موږ باید د چا ملاتړ وکړو؟!
پوښتنه کوي وايي د ایران ملاتړ ولي کوئ؟
موږ وایو مظلوم دئ او د مظلوم قام (پر مقدسه زمکه) ئې ملاتړ کړی دئ.
وايي د سوریې وحشتونه ئې؟
هغه وخت مو بیا غندل؛ د حزب الله د تأسیس موخې او اهداف رساله چي راغب السرجاني لیکلې وه ما ژباړلې او د دوی هر ظلم مو غندلی؛ پر مظلوم سوري ولس مو اوښکي بهولي او د هغوی ننگه مو کړې ده.
که پوښتنه ترې وکړو چي عرب دیکتاتوران چي په سوډان کي کورنۍ جگړه مخته وړي، یمن، عراق، صومالیه او بحرین ئې لوټي لوټي کړل؛ د هغوی په اړه څه وایاست؟! چي زیان ئې تر ایراني رسول سوي زیان ډېر ډېر زیات دئ!
وايي هغوی خو د مذهب په نوم دا ظلم نه کوي...
معنیٰ د دوی په گمان اصل مظلوم یوازي هغه دئ چي د مذهب په نوم ووژل سي؛ لکه د سوریې مظلوم ولس؛ یعني شیعه کوم سني قتل کړي؛ سني مظلوم دئ.
د سوډاني ولس وینه بیا ځکه ارزښت نه لري چي سنیانو هلته قـ.تلِ عام جوړ کړی؛ ناصبین او مدخلیان دې کار ته سیاست وایي. څه درواغجن مخلوق دئ دا؛ مظلوم چي هر ځای وي مظلوم دئ او ظالم چي هر څوک وي ظالم دئ.
ایران په سوریه کي ظالم وو، په مقدسه زمکه کي د مظلومانو حامي او ملاتړی وو او نن پر خپله زمکه مظلوم دئ؛ ځکه ئې ملاتړ کوو.
عرب واکمنان په سوریه کي هم ظالمان ول، د پېړۍ سودا ئې وکړه او لومړۍ قبله ئې وپلورله؛ هلته هم د غدر مرتکب سول او نن بیا د خلیج په جگړه کي د ظالم معاون او شریکان دي؛ ځکه ئې غندو.
تاسي ووایاست د چا باید ملاتړ وسي؟!!
#ایران