زمونږ افغانانو حقیقت پر ځای مثبت خیال پلو په اساس یې ژوند کړی او تصامیم نیولې دي
تقریباً د نن څخه ۳ کاله مخکې ۲-۳ خیریه ټولنو او افغان تجارانو ادعاوې وکړې چې دوی د سرطان درملنې روغتون په افغانستان کې جوړوي. هغه وخت زما په شمول د ځینو نورو افغانانو نظر همدا و چې د سرطان تداوي لپاره روغتون او د جراحي عمومي، ګوش و ګلو، او داخلې نورو امراضو روغتون فرق کوي. حتی د سرطان تداوي لپاره روغتون او د یوه مجهز قلبي عملیاتونو روغتون ترمنځ ډېر فرق دی. په دې فرق باندې د طب او صحت عامې متخصصین ښه پوهیږي، خو چې عوام فریبي ونه کړي. همداسې مو خلکو ته د امیري او آریانا او نورو خصوصي روغتونونو مثال ورکولو چې دا ملټي ملیون ډالریز روغتونونه دي خو دوی لا هم نه دي توانیدلي چې سرطان برخه فعاله کړي، ځکه چې د سرطان ناروغي د علاج او تداوي لپاره نه یواځې چې د جراح، بلکه د سرطاني امراضو د تداوي لپاره متخصص رادیولوژسټ چې رادیوتراپي وکړای شي، کیموتراپیسټ چې کیمو تراپي وکړئ شي، پتالوژسټ، مجهز لابراتوار، همداسې زیربنا چې هلته هستوي طب برخه هم مهمه ده او باید پکې وي چې هغه افغانستان کې نشته دی او مونږ خال خال انکولوژستان، پتالوژستان لرو، خو لا هم رادیوتراپي برخه کې رادیولوژسټ نه لرو او دغسې نور مسایل مو بیانول چې دا دستي د افغان تجارانو د وړتیا پورته خبره ده.
په افغانستان کې ظرفیت نشته دی او که د بیرون څخه متخصصین راولې، نو هغه دومره پر مصرفه تمامیږي چې مجبور یې بزنس ماډل دې ورته داسې عیار کړې چې د خلکو پوستکې وباسې. بله لاره یې دا ده چې دا د دولت لخوا د رفاهي پالیسیو په زور عملي شي چې غوښنه برخه مصرف یې حکومت په غاړه واخلي، خو د حکومتي پروسو خو بیا هغه نتیجه ده چې یو سوځیدلی د برق ترانسفرمر ته به هم ۶ میاشتې انتظار کوې او نن سبا د دومره قلبي جراحانو او قلبي متخصصینو په موجودیت کې هم حکومتي شفاخانې قلبي خدمات هغه شان نه شي وړاندې کولای چې نور شخصي شفاخانې یې وړاندې کوي.
په دغه نظر به ځینې ځینې وطنداران خفه کیدل چې دا منفي نظر دی. مطلب زمونږ وطنداران یې هسې نوم ته خوشال وو. حال دا چې دا داسې ده چې یو څوک دې ووایي چې زه د ۸ ام یا نهم منزل څخه ځان غورځوم او مثبت فکر لرم چې خپې او لاسونه به مې نه ماتیږي خو که بل کس ورته وایي چې خپې او لاسونو نه دې خبر نه یم خو هډوکې دې خامخا ماتیږي، او دا درته وایي چې ستا دا نظر منفي دی.
اوس زما پوښتنه دا ده چې د هغه مسئلې څخه ۳ کاله خو تېر شول، دا مونږ یې منفي بافان یا منفي ذهنیت لرونکي، هغه د سرطان شفاخانو کیسه چیرته ورسیده؟ چهاردیواري یې هم جوړه شوې ده کنه؟
زمونږ افغانانو ټول عمر د دې پرځای چې تریخ حقیقت ومني او د هغه په رڼا کې ژوند وکړي، مثبت خیال پلو په اساس یې ژوند کړی او تصامیم نیولې دي.