د اصلاح غوښتونکي دریځ او مسئولانه سیاسي چلند؛ د اختلاف تر څنګ د اخلاقو ساتنه!

جوونی 18, 2026 - 18:15
 0  1
د اصلاح غوښتونکي دریځ او مسئولانه سیاسي چلند؛ د اختلاف تر څنګ د اخلاقو ساتنه!

د هر نظام او ټولنې د سمون لپاره یوازې دریځ نیول کافي نه دي، بلکې د دریځ د څرګندولو طریقه، ادبیات او اخلاق هم ډېر اهمیت لري. که څوک د حکومت له کړنو سره د اصلاح په نیت خبرې کوي، باید د هغه چلند د هغو جریانونو له چلند څخه روښانه توپیر ولري چې اختلاف یې د شخړې، نفرت او سیاسي تقابل پر محور ولاړ وي.

زموږ د اصلاح غوښتونکي فکر بنسټ باید دا وي چې د نظام په اړه خبرې د خیرخواهۍ، حکمت او مسئولیت له مخې ترسره شي؛ نه د شخصي عقدو، سیاسي انتقام او ګډوډۍ له لارې. که د شمال د ټلوالې او جمهوریت پلوو جریانونو له ځینو سیاسي نظرونو سره په کومه موضوع کې ګډ بحث یا مشترک ټکی موجود هم وي، بیا هم زموږ هدف، نیت او د چلند طریقه باید جلا او څرګنده وي. موږ باید وښیو چې د اختلاف په وخت کې هم د ادب، انصاف او ملي مسئولیت له چوکاټ څخه نه وځو.

د اصلاح او مخالفت ترمنځ اساسي توپیر همدلته دی. اصلاح کوونکی غواړي نیمګړتیاوې کمې شي، د خلکو ستونزې واورېدل شي او چارې لا ښې شي؛ خو تخریبي مخالفت غواړي کمزورۍ د شخړې او بې ثباتۍ لپاره وسیله وګرځوي. له همدې امله زموږ انتقاد باید داسې وي چې د جوړونې لاره پرانیزي، نه دا چې د کرکې او تقابل فضا پراخه کړي.

موږ نه د شرارت او ګډوډۍ پلویان یو او نه د هرې کړنې بې قید او شرطه توجیه کوو. د یو مسئول دریځ غوښتنه دا ده چې د مثبتو چارو ملاتړ وشي، د ناسمونو په اړه په واضح او مؤدبانه ډول خبرې وشي، او د اصلاح هڅه د نظام د کمزوري کولو پر ځای د پیاوړتیا په نیت ترسره شي.

د تاریخ په اوږدو کې هغه جریانونه چې یوازې په تشنج، تورونو او مقابلې تکیه کوي، ټولنې یې له اوږدمهاله ستونزو سره مخ کړې دي. خو هغه فکر چې د اختلاف باوجود اخلاق، حوصله او مسئولیت ساتي، د دوام او باور زمینه برابروي.

نو زموږ د چلند معیار باید دا وي چې د حق خبره په ښه طریقه وړاندې کړو، د اصلاح دروازې خلاصې وساتو، او داسې سیاسي او ټولنیز اخلاق ولرو چې له هر ډول توندلارۍ او تخریبي دریځونو څخه زموږ توپیر څرګند کړي. ځکه د یو فکر ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې څه وايي، بلکې په دې هم سنجول کېږي چې څنګه یې وايي او د څه هدف لپاره یې وايي.