د مهاجرینوخیمو ته څېرمه د خیریه موسساتو لوکس موټران ولاړ وو
مامورینو یې پر مهاجرینو خېمې اوبړستنې وېشلې...
له سپین غره نه یخه سیلۍ را الوتې وه او د زمکې له زیـږې سینې یې نرۍ نرۍ دوړې اوخځلې پورته کولې...
کمکۍ زهرا په همدغسې سخته يخنۍ کې ، په نمجنه کمپله لپاسه ناسته وه او په خواشينۍ سره يې تر سترګو لاندې منظر ته کتل ...
په ګرد وهلي مخ، چاودي لاسونو او ګاړګوتي وېښتانوکې یې د ویر الامې له ورایه ښکارېدلې
ترېدلې-بوږنېدلې څېرې یې د يوې ترخې پېښې داستان بیاناؤ...
نری شین وزمه بنیان یې په تورخیرن کمیس لپاسه اغوستی ؤ
خت یې خیرن ؤ؛ خوشلېدلی نه ؤ اوپه جوړښت کې یې ماهرخیاط خپل مهارت کارولی ؤ
په لستوڼوکې یې ځانګړی سپین لیس کارول شوی ؤ
او پراوږو یې پیسته چین داسې ښکارېده لکه غوټۍ چې نوې خولې سپړلې وي.
داسې مالومېدله چې د ماضي خورا رنګینې شپې یې شاته پرېیښې او په پرېمانه نعمتونوکې راستره شوې .
د۱۳۵۹ کال د مرغومې میاشت ده
لمر د تورو ورېیځو پلو مخ ته نیولی
د یخ تُنده سیلۍ په ډنګرو اندامونوچونډۍ لګوي...
زهرا په همدغسې یخه سیلۍ کې وړینې جامې نه لري او لاندې هم په نمجنه کمپله لپاسه پریشانه ناسته ده
کله چې د یخ سکونډونکې څپې لږکمې شي او هغه خواو شا ته د کتلو فرصت ومومي؛ نو د « سدې » په عمومي سړک د مسافرو موټرو ته ګوري
ترلري لري ځایه خپل نظر ورسره بدرګه کوي...
اوکله بيا د هغو لالهانده مهاجرو په ګڼه ګوڼه سترګې ګنډي چې سرګردان په یوه اوبله خوا خوځېږي ...
څوک د خیریه موسسو داد ته په انتظار دي
اوڅوک یې ترلاسه کړی داد ترخیمو رسوي ...
زهرا په رډو رډو د خلکوګڼې ګوڼې ته ګوري
هرماشوم، هره تورسرې اوهرسړی بېل بېل ترنظرتېروي ...
هغه د سر په سترګو دغې غموونکې صحنې ته ګوري؛ خو د زړه سترګې یې په بله ننداره بوختې دې
چورتونه وهي
د سوچونو بهیر یې پرمخ روان دی
اوترسترګولاندې غموونکی منظر یې د تصوراتو لوری نه شي بدلولی
داسې ښکاري چې هغه د خپل مستقبل سوچونو پر بله وړې پرخپل برخه لیک فکرکوي چې په دې کمکي وجود به چېرته اوسي
له چاسره به د ژوند کاروان پرمخ وړي
څوک به یې د مهربان پلار په څېرد مهربانۍ په غېـږکې ونیسي
څوک به یې د خوږمنې مورغوندې په نازکومنګولوکې روپۍ کېــږدي
څوک به یې په ګلګوتي وېښتانوکې ګل وټومبي
له چاسره به پټ پټا ني وکړي
څوک به یې هرګهیځ طلایي وېښتان ومینځي
اوڅوک به یې ...!؟
نه نه! داسې نه ده
هغه پخپل دردنا ک مستقبل( چې څومره به یې وسکونډي څومره به پکې پکوشي، څومره به وځورېـږي؟) نه پوهېــږي
د هغې فکرلا دومره انکشاف نه دی کړی، چې خپله آینده وسنجولی شي
هغه د لا لها نده مهاجرو په ګڼه ګوڼه کې توپانونو ته ګوري
د تباه کوونکوجنګونو توپانونه
زړه بوګنوونکې بمبارۍ
دودونه اولوخړې
ویجاړوونکې حادثې
دغمونوماجراوې
د ژړاګانوصحنې
د وینو اوباروتو بوی
د الوتکو زړه چاودونکی ږغ
د بمونوګړزهار
د اتومات وسلو باړونه اوهلته لري یې د ټاک ټاک ازانګې ...
دا ټول د هغې په مخکې پــېـښېــږي!
زهرا د دغو سوچونوپه سمندر کې غوټې وهي او دغه د سر سترګو په مخکې منظر یې د سوچونوبهیر نه شي بدلولی
د مهاجرینو ټېل ما ټېل ته نه متوجه کــېـږي
د موټرو غر و پر نه اوري
او ددې چورتونو په منځ منځ کې کله پخپل سر نازک دسمال را کش کړي ...
کله د همدې دسمال په پيڅه خپله پوزه پا که کړي
او کله دخاورو خړه څپه پخپلو نازکو خپړو له خپل رخساره چپه کړي!
زهرا د دغو مهاجرینو منــډو را منـډو ته سترګې واړوي
او بیا د دغې دښـتې پر ډبرینه سينه خپل مجلل کور و ویني... ښایسته خونې
لویې لویي اشه دارې
بغدادي ورونه
تا وده شېت لرونکي تلتکونه
پستې نرمې توشکې
رنګا رنګ فېشني سامانونه
د کابل لوکس چاپېریال
د برېښنا ژېړه ـ سپينه رڼا
ګرم تشنا بونه
رنګه تلوېزیون او پکې رنګین فلمونه!
او بیا د پلار هغه سوغاتونه وریادېـږي چې هرمازدیګر به یې له خپلې مغازې نه هغې ته له ځان سره را وړل
کله نوې جامې
کله په مود برابرجاکټ
کله دلوبوشیان
موټرک ، نا ټکۍ، بوغۍ، کله مېوې او خوراکي څيــزونه...
اوچې مازدیګر به یې پلار د کا له دروازه وټکوله ، زهرا به په منډه منډه ځان ور ورساؤ
دروازه به یې خلاصه کړه
د پلار له پښو به چاپېـره شوه
په کنکۍ ژبه به یې ورته و ویل :
« پدرجان بري مه چه آوردي...»
پلار به تر وزرو لاسونه ور لاندې کړل
غېـږې ته به یې ور پورته کړه
پر مخ به یې ښکل کړه او را وړی سوغات به یې په وړو منګولو کې ورکېښود...
بیا هغه صحنې ور یادېــږي چې مهربانې مور به یې په تودو اوبو سر ور ومینځه
وېښتان به یې ور ږمنځ کړل
په زرزري وېښتانوکې به یې ګل ور وټومبل
پاکې جامې به یې ورکړې او د سهار له چای سره به یې یوګیلاس شیدې هم پرې وڅښلې...
بیا به یې پر ذهن هغه ورځې ورغبرګې شوې چې پلار یې په ښوونځي کې شا مله کړه
هرګهیځ به یې اوتو جامې اغوستې
کله چې به د ښوونځي په لوري روانېدله ، مور به یې څوافغانۍ په جیب کې ور واچولې
تر وره به یې بدرګه کړه
چې زهرا به له کوره ووته مور به یې دروازه پسې بنده کړه.
د ښوونځي په انګړکې له خپلو همځولوسره لوبې وریادېږې
هلته چې کله به په ټال ځنګېده
کله به په بله لوبه بوخته وه
څومره دخوښۍ شېبې وې
خنداګانې، لوبې، پټ پټانې، له خپلې مورسره ناز و نخرې
لوکس تعمیر، یخه هوا، په برېښناوو روڼ ماحول
غمونه یې نه پېژندل
دردونه یې نه احساسول
بمبارۍ یې نه ليدې
دتوپونو بوږنوونکې ډزې یې نه اورېدې!
زهرا د همدغو خوښیو په ټال زانګي... بیا یې د ویرشیبې د ذهن پر پرده ورغبرګې شي
د بمونو اوتوپونو درزهار یې د زړه ستنې ولړزوي
د هاوانونومسلسل ډزې
لور په لور کړیکې،ژړاوې اوزګېروي
وام ور ولوېـږي
ورېـږدي، غونې یې زیـږه شي
په سترګو یې ویني
ورته ګوري چې چورلکې یې دکورپه سرچورلي
بمونه غورځوي...
د هر بم له ګړزسره دخواوشاخلکوکورونه له خاوروسره خاورې کړي او، ورکې د میشتوخلکو غوښې له خاوروسره پاش په پاش کړي ...
زهرا کله له موروپلار سره په تکاوي کې پټه شي
کله یې د وېرې بلا نا کراره کړي
زړه یې طاقت ونه کړي
له تکاوي دباندې را ووځي...
بیا چې د توپونو درزهارشي اوبمونه یې دکاله په خواوشاکې ولګېـږي، له ګړزسره یې زمک تلې ته منډې کړي
کله دپلار ترپښولاسونه چاپېـر کړي
چیغې کړي...
اوکله د مور په غېـږکې ځان غلی کړي...
رېـږدي
له مخ نه یې وینه تښتېدلې او دسترګوکاسې یې له اوښکواوخاورو ډکې دي
په همدې چورتونوکې یې د پلارد وروستیو شېبو هغه صحنه وریادېـږي چې د بمونو په درزهارکې به یې زهرا په غېـږکې ورټینګه کړه
له ببرسره به یې خاورې څپ وهلې
ښکل به یې کړه او د مهربانۍ په ژبه به یې ورته وویل:
«بچېم نه ترس توره نه میزنه...
بمباري آلي خلاص میشه
بازتوره میبریم پاکستان
د ووجه جنګ نیست...»
د زهرا به لږ زړه تسل شو
د پاکستان نامعلوم(ولي آرام محیط) به یې د ذهن له دالان نه دوېـرې او غم بلاګانې وایستې
بیا چې به د بمونوګړزهارشو، د زهرا د زړه په غولي به د وېـرې خپکۍ پنډې شوې...
په ژړا، ژړا به یې پلارمخاطب کړ:
ــ پدرجان بیا بریم پاکستان، هله بیا که بریم!
پلاربه یې بیاپه غېـږکې ونیوله
مچو به یې کړه او د سترګو له جامونوبه یې د سپېره مخ پر واټونودانه، دانه اوښکې ورماتې شوې...!
بیایې هغه شېبه وریاده کړه چې د یوه بم له ګړزسره هغه د پلار له مهربانه غېـږې د تل لپاره جلاشوه!
زهرا ورېـږدېدله
شاوخواته یې وکتل
پوه شوه چې د « ستین پنډغالي » درنځېدلیو مهاجرینو په قطارکې ایکې یوازې ناسته ده!