د رمضان المبارک مياشتې سېمينار
د رمضان المبارک فريضې يو مياشتنی سيمينار تقريباً پای ته ورسېدو ، په دې مياشت کې مسلمانانو ته دا ور زده کړی شول ، چې ژوند په کومه بڼه پرمخ يوسي ، په معاملاتو کې څه وکړي ، د وجود اندامونه په څه ډول استعمال کړي ، د جنت دروازې په څه ډول پر خپل مخ پرانيزي ، د دوزخ دروازو ته څنګه قلفونه واچوي ، او بالآخره شیطانان څنګه ځنځير او زولانه وساتي ....
د روژې مقصد دا نه دی چې ( خدای مکړه ) الله پر مسلمانانو لوږه ، تنده او د روژې اړوند سختۍ لوروي ؛ بلکې الله جل جلاله غواړي ، چې مسلمانان مثبت طرف ته بوځي ؛ په ژوند کې يې انقلاب راشي ؛ د تقوا ماده پکې پياوړې شي ؛ د ده او شیطان ترمنځ واټن رامنځته شي ؛ شيطاني احساساتو ته زولنې واچوي ، او په خپل مافي الضمير کې د هغه ژوند نقشه ترسيم کړي ، چې تر خدای او پيغمبره رسېږي. که مسلمان د زړه په کتابچه کې د روژې مقتضيات کاپي او پخپل ژوند کې عملي کړي ؛ نو نه به
بې لارې شي او نه به د معصيت ارتکاب وکړي .
د رمضان په سېمينار کې مسلمان ته دا ښوونه هم کېږي چې د بېنوايانو له حاله خبر شي ؛ د لوږې په مهال يې بې وسه ولسونه سترګو ته ودرېږي ؛ او د خپلې پانګې يوه برخه د هغوی لپاره ځانګړې کړي....
په صحي لحاظ هم روژه د انسان په سلامتيا کې رول لري ، ډېری محققين او طبي ساینس پوهان د خپلې سلامتيا د دوام په پار روژه نيسي او په وجود کې د مضرو غوړو ختمولو ته د روژې نسخه کاروي ، هغوی دې پايلې ته رسېدلي ، چې ځينې ناروغۍ يوازې او يوازې د روژې پر مټ له منځه تلای شي ... دغو مسايلو او بلها نورو ګټو ته په پام الله تعالی پر مسلمانانو روژه فرض کړې .
اوس دادی د روژې مبارکه مياشت پای ته رسېږي ؛ تاسې خپل عملونه ارزيابي کړئ ؛ وګورئ ، چې روژې مو په ژوند کې څونه تغيير را وستلی ؛ وګورئ چې له ر مضان وروسته مو ژوند د روژې په څېر دی او که نه ؛ شيطاني احساسات مو په قابو کې دې او که څنګه ؛ د وجود پر سلول ، سلول مو تقوا غالبه ده او که يه ؛ او بالآخره د بې وزله انسانانو د لاس نيوي احساس درسره پياوړی شوی او که يې د لوږې پروا نه لرئ ! که چېرته له رمضان وروسته ستاسې ژوند د رمضان په څېر د تقویٰ په زیور ښکلی نه وي ؛ شيطانان مو زولانه کړي نه وي ؛ او د بې وسه وګړو د حمايت عناصر مو په ژوندني پلان کې شامل کړي نه وي ؛ نو د روژې له سيمينار نه مو هيڅ ګټه نه ده اخيستې!! دا ډول روژې ته يوازې د نه خوړلو او نه څښلو روژه ويلی شو او بس !!