مهم ترین های امروز سه شنبه
🖌️: د نورستان د ولایت مقام رسنیو دفتر ویلي، د کامدېش ولسوالۍ په نانګل کلي کې تېره ورځ د سختو بارانونو او ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې شاوخوا ۷۰ څاروي له منځه تللي چې پکې غواګانې، خوسکي، پسونه او وزې شاملې دي. ځايي اوسېدونکو د وروستیو ورښتونو له امله د مرستو غوښتنه کړې او ولایتي ادارې ویلي چې د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو کورنیو سره د مرستو لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
🖌️: احمدیاسینی ملیپوش پیشین کمیتهی پارالمپیک افغانستان به دو مدال ارزشمند نقره در رقابتهای بینالمللی پاراقایقرانی آلمان دست یافت.
او در دو مساحت ۲۰۰ متری و ۵۰۰ متری، با غلبه برحریفان خود ضمن نایب قهرمانی دو مدال نقره را به سودش نیز رقم زد.
این رویداد بینالمللی زیر نام جام "دوبلینر" به میزبانی آلمان در میان ۳۶۰ورزشکار معلول به شمول احمدیاسینی، ملیپوش پیشین پارالمپیک افغانستان برگزار شده بود.
🖌️: د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر اېکس لیکلي، اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې چې ګواکې بنو کې د پولیسو پر مرکز برید افغانستان کې پلان شوی، بېاساسه ګڼي او ردوي یې.
ښاغلي مجاهد لیکلي: «اسلامي امارت د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي.»
د مجاهد په خبره، اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دريځ روښانوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه به چا ته د داسې تحرکاتو اجازه ورکړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن کړي.
🖌️: د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې وايي، د اسلامي امارت له راتګ سره د نارینه او ښځو حقونه خوندي دي.
خیبر زیاته کړې چې په ځانګړې توګه ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د هغوی حقونه چې مخکې نه وو ورکړ شوي، اوس ورکړ شوي دي.
🖌️: کار ساخت یک مجتمع بینالمللی کریکت با حضور مقامهای امارت اسلامی، مسوولان بورد کریکت و اداره ورزش امروز (سهشنبه) در منطقه الوخیل کابل آغاز شده است.
بر بنیاد اطلاعات ارایهشده، این مجتمع در ۸۶ جریب زمین و با هزینه حدود ۴۵ میلیون دالر امریکایی، در نزدیک به شش سال ساخته خواهد شد.
مقامهای امارت اسلامی، بهویژه مسوولان بورد کریکت و اداره ورزش، ایجاد این مجتمع را گامی مهم برای توسعه کریکت و بهبود زیرساختهای ورزشی کشور عنوان کردهاند.
🖌️: د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، افغانستان لپاره د ناروې له نوي ټاکلشوي ځانګړي استازي، بیورن هانسن سره کتلي او په سیاسي او سمهییزو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
له یاد وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزیر دې لیدنه کې د ناروې له لوري، له اسلامي امارت سره له ٢٠٢۱ کال وړاندي او وروسته مثبتو اړیکو او همکاریو مننه کړې ده.
ورته مهال، هانسن دې لیدنه کې ویلي چې ناروې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې د افغانستان په ټیکاو کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کېدو لپاره باید، لا زیاتو همکاریو ته لاره هواره شي.
🖌️: د کورنیو چارو وزارت نن (سېشنبه د غویي دوه ویشتمه) په یو لړ مراسمو کې عبدالله مختار د بغلان ولایت د نوي والي په وټاکه. د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ محمد نبي حماس هم رسماً د مرستیال والي په توګه او عبدالقیوم هلال د دې ولایت امنیه قومندان معرفي شول.
🖌️: اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې څو ورځې وړاندې د امنیتي ادارو له لوري د طلوع نیوز دوه نیول شویو خبریالانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي. د خبرپاڼې له مخې، محکمې تر اوسه د دوی په اړه پرېکړه نه ده کړې او رسنیو کې د هغوی په اړه خپرېدونکې محتوا ناسمه ده.
🖌️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل به لبنان به 2 هزار و 882 نفر رسید.
وزارت بهداشت لبنان در بیانیهای اعلام کرد: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل به لبنان از دوم مارس تاکنون، با 13 نفر افزایش طی 24 ساعت گذشته به 2 هزار و 882 نفر رسیده است.
🖌️: تهران هرمز تنګي ته د جنګي بېړیو استولو پر وړاندې لندن او پاریس دواړو ته خبرداری ورکړی چې ځواکونه به یې د داسې څه پر وړاندې پرېکنده او بېړنی ځواب ورکړي.
🖌️: لیندزی گراهام، سناتور امریکایی، پس از گزارشهایی مبنی بر اینکه پاکستان به ایران اجازه داده است تا طیارههای نظامی خود را در پایگاههای این کشور مستقر کند، بهشدت از پاکستان انتقاد کرده است.
او با ابراز بیاعتمادی به پاکستان گفته است که اگر طیارههای ایرانی برای حفاظت از داراییهای نظامی ایران در پایگاههای پاکستان مستقر شده باشند، «شاید باید بهدنبال میانجی دیگری باشیم.»
گراهام همچنین تاکید کرده است که «جای تعجب نیست که این گفتوگوها به هیچجا نمیرسد.» این در حالیست که وزارت خارجه پاکستان پیشتر ادعاهای مربوط به استقرار طیارههای نظامی ایران در پایگاههای این کشور را رد کرده بود.
🖌️: د خیبرپښتونخوا لکي مروت کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې په یوه بازار کې د چاودنې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ټرافیک پولیس او پنځه ولسي وګړي دي.
د پاکستان پولیسو ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
🖌️: فرانس پرېس خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره د اسلامي امارت استازي بروکسل ته ور و بولي. د سرچینو په وینا، ټاکل شوې ډېر ژر کابل ته یو لیک واستول شي څو په بلجیم کې د غونډې نېټه وټاکل شي.
ویل شوي، دغه کتنه د سویډن په همغږۍ ترسره کېږي او تر دې وړاندې اروپايي چارواکو د همدې موضوع په تړاو افغانستان ته دوه سفرونه کړي دي.
اروپايي ټولنې ویلي، اوس له اسلامي امارت سره په بروکسل کې د تخنیکي کچې د احتمالي غونډې پر جوړېدو کار روان دی، خو تر اوسه د دې سفر لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.
🖌️: ټاکل شوې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روانه اونۍ، د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه (د مې ۱۴مه او ۱۵مه) نوي ډیلي ته سفر وکړي.
سيانان ټلوېزیون ته یوې سیمهییزې سرچینې ویلي، دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې وروستي بدلونونه او ترینګلتیاوې د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو سلا مشورو له مهمو موضوعاتو ګرځېدلې دي.
د برېکس بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د هند په کوربتوب کېږي او تمه ده چې ګډونوال وزیران به د سیمهییزو بدلونونو، اقتصادي همکاریو، څو اړخیزتوب او نړۍوال امنیت په اړه خبرې وکړي.
🖌️: وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران بریدونه کړي دي.
متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې ایران په روانه جګړه کې پرې تر ټولو ډېر بریدونه کړي دي.
په راپور کې راغلي چې په تېرې اپرېل میاشتې کې د ایران د لاوان ټاپو د نفتو پر یوې تصفیهخونې برید هم د متحده عربي اماراتو له لوري شوی و، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه او دغه تصفیهخونه د څو میاشتو لپاره له فعالیته ولوېده.
🖌️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، له ایران سره یې اوربند په "ډېر کمزوري حالت" کې دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د مذاکراتو لپاره د امریکا طرحې ته د ایران تر ځواب وروسته کړي او زیاته کړې یې ده چې د ایران ځواب په بشپړه توګه ورته د منلو نه دی.
ایران د امریکا د طرحې په ځواب کې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د تاوان، پر هرمز تنګي د خپل واک، د امریکا له لوري د سمندري محاصرې د پایته رسولو، په راتلونکي کې د بریدونو د نه ترسره کېدو د تضمین او د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده. د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو هر ډول تېري ته پرېکنده ځواب ورکړي.