څه دلیل دی چی قرآن د الله تعالی کتاب دی ؟

جوونی 7, 2026 - 17:08
 0  5
څه دلیل دی چی قرآن د الله تعالی کتاب دی ؟

ع.ع

 

مانه ډیر خلک کمنټونو کی پوښتنه کوی چی څه دلیل دی چی قرآن د الله تعالی کتاب دی ؟ زه اول ددوی په جاهلیت او ناپوهی افسوس کوم چی دوی تراوسه قرآن نه دی پیژندلی زما مبارزه هم همدی لپاره ده چی قرآن خلکو ته ور وپیژنو دا چی سل ګونو کالونو رادیخوا د مخلوق کتابونو خلکو نه قرآن څنګ ته کړی خپل کتابونه یی د قرآن په ځای لګولی نو ځکه بدبختی داده چی تراوسه هم 99 فیصده مسلمانان قرآن نه پیژنی دا کم بختان فکر کوی چی ګنی د اسلام دین هم د نورو دینونو غوندی میراثی دین دی چی د اباء او اجدادو غوندی نوی نسل ته په پټو سترګو په میراث کی رسیږي ، دوی د پوه وی چی اسلام میراثی دین نه دی لکه هندو وغیره مذهبونه چی په پټو سترګو له یو نسل نه بل نسل ته انتقالیږی بلکی اسلام اول خپل حقانیت درته ښیی بیا درته وایی چی که خوښه د وی ایمان راوړه کنی کافر شه ،

سورت الکهف 29 نمبر ایت

 

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا...

ژباړه: "او ووایه: حق ستاسې د رب له لوري دی؛ نو څوک چې غواړي ایمان دې راوړي او څوک چې غواړي کفر دې وکړي. بېشکه موږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار کړی چې د هغه پردې به هغوی راچاپېره کړي..."

 

پاتی شو قرآن نو قرآن معجزه ده همدا معجزوالی یی د حقانیت دلیل دی کله چی رسول الله ﷺ وویل دی د الله تعالی له لوری تاسو ته پیغمبر را استول شوی ابوجهل او د مکی مشرکینو وویل چی ته دروغ وایی دا قرآن تا له ځان نه جوړ کړی دی ( دا هغه خبره ده چی ماته کمنټونو کی ویل کیږی چی د قرآن حقانیت څه دلیل دی ؟ ) ، ددی ځواب الله تعالی په چلینجونو سره ورکړ چی که تاسو دا وایی چی دا به د الله تعالی کتاب او کلام نه وی یا په شک کی ووی نو دا ګز او دا میدان ددی قرآن یو سورت په څیر یو ایت یا یو سورت یالس سورتونه راوړی دا هغه چیلنجونه وو چی د مکی مشرکانو او تراوسه پوری هیچا هم نه دی قبول کړي او نه یی د قبلولو توان لری آن اوسنی پرمختللی ټکنالوژی مصنوعی ځیرکتیا هم د قرآن یو ایت جوړه ولو او راوړلو توان نه لری نو که اوس وخت کی هم څوک د قرآن حقانیت نه پیژنی یوازی په دی ځان مسلمان بولی چی اسلام ورته له پلار نیکه پاتی په لاس ورغلی داسی خلک مسلمانان نه دی ځکه دوی ته دین په میراث کی رسیدلی که هندوانو کی پیدا وای هندوان به وای .

راځی لاندی ایتونه چی پخپله د قرآن حقانیت بیانوی وګورو :

 

۱. سورت البقره ۲:۲۳

وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ ...

ژباړه: "او که تاسو په هغه څه کې شک لرئ چې موږ پر خپل بنده نازل کړي دي، نو د دې په شان یوه سورت راوړئ ..."

 

۲. سورت یونس ۱۰:۳۸

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

ژباړه: "ایا دوی وایي چې ده (محمد ﷺ) دا له ځانه جوړ کړی دی؟ ووایه: نو د دې په شان یوه سورت راوړئ او له الله پرته چې څوک مرسته کولای شي راوبلئ، که تاسو رښتیني یاست."

۳. سورت هود ۱۱:۱۳

قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ ...

ژباړه: "ووایه: نو د دې په شان لس جوړې شوې سورتونه راوړئ ..."

 

۴. سورت الإسراء ۱۷:۸۸

قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَـٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا

ژباړه: "ووایه: که ټول انسانان او پېریان سره راټول شي چې د دې قرآن په شان څه راوړي، نو د هغه په شان به یې رانشي راوړلی، که څه هم یو د بل مرسته وکړي."

 

۵. سورت النساء ۴:۸۲

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا

ژباړه: "ایا دوی په قرآن کې غور نه کوي؟ که دا د الله پرته د بل چا له لوري وای، نو په کې به یې ډېر اختلاف موندلی وای."

 

۶. سورت الطور ۵۲:۳۳-۳۴

أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ ۚ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ ۝ فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ إِن كَانُوا صَادِقِينَ

ژباړه: "ایا دوی وایي چې ده دا له ځانه جوړ کړی؟ بلکې دوی ایمان نه راوړي. نو که رښتیني وي، د دې په شان یو کلام دې راوړي."

 

وما علینا الابلاغ المبین