د عقیدې سوداګر او د فکر بېریښې کاروان
په سیاست او فکري مبارزه کې تر ټولو ستره فاجعه هغه مهال رامنځته کېږي چې انسان د باور پر ځای مصلحت، د اصولو پر ځای منفعت، او د ارزښتونو پر ځای فرصت ته غاړه کېږدي. هغه جریانونه او اشخاص چې پرون یې د یوې ایډیالوژۍ تر بیرغ لاندې د ټولنې د فکري او فرهنګي جوړښت د بدلون دعوه کوله، خو نن د هماغو شعارونو په بشپړ انکار د بلې دروازې تر سیوري لاندې ژوند کوي، د فکري ثبات او عقیدوي صداقت تر ټولو څرګنده پوښتنه راولاړوي.
هغه څوک چې پرون یې د لینن، مارکس او کمونیزم د مقدساتو په نوم ټولنیز ارزښتونه قربانول، دین یې د ارتجاع نښه بلله او د ولس مذهبي باورونه یې د پرمختګ خنډ ګڼل، نن د جومات په محراب کې د تقوا او دیندارۍ خبرې کوي. دا بدلون که د ژور فکري تحول او صادقانه بیاکتنې محصول نه وي، بلکې یوازې د زمانې د بادونو له لوري د جهت بدلول وي، نو نه فکري تکامل بلل کېږي او نه اخلاقي شجاعت؛ بلکې د موقفونو سوداګري او د باورونو مهاجرت دی.
همدا راز، هغه څېرې چې پرون یې لوېدیځ د استثمار، امپریالیزم او نړیوال ظلم مرکز باله، او د هرې ستونزې ریښه یې په واشنګټن او اروپا کې لټوله، نن د هماغه لوېدیځ تر سیوري لاندې د امن، هوساینې او اقتصادي ثبات ژوند کوي. دا تناقض یوازې سیاسي نه دی؛ بلکې د فکري هویت د بحران ژوره نښه ده. ځکه رښتینی مفکر خپل دریځ د جغرافیې، قدرت او فرصتونو له بدلون سره نه بدلوي؛ بلکې خپل باورونه د استدلال او حقیقت پر بنسټ ارزوي.
فکر هغه ونه ده چې هر موسم ته خپل رنګ بدل کړي، او عقیده هغه جامه نه ده چې د بازار د غوښتنې له مخې بدله شي. هغه څوک چې د تاریخ په هر پړاو کې د ځواکمن لوري تر شا دریږي، نه د فکر استازي دي او نه د ارزښتونو ساتونکي؛ هغوی یوازې د سیاسي موسمونو مسافر دي.
ملتونه د هغو انسانانو له برکته ژوندی پاتې کېږي چې د سختیو په منځ کې هم پر خپلو ارزښتونو ولاړ وي، نه د هغو کسانو په وسیله چې هره نوې څپه د نجات کښتۍ او هر نوی باد د خپل مسیر لارښود ګڼي. فکري صداقت دا نه دی چې انسان هېڅکله خپل نظر بدل نه کړي؛ بلکې دا دی چې د خپل بدلون دلیل، مسؤلیت او اخلاقي جرئت ولري. که نه، تاریخ د شعارونو بدلېدل نه، بلکې د اصولو خرڅېدل ثبتوي